Dr. HILAL

Dr. HILAL Works at Ministry of Public Health

21/09/2019

غني افغانستان

21/09/2019
18/09/2019

د افغان سولې په اړه
18 ستمبر کال 2019
ليک: دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سينېر ډپټي چېرمين مختيار خان يوسفزی

په دې کې هيڅ شک نشته چې د طالبانو په نوم تحريک په پاکستان کې د پردو لخوا راجوړ شو او د بيګانوو په زور د اسلام په نوم په افغانستان مسلط او حاکم شو. افغان اولس چې د وړاندې نه اوږدې جګړې زپلى وو، د امن او اسلام په نوم په يوه مخمسه کې پرېوت. چا ويل پخوانى باچا اعلحضرت ظاهر شاه راولي،چا وي دا خلقيان دي، چا څه ويل چا څه.
ډېر کم خلک په دې پوهېدل چې دا د عالمي استعماري قوتونو په کومک د پاکستان د جاسوسي ادارو له خوا تنظيم شوې او تپل شوې پديده ده. په لږه موده کې د خارجيانو په اېجنډا افغانستان د عالمي دهشتګردو په يو لوى مرکز بدل شو چې يو خوا يې مرکزي اسيا او د روس رياستونه داغستان او چيچنيا په مخه واخيستل. او په محکومه پښتونخوا کې پاکستاني استخباراتو په بېلا بېلو نومونو په درځنونو دهشتګرد تنظيمونه جوړ کړل. او په ټول محکوم پښتون اولس يې دهشت او بربريت مسلط کړو. په افغانستان دننه پخپله اففان اولس هره ورځ سحر ماښام د يوې سختې او بربنډې بې عزتۍ سره مخ شو. افغانستان د ټولې دنيا نه بېل شو. د پاکستان، سعودي او عرب اماراتو نه سيوا ورسره هيڅ يو ملک سفارتي تعلق نه ساتلو. په حقيقت کې افغانستان هم د دغه دريو ملکونو يوه مستعمره جوړه شوې وه. په اقتصادي لحاظ د افغانستان صنعت، تجارت، زراعت او مالداري د خاورو سره خاورې شو. د افغانستان ځنګلونه په بې رحمۍ و وهلي شو او پاکستان ته راوړل شول.
په فوځي لحاظ افغان ننګيالى ملي فوځ ختم کړى شو او د هغې افسران او مامورين په پردو ملکونو کې په فقر او بې وسۍ ژوند ته مجبوره شو. د افغان ملي فوځ جهازونه، ټينکونه او توپونه اره اره شول او د پاکستان په کباړيانو خرڅ شول. بکتربند ګاډي، سپکې او درنې وسلې نيلام شوې. افغانستان د يو مملکت په حيثيت هيڅ دفاعي توان نه لرلو.
تعليمي ادارو کې د نوې زمانې په ساينسي علومو او افغان تاريخ باندې پابندي ولګيده. د افغان کرنسۍ ارزښت ختم شو او څه قيمت يې پاتې نه شو. د علاج ټول سهولتونه ختم شول. هسپتالونه شاړ شول.
افغان ملي بيرغ او ملي ترانه ختم شو. د کابل راډيو په شريعت غږ بدل شو چې د افغانستان هيڅ ترجماني يې نه کوله.
د افغانستان پلونه او سړکونه ختم شو او ښارونه يې په کنډراتو بدل شوي وو. د افغانانو ملي هویت، ملي شهامت، افتخارات او ملي غرور زخمي زخمي او د سختې ضربې لاندې راغى. هيڅ يو افغان په خپل وطن کې په ډاډه زړه ژوند نه شو کولى. قدم په قدم د عربو او پنجابي لنډغرو د لاسه توهين کيدل. د افغانستان پتمنې او زړورې ښځې په هر ځاى کې وهل کيدې، بې عزته کيدې او هيڅ قسمه انساني حقوق يې نه لرل.
که په لنډه ووایو نو افغانستان د پنجابیانو عربو او نورو خارجي دهشتګردو د پاره جنت او د افغانانو دپاره په یو سور دوزخ بدل شوی وو.
په داسې حال کې په امريکه کې د 11/9/2001 خونړۍ پيښې رامنځ ته شوې چې امريکايانو دغه پيښې په القاعده پورې وتړلې او د القاعده مشر په اصل کې د افغانستان باچا وو.
پاکستان چې په افغانستان د موجودو تر هګرو اصل سرفرست وو امریکه ته يې يو طرف ته خپلې زمکنۍ او هوائي لارې، فوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې حواله کړې او په بله خوا يې د راتلونکي دپاره خپله نه اعلان شوې تګلاره مینځ ته راوړه.
د تر هګرو د ماتې روستو د اقوام متحده سلامتي کونسل د خپل پنځه فقراییز پلان منظوري ورکړه.
او د جرمني په ښار بون کښې افغانان راغونډ شو. چه د سلامتي کونسل د پریکړې په مناسبت يې لومړى د حامد کرزي په مشرۍ لنډ محاله حکومت، اضطراري لويې جرګې په زريعه منځ محالى حکومت عمومي لویه جرګه، د اساسي قانون تدوين او صدارتي انتخاباتو په زریعه په افغانستان کښې یو ائينی حکومت ميانځ ته راغلو. محترم حامد کرزي دوه دورې د حکومت تیرې کړې او په دریمه دوره کښې محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني د انتخاباتو د لارې د افغانستان جمهور رئیس شو چې موده يې پوره شوې او افغانستان د ستمبر په ۲۸مه د نوو انتخاباتو په درشل کښې دى.
په دې تير اتلسو کالو د جهاني ورورولۍ په کومک افغانستان بيا د يو متمدن دولت تاداوونه کښېښول مثلاً
1. افغانستان خپل آيين جوړ کړو او د هغه په رڼا کې يې خپل اولس ته په لومړي ځل جمهوري نظام ورکړو.
2. د ښځو حقوق تامين شول او د ژوند په هره برخه کې يې خپل حقوق تر لاسه کړل.
3. د وران ويجاړ افغانستان د زراعت، صنعت او تجارت مخ په ترقۍ روان دى. د بجلۍ اوبو او بهر دنيا سره د تجارت د پاره د زمکې او هوا د لارې د افغانستان د تړلو کوټلي ګامونه واخیستل شو چې ورسره د افغانستان اقتصاد په خاړپوسو شوى دى او تر څه حده يې پرمختګ کړى دى.
4. افغان طالب علمانو جينکو او هلکانو دپاره د علم دروازې په ملک دننه او بهر بيا خلاصې شوې.
5. په لکونو افغان کډوال د پاکستان او ايران نه خپل هيواد ته ستانه او اباد شو.
6. افغان ملي فوځ، ملي پوليس، امنيت او نورې دفاعي ادارې راجوړې شوې او نن د افغانستان د زمکې او اسمان په ساتنه بوخت دي. او لا پياوړتوب يې د وخت ضرورت دى.
7. تر ډېره حده جنګي ډلې منحل او جنګ سالاري قابو شوې ده. د افغانستان د ګمرکونو ماليت د يوڅو اشخاسو په ځاى د دولت خزانې ته راوړلى شي.
8. د افغانستان ښارونه او کلي د سړکونو په زريعه د يو بل سره بيرته وتړل شول.
9. د جهان اکثره ملکونه چې افغانستان په رسميت پيژندلي او ورسره سفارتي اړيکې لري، البته د افغانستان ګاونډيان د افغانستان د بيا جوړولو د لومړۍ ورځې نه په ظاهره خو د امريکې او نړيوالو سره د کومک وعدې او چغې وهي خو په حقیقت کې يې دهشتګرد(طاليبان، داعش او نور) بيا منظم کړل او په پاکستان کې ورته مرکزونه جوړ کړل، او يو نوى پراکسي جنګ يې په افغانانو تپلى دى.
د امريکه په مشرۍ ايساف، ناټو او نورو عالمي ځواکونو په دې باره کې مناسبه حکمت عملي جوړه نه کړه. په افغانستان دننه خو يې جنګ جاري وساتلو البته افغانستان نه بهر چې د دهشتګردو کومې ځالې دي هغه په خپل ځاى محفوظې او فعالې دي. د دهشتګردو د اصل سرچينو په خلاف عمليات نه کولو په نتیجه کې افغان جګړه اوږده شوه. امریکا هم د خپلې غلطې حکمت عملۍ په وجه تاواني کيږي. افغان اولس هم د جنګ جګړو نه تنګ دى، په داسې حالاتو کې مزاکرات شروع شول، نهه مياشتې يې دوام وکړو او بيا لغوه اعلان شو.
اوس ضرورت د دې خبرې دى چې افغان اولس په راروانو انتخاباتو کې په زړه پورې بې ويرې ترهې برخه واخلي او خپل يو نماينده قانوني حکومت مينځ ته راوړي.
د نوي منتخب افغان حکومت او اپوزیشن دواړو ملي فريظه جوړيږي چې د امن د پاره يوه خله شي. دا ځکه چې موجوده افغانستان کې چې هر څه په نظر راځي په دې کې د افغان حکومت او اپوزيشن دواړو خواري شامله ده. په دې لړ کې ضرورت د دې دى چې د افغانستان د استقلال، ارضي تماميت، قانون اساسي، بشري حقوقو، روان جمهوري نظام، د افغان ملي دفاعي ادارو نور تقويه کولو، مجهيز کولو او پياوړي کولو، په اقتصادي، سياسي او کلتوري لحاظ لاس ته راوړنو باندې هيڅ قسمه معامله و نه شي. د دولت مخالفينو سره د مزاکراتو اصلي لورى افغان جمهوري دولت دى بايد چې نړیوال او اپوزیشن د دغې اصل نه سترګې پټې نه کړي. په افغانستان کې د پايدار امن د پاره با مقصده او ګټور مذاکرات صرف او صرف د افغان دولت په رهبرې ممکن دي.

 #تازه خبر پرويز مشرف د د ايدز ناروغۍ له امله مدار شو  #الحمدالله
31/12/2018

#تازه خبر
پرويز مشرف د د ايدز ناروغۍ له امله مدار شو

#الحمدالله

16/11/2018

یا ليت قومي یعلمون

ولن ترضی عنک الپنجاب و لا لإيران و لا الروس حتی تتبع فرامینهم و تحافظ علي مصالحهم و تلحق الضرر بالافغانيين!
پنجابیان، ایرانیان او روسان به تر هغو له تا راضي نشي تر څو یې فرمانونه ونه منې، ګټې یې خوندي نه کړې، او افغانستان ته ضرر ونه رسوې. صدق القرار الفقیر

اقتباس په عربي بلاغت کې دې ته وایي چې قرآني آیت او دیني نص په شعر، ادبي نثر، او عامه محاوره کې د یوه بل غرض لپاره یا سلامت، یا ټوټه شوی، یا په شکلي شباهت راوړل شي. دا کار په عربي بلاغت کې بېخي یو ځان ته فن په حیث تعریف شوی. ګوګل ته ورشئ، د اقتباس کلمه سرچ کړئ، د علماوو په دې اړ ډېر نظریات دي. راجحه فتوا دا ده چې دا کار جائز دی. یواځې دری شرطونه دي چې دا کار ناروا کوي.
لومړی دا چې هدف خپله د قرآن کریم استهزاء نه وي، د بلې موضوع لپاره استشهاد یا استدلال یا توضیح یا اشاره او تلوېح وي, كه د قرآن کریم استهزاء وي، کفر دی (که د ټالیب وي ثواب دی). دوهم شرط یې دا دی چې د هغسې آیتونو اقتباس نه وي چې خدای تعالی د ځان په اړه پکې غږېدلی. یعنې داسې به نه وي چې یو انسان د ځان په اړه هغه آیت وکاروي چې خدای تعالی د ځان په اړه کارولی. لکه انا ربكم الأعلى... او درېیم شرط دا دی چې د حرام کار او حرام غرض لپاره به دا کار نه کوي، لکه یو غلط کار چې پرې توجیه کړي.
ما چې په خپل پوسټ کې د قرآن کریم د آیت هم نه، بلکې د هغه د شکل اقتباس کړی دی، لومړی خو مې هدف د اسلامکارو، وحشیانو او ټالیبانو او د آی ایس آی د سپیو استهزاء ده، العیاذ بالله د آیت نه ده. دوهمه دا چې د بهترین هدف لپاره مې دا کار کړی او هدف مې چې پيغام رسول دي، ترلاسه کړی، درېیمه دا چې په احسنه وجهه مې کړی، او د خدای او رسول یو بل دښمن چې پنجاب دی، د هغه د رسوایۍ لپاره مې کړی دی.

د اقتباس زرګونه مثالونه دي. دا لاندې یې یواځې یو مثال دی چې په غزلي شعر کې کارېدلی. ما خو بیا هم د یوه ملت د وینو د تویېدلو د مخنیوي لپاره کارولی.

قال جلال الدين السيوطي وهو مفسر القرآن، وأحد الجلالين- مقتبسًا الآية يا ليتني اتخذتُ مع الرسول سبيلا- الفرقان، 27:

إن كانتِ العشّاقُ من أشواقهم
جعلوا النسيمَ إلى الحبيبِ رسولا
فأنا الذي أتلو لهم: يا ليتني
كنت اتخذت مع الرسول سبيلا

د جلالين شریف مفسر، جلال الدین السیوطي د فرقان سورت په تفسیر کې په غزلي شعر کې د قرآن کریم د آیت (چې د یوه کس د عشقي او غزلي طبعې لپاره لیکل شوی) اقتباس کوي. شعر وایي: که عاشقانو خپلو معشوقو ته وږمې د ریبار په توګه (رسول په توګه) لېږلي دي، زه ورته وایم چې: (یا لیتني اتخذت مع الرسول سبیلا) کاشکې مې ما د رسول لاره نیولې وای.
البته د شعر ژباړه ناممکنه ده، ځکه چې زه غواړم د آیت معنا د آیت په معنا پاته شي. که یې شعري ترجمه وکړم، په همدې به هم د کفر له ټاپو سره مخ شم.

یادونه: لطفا دا لیکنه راسره شریکه کړئ چې د خرو اینګارو اسمان پر سر اخیستی.
مجيد قرار

02/11/2018
The world is running out of effective antibiotics to treat infections.Handle antibiotics with care.
02/11/2018

The world is running out of effective antibiotics to treat infections.
Handle antibiotics with care.

Address

Macroyan
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. HILAL posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category