15/08/2026
د يو عمر مسلكي تجربې، تخصص او علمي درجو خاوند ډاکتر صاحب !
دې ته خو به متوجه شوۍ وې، چې څومره هم د کوشش، دقت او احتياط سره طبابت وشي، خطاګانې، اشتباهات به لږ تر نورو را کم شي، درنه کيږي خو حتمي او مکررأ، دا چې ته پرې پوهیږې او که نه، درک کولۍ شې که نه، او يا پرې خبریږې او که نه، دا بيله موضوع ده، هسې په دې ناچیزه علم، کم ظرفيت او ضعيفه، محدوده او له هر څه متأثره حواسو مصمم کيږو، ډیرۍ مريضان به مو ليدلي وي چې د طب له نظره د ژوندانه احتمال یې ډير کم وي، مګر بر خلاف په کلونو، کلونو الله ج ژوند ورکړۍ، لکه د سکته مغزي او يا عدم کفايه قلبي مريضان، او هغه چې هيڅ د مرګ فکر او احتمال یې نه لیدل کيږي، د سترګو په رپ کې له دې نړۍ تللي، لکه امبولی ريوي يا اسپايريشن مريضان، او هيڅ مو هم په وس نه وي پوره، چې را ويګرځوو، لنډ يې کړو، مرګ ناګهاني يا sudden death, يو ماشوم شودې خوړلې، شودې یې ستونی کې والوتلې، اسپايريشن یې ورکړ، تر څو شفاخانی ته رسيدلو، زړه او تنفس یې دريدلي وو، بالاخره د ټولو هلو ځلو سره مريض ومړ، بله خوا په همدې رقم بل ماشوم چې له دې نه یې هم وضیعت خراب وي، د يوه عادي کومک حتی د غير مسلکي کسانو له خوا تر څو چې شفاخانی ته را رسېږي، وژغورل شي، اتيا کلن سپينږيرۍ چې دو قلبي حملې یې تيرې کړې او اوس د مغزي سکتي له کبله فلج دۍ، په وار وار یې شفاخانی ته د کوما يا شاک يا شکر د کموالي له امله راوړي، تداوي کيږي، رخصت کيږي او په کلونو کلونو په هم دې حالت بدون له دې چې نرسنګ یې وشي يا نور مسلکي تدابير ورته ونيول شي، بې له کومې خاصې ستونزی ژوند کوي، او ستا عقل به هم قد نه ورکوي چې بې له ضروري مراقبتو دا څنګه امکان لري، دې ته څه وایې، خلاصه دا چې د مريض د صحت، مرګ او ژوند په برخليک کې په واضحه توګه بر علاوه د طبي منطق او هلو ځلو غير مرعي لاسونه، اسباب او قدرت دخيل وينو، زه خو کله کله څه چې زياتره وخت ځان دومره بيوسه حس کړم، چې حتی په خپلو حواسو او ظرفيت بې باوره شم، او په دې مسلک کې دومره ځان راته ناتوانه ښکاره شي، چې غير له دې چې هر څه مطلق الله رب العزت ته وسپارم، بله هيڅ لاره او چاره نه وينم، او دا راته ثابته شي، چې هر څه مطلق د الله ج په اراده او تدبیر کيدونکي دي، او دې توحید کلمه را ياده شي.
لاَ اِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدَه‘لاَشَـِريْكَ لَه‘ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ يُحْى وَيُمِيْتُ وَهُوَحَىَّ لاَّ يَمُوْتُ اَبَدًا اَبَدًا ذُواالْجَلاَلِ وَالاِكْرَامِ بِيَدِﻩِ الْخَيْر وَ هُوَعَلى كُلِّ شَىﺀٍ قَدِيْرُ‘
نيست هيچ معبودی بجزالله تعالی، اويکتاست، نيست اورا شريکی او راست پادشاهی جمله کاينات جمله ثناو ستايش برای اوست زندگی و مرگ در قدرت اوست و او زنده است هرگزنخواهد مرد و صاحب عظمت و بزرگی است، کليه خير و نيکی در قبضه اوست و او برهر چيز قادر است.
بس مونږ هم د دې پروسې يو جز ګرځيږو، او د خپلو اعمالو، ظرفیت، تعهد او اخلاص په اندازه مسؤلیت را په برخه کیږي، په خپلو اعمالو کې مستقل نه يو، او په هر مريض آزمويل کيږو، خوشحالیږو، په جامو کې نه ځایږو يا خپه کيږو، پښیمانه کيږو، صدمه وينو، ماتيږو حتی مړه کيږو، خو برسیره پر ټولو کوششونو، احتياط، دقت بيا هم خطا کيږو، نيمګړتياوې لرو، او کامله نه شو کيدلۍ، او د خپل حدس، ګومان او پيشبينئ بر خلاف نتايجو سره مخ کيږو، او دا لړۍ او آزموينې به دوام لري تر څو چې مونږ هم د يوې سهوې، خطا، نيمګړتيا او يا عاجزۍ له وجې د کامل او بې سهوې، خطا او نيمګړتيا ذات په اراده او تدبير له دې نړۍ روانیږو، دا متل په وار وار را په ياديږي، چې وایي :
که نه کنه، حبيب چي کنه طبیب.