AIMA Afghanistan-ایما افغانستان

AIMA Afghanistan-ایما افغانستان د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه (ايما) يو نادولتي روغتيايي، ټولنيز، غير انتفاعي او غیرسياسي بنسټ دی، چې د 1387 هـ ش کال په جوزا کې تاسيس شوی.

لرليد
روغتيا ته د هر اړخيزې ودې وركولو له لارې دیوې سالمې ټولنې رامنځته کول
ارزښتونه
1. ایمان او ژمنتیا 2. اخلاص 3. مسلکیتوب او کیفیت4. رضا کارانه 5. خدمت او درناوی 6. مسؤلیت 7. تجدید او بدلون

آیا می‌خواهید زکات استعداد طبی و سرمایهٔ مسلکی خود را ادا کنید؟اگر می‌خواهید در این حرکت بزرگ خیرخواهانه سهم بگیرید، به ...
13/07/2026

آیا می‌خواهید زکات استعداد طبی و سرمایهٔ مسلکی خود را ادا کنید؟

اگر می‌خواهید در این حرکت بزرگ خیرخواهانه سهم بگیرید، به جمع مأموریت رضاکارانه اتحادیه طبی اسلامی افغانستان (ایما) بپیوندید!

کاروان رضاکاران ایما از ۲۵ تا ۲۸ سرطان یک کمپ تخصصی طبی رایگان را در ولایت غور برگزار می‌کنند.

برای تطبیق موفق این برنامهٔ بشردوستانه و صحی، به همکاری رضاکارانه داکتران، نرسان، فارمسستان، کارمندان لابراتوار و سایر متخصصان بخش صحت نیاز داریم.

از همه رضاکاران گرامی که علاقه‌مند به اشتراک در این کمپ طبی هستند، تقاضا می‌شود نام، مسلک، شماره تماس و نوع همکاری خود را در بخش کامنت‌های همین پُست بنویسند. تیم ما برای ارائه معلومات بیشتر و هماهنگی‌های لازم با شما تماس خواهد گرفت.

ایا غواړئ چې د خپل طبي استعداد او مسلکي شتمنۍ زکات وباسئ؟که غواړئ د خیر په دغه ستر بهیر کې برخه واخلئ نو راځئ د ایما د ر...
13/07/2026

ایا غواړئ چې د خپل طبي استعداد او مسلکي شتمنۍ زکات وباسئ؟
که غواړئ د خیر په دغه ستر بهیر کې برخه واخلئ نو راځئ د ایما د رضاکار رسالت برخه شۍ
د ایما د رضاکارانو کاروان د سرطان له ۲۵مې تر ۲۸مې غور ولایت ته رضاکار وړیا تخصصي روغتیایي کمپ پلان کړی دی...
د دې بشري او روغتیايي نوښت د بریالي تطبیق لپاره د ډاکټرانو، نرسانو، فارمسستانو، لابراتوار کارکوونکو او نورو روغتیايي متخصصینو رضاکارانه همکارۍ ته اړتیا لرو.
هغه درانه رضاکاران چې غواړي پدې طبي کمپ کې برخه واخلي، مهرباني دې وکړي خپل نوم، مسلک، د اړیکې ټیلیفون شمېره او د همکارۍ وړتیا دې د همدې پوسټ په کامنټ کې ولیکي. زموږ ټیم به له دوی سره د نورو معلوماتو او همغږۍ لپاره اړیکه ونیسي.

Official StatementRegarding the Arrest of Afghan Trainee Doctors at Sahiwal Teaching Hospital, PakistanThe Afghanistan I...
08/07/2026

Official Statement

Regarding the Arrest of Afghan Trainee Doctors at Sahiwal Teaching Hospital, Pakistan

The Afghanistan Islamic Medical Association expresses its deep concern and profound regret over the reported arrest of Afghan trainee doctors (postgraduate residents) while they were on duty in the operating theatre of Sahiwal Teaching Hospital, allegedly in connection with the extension of his visa.

If any legal action was deemed necessary, it should have been carried out through appropriate legal and institutional procedures, in coordination with the relevant hospital authorities, rather than in a manner that disrupted the delivery of healthcare services, affected patient care, and compromised the sanctity of the hospital environment.

For many years, Afghanistan and Pakistan have hosted thousands of students, doctors, and other professionals from one another’s countries, contributing significantly to education, healthcare, and humanitarian service. Matters relating to visas and immigration should be addressed within the framework of the law while preserving human dignity and respecting the professional status of individuals. Actions of this nature are inconsistent with the principles of professional ethics and risk undermining the longstanding academic, medical, and humanitarian cooperation between the two countries.

We respectfully call upon the Government of the Islamic Republic of Pakistan and all relevant authorities to urgently review this incident, conduct a transparent and impartial investigation, and ensure that the issuance and extension of visas for Afghan students, doctors, and other professionals are handled in a timely, transparent, and efficient manner.

Policy differences and administrative matters between governments should never come at the expense of the dignity, professional reputation, and security of students, doctors, and other professionals who are present in the country for the purposes of education, specialized training, and service to humanity.

We reaffirm our commitment to justice, the protection of human dignity, adherence to professional ethics, and the provision of a safe and respectful environment for all healthcare workers and students. We sincerely hope that this matter will be resolved wisely, fairly, and in accordance with the rule of law.

در پی بازداشت چند داکتران ترینی افغان در شفاخانه تدریسی ساهیوال پاکستاناتحادیه طبی اسلامی  افغانستان، بازداشت چند داکترا...
07/07/2026

در پی بازداشت چند داکتران ترینی افغان در شفاخانه تدریسی ساهیوال پاکستان

اتحادیه طبی اسلامی افغانستان، بازداشت چند داکتران رزیدنت دورهٔ تخصصی افغان را که بنا بر گزارش‌ها در جریان اجرای وظیفه در اتاق عملیات شفاخانه تدریسی ساهیوال، به دلیل موضوع تمدید ویزا صورت گرفته است، عمیقاً تأسف‌بار و نگران‌کننده می‌داند.

چنانچه نیاز به هرگونه اقدام قانونی وجود داشت، انتظار می‌رفت که این موضوع از طریق مجاری قانونی، با رعایت اصول و در هماهنگی با اداره مربوطه پیگیری می‌شد، نه به گونه‌ای که روند ارائه خدمات صحی، مراقبت از مریضان و حرمت محیط شفاخانه یی تحت تأثیر قرار گیرد.

افغانستان و پاکستان طی سالیان متمادی میزبان هزاران محصل، داکتر و سایر متخصصان یکدیگر بوده‌اند که در عرصه‌های علمی، آموزشی و صحی در خدمت مردم دو کشور قرار داشته‌اند. برخورد با موضوعات مربوط به ویزا و اقامت باید در چهارچوب قوانین، با حفظ کرامت انسانی و احترام به جایگاه حرفه‌ای افراد انجام شود. اقداماتی از این دست نه تنها با اصول اخلاق حرفه‌ای سازگار نیست، بلکه می‌تواند بر همکاری‌های علمی، طبی و انسانی میان دو کشور نیز تأثیر منفی بگذارد.

از حکومت جمهوری اسلامی پاکستان و تمامی نهادهای ذی‌ربط تقاضا می‌نماییم که این موضوع را به‌گونه عاجل مورد بررسی قرار داده، تحقیقات شفاف و همه‌جانبه انجام دهند و روند صدور و تمدید ویزا برای محصلان، داکتران و سایر متخصصان افغان را به شیوه‌ای ساده، شفاف و به‌موقع تنظیم نمایند.

اختلافات و مسائل مربوط به سیاست‌ها و مقررات میان دولت‌ها نباید به بهای خدشه‌دار شدن حیثیت، کرامت و امنیت شغلی محصلان، داکتران و سایر متخصصانی تمام شود که با هدف آموزش، کسب تخصص و خدمت به بشریت انجا حضور دارند.

ما بر رعایت عدالت، حفظ کرامت انسانی، احترام به اصول مسلکی و تأمین محیط امن برای تمامی کارکنان صحی و محصلان تأکید نموده و امیدواریم این موضوع با درایت، عدالت و در چهارچوب قانون به‌گونه‌ای شایسته حل‌وفصل گردد

بسم الله الرحمن الرحیمالحمدلله، د علم، خدمت او پرمختګ په لاره کې یو بل مهم ګام!دا چي د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه د تل...
17/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله، د علم، خدمت او پرمختګ په لاره کې یو بل مهم ګام!

دا چي د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه د تل په څیر په هیواد کې د علمي او مسلکي کنفرانسونو او پروګرامونو حمایت کوي، دا ځل په ډېرې خوښۍ، ویاړ او هیله‌مندۍ سره اعلان کوو چې د افغانستان د عصبي جراحۍ او عصبي علومو په ډګر کې د یوه نوي علمي فصل د پرانیستې په موخه، د نیوروموډولېشن (Neuromodulation) او (Functional Neurosurgery) تر سرلیک لاندې یو ستر، دوه ورځنی او نړیوال علمي سیمپوزیم جوړېږي.

دا کنفرانس به د هغو علمي او تخصصي هڅو یوه روښانه بېلګه وي چې موخه یې زموږ په هېواد کې د عصبي ناروغیو د تشخیص او درملنې د معاصرو او پرمختللو لارو چارو پراختیا ده. په دې علمي محفل کې به د ترکیې هېواد دوه وتلي، مخکښ او نړیوال شهرت لرونکي پروفیسوران ګډون ولري، چې یو د عصبي جراحۍ او بل د عصبي ناروغیو له برخې څخه دی. دوی به د خپلې اوږدې تجربې، ژورو علمي څېړنو او نړیوالو لاسته راوړنو رڼا د افغانستان له ډاکټرانو او متخصصینو سره شریکه کړي.

نن سبا زرګونه ناروغان د پارکینسن ناروغۍ، مرګي (صرعې)، د حرکت اختلالاتو او نورو پېچلو عصبي ستونزو له امله له سختو جسمي او رواني ننګونو سره مخ دي. د نیوروموډولېشن او فعاله عصبي جراحۍ پرمختللې طریقې د دغو ناروغیو په درملنه کې د طب د نړۍ له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي، چې کولی شي ناروغانو ته د عادي او باکیفیته ژوند نوې هیلې وبښي.

دا دوه ورځنی علمي کنفرانس به نه یوازې د پوهې او تجربو د تبادلې یو ارزښتناک فرصت وي، بلکې د افغانستان د عصبي علومو د راتلونکي لپاره به د همکارۍ، نوښت او پرمختګ یوه نوې دروازه هم پرانیزي. موږ باور لرو چې د نړیوالو متخصصینو حضور او د هغوی د تجربو شریکول به زموږ د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د ناروغانو د غوره خدمت لپاره یو مهم بنسټ کېږدي.

موږ په درنښت د عصبي جراحۍ متخصصینو، نیورولوژیستانو، استادانو، ډاکټرانو، علمي څېړونکو او د روغتیايي علومو ټولو مینه‌والو ته بلنه ورکوو، څو په دې ستر علمي سفر کې زموږ ملګري شي، له نوېو علمي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي او د افغانستان د طبي علومو د پرمختګ په دې ویاړلي بهیر کې خپل ارزښتناک رول ادا کړي.

د کنفرانس لومړۍ ورځ به علمي ویناوی څېړنیزو مقالی ،تخصصي پریزنټېشنونو او د عصبي جراحۍ، مغز او ستون فقرات د پرمختللو وسایلو او ټکنالوژیو نندارتون (Exhibition) ته ځانګړې وي.
باغ بابر کابل افغانستان
د کنفرانس دوهمه ورځ به د پارکینسن، مرګي (صرعې) او نورو عصبي ناروغیو لرونکو ناروغانو د معاینې، ارزونې او تخصصي مشورو لپاره ځانګړې شوې وي، ترڅو ناروغان د نړیوالو متخصصینو له تجربو او لارښوونو څخه مستقیمه ګټه واخلي
ادرس: الحیات شفاخانه چهاراهی ګل سرخ کابل افغانستان

🚭 د تمباکو نړیواله ورځ (31 می)رسول الله ﷺ فرمایلي دي:“لا ضرر ولا ضرار”(نه ځان ته زیان رسول شته او نه بل ته.)د افغانستان ...
31/05/2026

🚭 د تمباکو نړیواله ورځ (31 می)

رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
“لا ضرر ولا ضرار”
(نه ځان ته زیان رسول شته او نه بل ته.)
د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه د تمباکو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې د تمباکو له هر ډول استعمال څخه ځانونه وساتي او خپل ځان، کورنۍ او ټولنه د دې خاموش قاتل له زیانونو وژغوري.

🔹 تمباکو د زړه ناروغۍ، سرطان، د سږو مزمنې ناروغۍ او ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو مهم لامل دی.

🔹 د سګرټو لوګی یوازې استعمالوونکي نه، بلکې شاوخوا خلک، ماشومان او امیندواره مېرمنې هم زیانمنوي.

🔹 د تمباکو پرېښودل په هر عمر کې روغتیا ته ګټه رسوي او د ژوند کیفیت ښه کوي.

راځئ چې د سالم، پاک او روغ افغانستان لپاره د تمباکو پر ضد ګډه مبارزه وکړو.



د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه
‏(Afghanistan Islamic Medical Association - AIMA) 🚭🌱

قدرمنو ډاکټر صاحبانو، د طب او روغتيا د ډګر کارکوونکو، طبي محصلينو او محترمو هېوادوالو!السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهلوی...
26/05/2026

قدرمنو ډاکټر صاحبانو، د طب او روغتيا د ډګر کارکوونکو، طبي محصلينو او محترمو هېوادوالو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
لوی اختر مو مبارک شه. خدای دې وکړي چې د لوی اختر دا مبارکې شپې ورځې په ګرانو هېوادوالو په خوشحالۍ او نېکمرغۍ تېرې شي.
قدرمنو خوېندو او ورونو!
لوی اختر د دوه لويو اسلامي ارزښتونو سره مل وي؛
لومړی؛ موږ په دې ورځو کې د قربانۍ سنت پر ځای کوو، د دې سنت پر ځای کول يوازې دا نه دي چې د قربانۍ لپاره ښه مال حلال کړای شي، بلکه له دې سره په څنګ کې دا کتل په کار دي چې په چم ګاونډ کې مو څومره غريبان او فقيران اوسېږي، همدا يې ښه وخت دی چې خپله قرباني له هغوی سره شريکه کړو، د بورو، کونډو، يتيمانو او غريبو هېوادوالو لاسنيوی زموږ ديني لارښوونه ده، په اختر کې له هغوی سره مرسته او ښېګڼه يو لوی اجتماعي مسئوليت دی.
په عام ژوند کې د قرأن کريم لارښوونه ده چې "خوراک او څښاک وکړئ، اسراف مه کوئ"، دا لارښوونه د لوی روغتيايي خير نه ډکه ده، له همدې امله قدرمن هېوادوال بايد د خپل صحت خيال وساتي او د غوښو، غوړو، او مالګې په خوراک کې پاملرنه وکړي. په لوی اختر کې فردي او اجتماعي حفظ الصحې ته د بل هر مهال په نسبت ډېره پاملرنه په کار ده.
دويم؛ لوی اختر او حج دوه سره مل مراسم دي، هغه هېوادوال چې الله تعالی د حج کولو توفيق او شرف ورکړی، الله تعال دې يې عبادتونه قبول کړي، د حج له مبارک سفر نه په راستنېدو د اسراف او بې ځايه لګښتونو او رواجونو ډډه په کار ده، او پر ځای يې بيا هم د غريبو هېوادوالو لاسنيوي ته لومړيتوب په کار دی.
قدرمنو خوېندو او ورونو!
د افغانستان اسلامي طبي اتحاديه-ايما په ګران هېواد کې د روغتيا يوه ژمنه رضاکاره اتحاديه ده، لرليد يې دا دی چې د روغتيا د هر اړخيز انکشاف له لارې يوه سالمه ټولنه رامنځته شي. د دغسې سالمې ټولنې په رامځته کېدو کې د رضاکارې همکارۍ روحيه ډېره مهمه ده او ايما د همدغسې رضاکارو طبي او روغتيايي کارکوونکو اتحاديه ده، د دې لرليد په روغتيايي موخو کې تاسو ټول روغتيايي همکاران کولای شئ د ايما د رضاکاره اتحاديې غړي شئ.
د ټولو هغو روغتيايي کارکوونکو دې اجرونه په برخه او ژوند دې يې له خوښيو ډک شي چې د اختر په ورځو او شپو کې په روغتيايي مرکزونو او روغتونونو کې د مريضانو پر خدمت بوخت دي.
درناوی
وحيدالله مصلح
د ايما رئيس
داکتر صاحبان عزیز، کارکنان طبي و صحی، محصلان طبي و هموطنان محترم!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
عید سعید اضحی مبارکباد. خداوند این شب‌ها و روزهای مبارک عید اضحی را برای هموطنان عزیزمان با شادی و سعادت سپری کند.
خواهران و برادران عزیز!
عید با ارزش های بزرگ اسلامی همراه باشد؛
اول؛ ما در این ایام سنت قربانی را اجرا می‌کنیم. اجرای این سنت نه تنها به معنای ذبح کردن مال و حيوان خوب برای قربانی است، بلکه به معنای توجه به تعداد افراد فقیر و نیازمند در همسایگی ما نیز هست. این زمان خوبی است که قربانی خود را با آنها تقسیم کنیم. کمک به فقرا، بیوه زنان، یتیمان و هموطنان فقیر، دستور دینی ماست و کمک و نیکی به آنها در ایام عید، یک مسئولیت اجتماعی بزرگ است.
در زندگی روتين، قرآن کریم به ما دستور می‌دهد که «بخورید و بیاشامید، اما اسراف نکنید.» این دستور سرشار از فواید فراوان برای سلامتی است. بنابراین، هموطنان گرامی ما باید مراقب سلامتی خود باشند و در خوردن گوشت، چربی و نمک دقت کنند، در ایام عید اضحی، بیش از هر زمان دیگری به حفظ الصحه فردی و اجتماعی توجه ‌شود.
دوم؛ عید قربان و حج دو مراسم مرتبط با هم هستند. آن دسته از هموطنانی که خداوند متعال به آنها افتخار و توفیق انجام حج را عطا فرموده است، خداوند متعال عبادتشان را قبول فرماید. پس از بازگشت از سفر پربرکت حج، ضروری است که از اسراف، هزینه‌های غیرضروری و رسومات پرهیز کرده و در عوض، کمک به هموطنان فقیر را در اولویت قرار دهند.
خواهران و برادران عزیز!
اتحاديه اسلامي طبی افغانستان-ايما یک اتحاديه متعهد رضاکار به صحت در کشور عزیزمان است. دورنمای آن ایجاد جامعه‌ای سالم از طریق توسعه جامع صحت است. روحیه همکاری رضاکارانه در ایجاد چنین جامعه‌ای سالم بسیار مهم است و ايما انجمنی از چنین کارکنان رضاکار طبي و صحي است. در اهداف صحي این دورنما، همه شما کارکنان صحي می‌توانید عضو اتحاديه رضاکار ايما شوید.
همه کارکنان صحی که در روزها و شب‌های عید در مراکز صحي و شفاخانه ها مشغول خدمت‌رسانی به بیماران هستند، خداوند برايشان پاداش نیک بدهد و زندگی‌شان سرشار از شادی باشد.

با احترام
وحیدالله مصلح
رئیس ايما

بسم الله الرحمن الرحيمد نرسنګ نړيوالې ورځې په اړه د "ايما" پيغام!د مۍ ۱۲ د نرسنګ نړيواله ورځ ده، دا ورځ د داسې يوې طبقې ...
12/05/2026

بسم الله الرحمن الرحيم
د نرسنګ نړيوالې ورځې په اړه د "ايما" پيغام!
د مۍ ۱۲ د نرسنګ نړيواله ورځ ده، دا ورځ د داسې يوې طبقې د ستاينې لپاره ځانګړې شوې ده، چې هغوی د خلکو د روغتيايي پاملرنو په برخه کې د خدمت، ايثار او قربانۍ بېلګې دي. واقعيت دا دی چې نرسان د روغتيايي نظام يوه مهمه او تکميلوونکې برخه ده، يو مؤثر طبي او روغتيايي نظام د مسلکي نرسانو پر فعال حضور راټول دی. نرسان په ډېرو سختو حالتونو کې؛ د ورځې اوږدو شېبو او د شپو په تروږميو کې له خپلو کورنيو لېرې د مريضانو د دردونو په کرارولو د درملو پر تطبيق او حياتي پاملرنو پر پالنې بوخت وي.
واقعيت دا دی چې په افغانستان کې نرسان له يو شمېر مهمو ستونزو سره مخ دي، دغه ستونزې هم سېسټماټيکې او جوړښتيزې او هم فردي بڼې لري، د افغانستان اسلامي طبي اتحاديه-ايما په دې باور ده چې دغو فردي او سېسټمي ستونزو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي:
په ستونزو کې کم معاش، زيات کاري فشار، کمزوری مديريت، د دوامدارې روزنې کموالي او د تجهيزاتو کمښت له هغو مهمو موردونو دي چې ډېری نرسان په يو ډول نه يو ډول ورسره مخ دي.
له بلې خوا له ناروغانو او مراجعينو سره تعامل او مسلکي اخلاق لا ډېر ښه کېدو ته اړتيا لري، نرسان بايد مسلکي بوختياوې د اخلاقي او روحي تعامل سره په امتزاج کې مخې ته يوسي او همدا هغه څه دي چې مريضان د مشخصې درملنې تر څنګ د ذهني ارامۍ او سکون لپاره ورته اړتيا لري، دا چاره اسانه نه ده بلکه د مسئوليت احساس، تعهد، صبر، مينه او مهرباني غواړي.
د مسلکي مهارتونو ودې او د دوامداره زده کړو فرهنګ قوي کېدو ته ډېره اړتيا ده. د ښو او معياري نرسنګ خدمتونو لپاره اړتيا ده چې نرسانو ته دوامداره مسلکي زده کړې او د پوهاوي او نرسنګ اخلاقي کوډونو ټرېننګونه په منظم ډول داير شي.
له دې سره په څنګ کې د نرسانو ليډرشپ بايد پياوړی شي، د تشويقولو فرهنګ يې قوي شي، نرسانو ته بايد د کار مناسب چاپېريال رامنځته شي، او د کيفيت پياوړتيا سېسټم ته يې پاملرنه وشي. مسئوليت مننه، ډسپلين او پر وخت د دندو ترسره کول نور هغه موردونه دي چې پياوړتيا ته اړتيا لري.
افغانستان يو داسې روغتيايي سېسټم او نظام ته اړتيا لري چې هلته هم د صحي کارکوونکو او هم د ناروغانو حقونه خوندي وي. په دې هيله چې افغانستان د روغتيا په برخه کې معياري مقام ته ورسېږي او دې مقام ته په رسېدو کې نرسنګ لويه ونډه لري.
درناوی
د افغانستان اسلامي طبي اتحاديه-ايما

مژده‌ مژده مژده ! اتحادیه طبی اسلامی افغانستان – بخش خواهران در نظر دارد  ترینینگ family planning counseling را تحت عناو...
04/04/2026

مژده‌ مژده مژده !

اتحادیه طبی اسلامی افغانستان – بخش خواهران در نظر دارد ترینینگ family planning counseling را تحت عناوین ذیل در چهار جلسه برگزار نماید:
*+BCS*
*PPIUCD*
*Implant*
*WHO FP wheel information*

برنامه مختص به داکتران معالج(اناث) داکتران نسایی ولادی و قابله صاحبان میباشد.

ارائه‌کننده: *داکتر حمیرا علوی*
داکتر فارغ از طب معالجوی پوهنتون طبی کابل ابو علی سینا
عضو انجمن داکتران نسایی و ولادی افعانستان
ترینر ملی وقایه از انتان

*تاریخ جلسه اول* : ۲۰ماه حمل روز پنجشنبه
*ساعت*: ۱:۰۰ - ۳:۳۰ بعد از ظهر
*مکان*: شفاخانه الحیات ، منزل هشتم اطاق کنفرانس

معلومات بیشتر در مورد جلسات بعدی در گروپ وتساپ شریک خواهد شد.

*نوعیت ثبت‌نام*: وتساپ
0786222035

برای درج‌ ثبت نام تان عکس تذکره، ترانسکرپت و دیپلوم فراغت تان لازمی میباشد در غیر ان ثبت نام صورت نمیگیرد.

تعداد ثبت‌نام محدود می‌باشد،
پس فرصت را از دست ندهید!

آخرین مهلت ثبت‌نام: الي تاریخ ۱۸ ماه حمل سال ۱۴۰۴.

در ختم برنامه برای اشتراک کننده گان سرتیفیکت اهدا میشود.

AWW – Afghanistan Islamic Medical Association (AIMA) – Women Wing

اجرای عملیات های رمضانی الحمدلله در ماه مبارک رمضان با استفاده از این اوقات طلایی و معنوی در مرکز فوق تخصصی‌ چشم صفا عمل...
18/03/2026

اجرای عملیات های رمضانی
الحمدلله در ماه مبارک رمضان با استفاده از این اوقات طلایی و معنوی در مرکز فوق تخصصی‌ چشم صفا عملیات کترکت ۴۵ مریض نابینا و کم بینا اجراء شد.
این برنامه از طرف مرکز فوق تخصصی چشم صفا و دیپارتمنت فوق تخصصی چشم شفاخانه غالب در همکاری با اتحادیه طبی اسلامی افغانستان (أیما AIMA) انجام شد.
الله متعال زحمات تمام کسانی که در گوشه گوشه این برنامه از پیام رسانی تا تنظیمات، معاینات، اجرای عملیات، تعقیب مریضان و سرپرستی برنامه سهم گرفتند بپذیرد و برایشان جنت الفردوس نصیب فرماید.
🔰 اتحادیه طبی اسلامی افغانستان أیما

Address

Gul_E_Surkh Square, Kolola Pushta
Kabul
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AIMA Afghanistan-ایما افغانستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to AIMA Afghanistan-ایما افغانستان:

Shortcuts

Share

Category