شرکت تجارتی انس مایار لمتید

شرکت تجارتی انس مایار لمتید Medicine Company

08/07/2026

د ملګري جدايي💔
شاپور لالا الله تعالی د جنتونه نصیب کړه🤲

07/06/2026

پنځوس درمل او د استعمال ځایونه یې:

۱. Dexamethasone — د شدید التهاب لپاره

۲. Atenolol — د وینې لوړ فشار او انجاینې (د زړه درد) لپاره

۳. Pregabalin — د عصبي درد لپاره

۴. Nitrofurantoin — د ادرار لارې انتاناتو لپاره

۵. Propranolol — د وینې لوړ فشار او رپېدو (Tremors) لپاره

۶. Hydroxychloroquine — د روماتایډ ارترایتس او ملاریا لپاره

۷. Mupirocin — د پوستکي انتاناتو لپاره

۸. Carbamazepine — د مرګي او عصبي دردونو لپاره

۹. Esomeprazole — د معدې تیزابیت او زخمونو لپاره

۱۰. Folic Acid — د کمخونۍ او امیندوارۍ لپاره

۱۱. Benazepril — د وینې لوړ فشار لپاره

۱۲. Clindamycin — د باکتریایي انتاناتو لپاره

۱۳. Topiramate — د مرګي او میګرین لپاره

۱۴. Finasteride — د ویښتانو تویېدو او د پروستات غټوالي لپاره

۱۵. Montelukast — د سالنډۍ او حساسیتونو لپاره

۱۶. Clotrimazole — د فنګسي انتاناتو لپاره

۱۷. Lamotrigine — د دوه قطبي رواني ناروغۍ او مرګي لپاره

۱۸. Meloxicam — د بندونو درد او التهاب لپاره

۱۹. Sucralfate — د معدې زخمونو لپاره

۲۰. Venlafaxine — د خپګان او اضطراب لپاره

۲۱. Alfuzosin — د پروستات غټوالي لپاره

۲۲. Cyclobenzaprine — د عضلاتو تشنج لپاره

۲۳. Oxybutynin — د مثانې زیات فعالیت لپاره

۲۴. Nebivolol — د وینې لوړ فشار لپاره

۲۵. Linezolid — د سختو باکتریایي انتاناتو لپاره

۲۶. Colchicine — د نقرس (Gout) لپاره

۲۷. Quetiapine — د دوه قطبي رواني ناروغۍ او شیزوفرینیا لپاره

۲۸. Hydrocortisone — د التهاب او حساسیت لپاره

۲۹. Isosorbide Mononitrate — د انجاینې (د زړه درد) لپاره

۳۰. Minocycline — د ځوانکو (Acne) او باکتریایي انتاناتو لپاره

۳۱. Rivastigmine — د الزایمر ناروغۍ لپاره

۳۲. Terbinafine — د فنګسي انتاناتو لپاره

۳۳. Hydralazine — د وینې لوړ فشار لپاره

۳۴. Cyclizine — د سفر پر مهال د زړه بدوالي او کانګو لپاره

۳۵. Mycophenolate — د معافیت کمولو لپاره

۳۶. Phenytoin — د مرګي حملو لپاره

۳۷. Lactulose — د قبض لپاره

۳۸. Tiotropium — د COPD ناروغۍ لپاره

۳۹. Spironolactone — د پړسوب او لوړ فشار لپاره

۴۰. Alprazolam — د اضطراب او وېرې حملو لپاره

۴۱. Carvedilol — د وینې لوړ فشار او د زړه کمزورۍ لپاره

۴۲. Nystatin — د فنګسي انتاناتو لپاره

۴۳. Tolterodine — د مثانې زیات فعالیت لپاره

۴۴. Methocarbamol — د عضلاتو تشنج لپاره

۴۵. Rivaroxaban — د وینې ټوټې کېدو مخنیوي لپاره

۴۶. Escitalopram — د خپګان او اضطراب لپاره

۴۷. Levocetirizine — د موسمي حساسیتونو لپاره

۴۸. Fluconazole — د فنګسي انتاناتو لپاره

۴۹. Nadolol — د وینې لوړ فشار او انجاینې لپاره

۵۰. Buspirone — د اضطراب ناروغۍ لپاره

⚠️ دا معلومات یوازې د عمومي پوهې لپاره دي.
درمل باید د ډاکټر په مشوره وکارول شي.

د ټولو هیواد والو لپاره ښه زیریویاړو چې تاسې ته خدمت کوو، هغه ناروغان چې د خولې مخ او زامو په برخه کې جدي ستونزې لري او ...
20/05/2026

د ټولو هیواد والو لپاره ښه زیری
ویاړو چې تاسې ته خدمت کوو، هغه ناروغان چې د خولې مخ او زامو په برخه کې جدي ستونزې لري او جراحي ته یې اړتیا ده کولای شي په رحمن د غاښونو کلینیک کې په وړیا توګه د هیواد د وتلي او پیژندل شوي متخصص خالد رشید په واسطه درملنه وشي.

مژده برای هموطنان عزیز
افتخار داریم برای شما خدمت میکنیم، حالا شما میتوانید تمامی مریضان خویش را که ضرورت به جراحی وجه و فک دارند به شکل کاملاً رایګان در کلینیک دندان رحمن توسط متخصص ورزیده و شناخته شده داکتر خالد رشید تداوی نمایید.
عجله نمایید فرصت محدود است.

Khalid Rashid

د هوا له ګرمېدو سره په بازارونو کې د انرژيانو ډولونه هم زيات شوي، چې زيات څښاک يې ځوانان روږدي او په بېلابېلو ناروغيو اخ...
10/05/2026

د هوا له ګرمېدو سره په بازارونو کې د انرژيانو ډولونه هم زيات شوي، چې زيات څښاک يې ځوانان روږدي او په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي دي.‌

زموږ د ټولو وطنوالو دا هيله‌ ده ، چې ځوانان دې خپلې روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي او د انرژيانو په اړه دې په افراطي ټلويزيوني اعلاناتو نه تېر وځي: «يو تور کاروبار روان دی. ټول ځوانان يې په معدې او عصبي ناروغيو اخته کړل. موږ په دې برخه کې د پانګونې مخالف نه یو، خو هيله ده اړوندې ادارې يې کيفيت ته هم جدي پاملرنه وکړي. په اکثريت انرژيانو کې له حده زيات نيکوټين او کافين استفاده کېږي، چې د اعتياد سبب ګرځي او ځوانان اړ باسي په دوامداره ډول له دغو انرژيانو څخه استفاده وکړي.»

د ځوانانو د روږدي کېدو د يوې بېلګې په توګه دا يادېږي، چې په دې وروستيو کې د انرژيانو قېمت په يو ناڅاپي ډول له ۴۰ څخه ۶۰ او ۷۰ او همدارنګه له ۳۰ څخه ۴۰ او ۴۵ ته لوړ شو: «دا د انرژي توليدونکو شرکتونو هغه دام دی، چې د اعتياد په توګه يې پکې ځوانان ښکېل کړل او نن يې ورته قیمتونه هم لوړ کړل. ځوانان اوس پيسې هم مصرفوي او پخپله خپل صحت ته تاوان هم اړوي. په يو قوطۍ انرژي کې له يو قوطۍ سګریټ څخه ډېر نيکوټين موجود دي.»

د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس، دا مهال يوازې د ننګرهار په بازارونو کې څه باندې ۲۹ ډوله انرژيانې پلورل کېږي، چې ډېری يې بې کيفيته او د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره يې څښل د زهرو په څېر دي.

#روغتيا
#کاپې

د OXEPIN پېژندنه:OXEPIN کپسول د دوه فعالو موادو ترکیب دی:☘️Fluoxetine (25mg) – د خپګان ضد درمل (Antidepressant)☘️Olanzap...
09/05/2026

د OXEPIN پېژندنه:

OXEPIN کپسول د دوه فعالو موادو ترکیب دی:
☘️Fluoxetine (25mg) – د خپګان ضد درمل (Antidepressant)
☘️Olanzapine (3mg) – د رواني اختلالاتو ضد درمل (Antipsychotic)

د استعمال لپاره نښې (Indications):
OXEPIN معمولا د لاندې حالتونو لپاره کارول کېږي:

(1) جدي خپګان (Major Depressive Disorder) – د mood ښه کولو او خپګان کمولو لپاره
(2) دو قطبي ناروغي (Bipolar Disorder) – د Mania یا رواني ګډوډۍ نښو کنټرول لپاره
(3) هغه خپګان چې نورو درملو سره ښه نه کېږي (Treatment-Resistant Depression)

#د دوا څرنګوالی:
◾Fluoxetine د serotonin کچه په مغز کې لوړوي او د خپګان نښې کموي.
◾Olanzapine د رواني بې ثباتۍ، اضطراب، یا رواني ګډوډۍ نښې کموي.

#مهم ټکي:
♦️دا دوا یوازې د ډاکټر د لارښوونې لاندې استعمال شي.
♦️د اړخیزو اثراتو امکان شته، لکه: خوب، وزن زیاتوالی، خشکي، بې قراري، د وینې شکر زیاتوالی، یا نورو اندیښنو.
♦️د نورو درملو سره استعمال مخکې د ډاکټر مشوره ضروري ده.
Dr Hazratumar

کونجتي زیات کلسیم لري که شیدې؟ د کونجتو دانې تر شیدو ۶ چنده زیات کلسیم لري او د هډوکو د پیاوړتیا هغه مواد هم پکې شته چې ...
08/05/2026

کونجتي زیات کلسیم لري که شیدې؟

د کونجتو دانې تر شیدو ۶ چنده زیات کلسیم لري او د هډوکو د پیاوړتیا هغه مواد هم پکې شته چې د collagen جوړېدو ته وده ورکوي.
یو کوچنی موټ کونجتي تر یوه بشپړ ګیلاس شیدو لا زیات، د هډوکو ملاتړ کولای شي.

د څېړنو له مخې، په ۱۰۰ ګرامه کونجتو کې شاوخوا ۹۷۵ ملي ګرامه کلسیم شته، حال دا چې په ۱۰۰ ملي لیټره شیدو کې یوازې ۱۲۵ ملي ګرامه وي.
کونجتي زینک او طبیعي lignans هم لري چې بندونه نرموي او د collagen په جوړېدو کې مرسته کوي.

تاسو کولای شئ هره ورځ یو کاچوغه کونجتي په سلاته یا مستو کې واچوئ تر څو د هډوکو روغتیا مو ښه شي.

اختریز پيغام!د انس مایار تجارتي شرکت لخوا ټولو درنو هېوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، په ډېرې مینې ...
19/03/2026

اختریز پيغام!
د انس مایار تجارتي شرکت لخوا ټولو درنو هېوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، په ډېرې مینې او درناوي د مبارکۍ مراتب وړاندې کېږي.
الله تعالی د ستاسې ټولې روژې، عبادات او دعاوې قبولې کړي.
هیله ده چې دا ښې ورځې په هیواد کې د سولې، خوښۍ او آبادۍ زېری له ځان سره ولري، ستاسو د ژوند هره لحظه د له خوښۍ او نېکمرغۍ ډکه شي.
اختر مو مبارک شه!
انجنیر نقيب الله احمدي

Address

Prwan 2
Kabul
1

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93 78 813 1375

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شرکت تجارتی انس مایار لمتید posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share