DrTariq habibدوکتور طارق حبیب

DrTariq habibدوکتور طارق حبیب Medical and health

فارمکالوژي څوارلسم دوېمه برخه پاتې لیکچر نوټد امیب ضد درمل: 1: Secnidazole دا درمل هم د میټرونېډازول له کورنۍ له درملو څ...
25/02/2026

فارمکالوژي
څوارلسم دوېمه برخه پاتې لیکچر نوټ
د امیب ضد درمل:
1: Secnidazole
دا درمل هم د میټرونېډازول له کورنۍ له درملو څخه دي او ساختمان یې مکمل د میټرونیډازول په څېر دي .

کلینیکي استعمال clinical uses👇
👈سکینډازول درمل هم د امیب ضد درمل دي او امیب لمنځه وړلو کې تاثير ګذار درمل دي.
👈سکینډازول هغه میکروبونه کوم د اکیسجن په نه موجودیت کې وده او نمو کوي ورباندې خه تاثیر لري لکه Giardiasis/ trichominasis/ bacterial vaginiasis.
سکینډازول عموما ډاکتران د میټرونیډازول د استعمال په تعقیب یو یا دوه دوزه ورکول کیږي.

درملو جذب اطراح استقلاب pharmacokinetic 👇

دا درمل د خولی د لاری په تیزۍ سره په مکمل ډول جذبیږي.
او په وینه کې تر ډيره وخته یې تاثیر پاتې کیږي 9/29 ساعتو پوری لیدل کیږي.
2: Tinidazole
ټینډازول د میټرونیډازول له خاندانه څخه دي تاثیر تر ډیره میټرونیډازول په څير دي 500mg ټابلیټونو په شکل بازار کې ملاویږي.

کلینیکی استعمال clinical uses 👇
د امیب پر ضد
د ځيګر امیبیک ابسی
جیارډیازیس

درملو اندازه Dose 👇
50/60 mg / kg children for three day
2 g daily single dose for intestinal infection
Amobic hapatitise: 2 g daily single dose for five days.

3: lumoninal amoebicidals د کولمو په لومین کې د
👇امیب میکروب لمنځه وړلو درمل:
1 Diloxanide furoate
کله هم دا درمل تاسې د خولی د لاری واخلی په ډیر خه شکل سره دا درمل مکمل ډول جذبیږي مګر کولمو کې د furoic Acid په شکل تبدلیږي90 فیصده دبدن عمومی سیستم ته خپریږي او 10% بیا د کولمو لومین ته ځان رسوي او هلته په کولمو کې د امیب پرازیټ لمنځه وړي مګر دا درمل په انساجو کې امیب نشي ختمولای.
کلینیکی استعمال clinical uses 👇
کلنیکی استعمال یې مکمل د میټرونیډازول په څير مګر دا درمل موږ د نورو امیب ضد درملو سره یوځای استعمالو شدیدو حالاتو کې یعنی کولای شو میټرونیډازول او ډایلوګزنایډ درمل یوځای ورکړو بازار کې د Entamizole Ds او ساده شکلونو کې دي .

جانبي عوارض Advers effect 👇
دغه درمل خه تحمل کیږي د مریضانو لخوا مګر کله کله زړه بدوالی / کانګه / ګیس زیاتوالی سبب کیږي.

درملو دوز Drug Doses👇
500mg ګولۍ په شکل شته
دری وخته د لس ورځو لپاره

4 Dilodohydroxyquin ( lodoquinol)👇

دا درمل ددپورتنیو درملو له جملۍ څخه دي کوم چې د کولمو په داخل جدار لومین کې د امیب پرازیټ لمنځه وړي او عادي، شدیدو حالاتو کې استفادې وړ درمل دي هغه اسهالات چې د امیب پرازیټ له کبله رامنځته کیږي لمنځه وړئ.

جانبي عوارض Advers effect 👇
Nausea / vomiting / abdominal pain prolonged period use blindess cus optic atropy.also enlargment of thyriod gland.
زړه بدوالی / ړوندوالی / جاغور .
لیکوال: ډاکټر طارق.حبیب
👈لطف زموږ لیکنې له نورو ملګرو.سره شیر کړي.
او زموږ د صفحی لیکنی په خپل نوم یا د لیکوال نوم مه پاکوئ.واټساپ نمبر: 0788681836

فارمکالوژي دیارلسم نمبر لومړۍ برخه لیکچر نوټد امیب ضد درمل: د امیب ضد درمل امیب میکروب انټيمیوبیا هیسټولاټيکا په ختمولو ...
21/02/2026

فارمکالوژي
دیارلسم نمبر لومړۍ برخه لیکچر نوټ
د امیب ضد درمل:
د امیب ضد درمل امیب میکروب انټيمیوبیا هیسټولاټيکا په ختمولو او مخنوي کې مهم رول لري .
امیب میکروب په دوه ډوله د انسان په هاضمي سیستم کې موجود وي
1 Trophozoite
2: Encycted
1: د trophozoiteټروپوزویټ شکل یې فعال ډول د انسان په کولمو او ځیګر کې د ناروغۍ تولیدولو سبب کیږي.
2:د Encysted انسټيډ ډول یې صحتمندو او بی اعراضو خلکو کې موجود وي کوم چې د د فعالی ناروغۍ تولیدولو سبب نه کیږي مګر دغه ناروغان په خپلو لویو میتازیو کې دغه انسټيډ ډول د پرازیټ شکل ازادی فضا ته اطراح کوي بلاخره روغ سالم اشخاص پرې اخته کیږي باید دواړه ډولونه تداوي شي.

د امیب ضد درملو طبقه بندي
classification of drugs
1: tissue ameobicidals
Emtine
dehydroemetine
chloroquine

2 mixed amoebicidals
metronidazole
tinidazole
secnidazole
orindazole

3 luminal amobicidals
Diloxanide furoate
diiodohydroxyquin
paramomycin
tetracyclinse
Erythromycin

لومړۍ د Tissue amobicidals د امیب پرازیټ په انساجو کې لمنځه وړل.
EMETIN AND DEHYDROEMETINE
ایمیټین یو الکالید مشتق درمل دي دا درمل د غرني بوټو څخه لاسته راغلی چې نوم یې ipecac دا درمل د خولی لاری نه جذبیږي باید د پوستکي لاندی زرق یا هم رګ د لاری استعمال شي.
دا درمل د پرازیټ داخل کې پروټین جوړیدل نهی کوي چې په دې سره پرازیټ لمنځه وړل کیږي.

کلینیکی استعمال clinical uses:
ایمیټین درمل اصلی استعمال د ځيګر امیب او ابسی لمنځه وړلو کې خه تاثیر درمل دي.
دویم استعمال: د امیبویمیا پنوم چې کولون تومور دي تداوی کی استعمالیږی.

جانبــی عوارض Advers Effect:
ددې درملو جانبي عوارض د استعمال موده پروې تړلی ده معمول استعمال موده یې 3/5/10ورځو پوری ده له هغې زیاته یې بیا جانبی عوارض رامنځته کوي.
زړه بدوالی
کانګه
اسهالات
زړه ضربان زیاتیدل
زړه ضربان ګډوډي.
سینی درد

نه استعمالیدونکي حالت contraindication:
زړه او پښتورګو ناروغانو کې باید احتیاط یا بیخی استعمال نشي.
ماشومانو کې باید احتیاط وشی
او حاملګۍ کی باید استعمال نشي.

درملو دوز prepration and dose
د 1mg پر کیلو ګرام په ورځ کې SC/ او.IM ورکول کیږي چې 60 mg امپولونه یې موجود دي.

دویم درمل Metroidazole
دا درمل هم د خولی د لاری او د رګ د لاری استعمالیږي چې دواړو لارو خه جذبیږي دا درمل د امیب فعال شکل لمنځه وړي وژني یې مګر د امیب هغه سیسټ یا انټیمیوبا لمنځه نشی وړلای.

درملو جذب اطراح pharmokinetic👇

دغه درمل خوړلو روسته د دماعو.CSF او هم ښځينو کې شیدو کې لیدل کیږي په ځیګر کې په استقلاب رسیږي او د پښتورګو د لاری اطراح کیږی او وینه کې تقریبا 7:5 ساعته پاتي کیږي

کلینیکي استعمال clinical uses👇

👈میټرونیډازول درمل د امیب پرازیټ په ختمولو کې خورا مهم او تیز تاثیر کونکي درمل دي او همدارنګه د امیب له کبله د ځيګر په التهاب کې هم خه درمل دي .

👈میټرنیډازول درمل د هغه وینه کونکي اسهالاتو لپاره خه درمل دي کوم چې د کولمو په لومین کې د امیب پرازیټ په لمنځه وړلو کې مهم رول لوبوي کوم چې د diloanide او dilidohydroxyquin سره یوځای ورکول کیږي لکه Entamizole .

👈میټرونیډازول درمل د کولمو په عادي، متوسط او سختو میکروبونو کې ترټولو خه تاثیر ګذار درمل دي.

👈میټرونیډازول درمل د جینسي میکروبونو درملنه کې هم د ښځينو نارینو او یا هم هغه ښځينه چې جيسني غړی څخه سپينه مایع زیاته وي د نورو درملو سره یوځای ورکول کیږي د بولی لارو په سوزک کې.

👈په جارډیازیس کې کوم چې اوبو لرونکي اسهالاتو کې استعمالیږي
👈اینروبیک میکربونو کې لکه fragilis / clostridils/500mg د ورځی دری وخته.
د ټيټانوس په درملنه کې.
👈د خولی د جوف میکروبونو کې
په پوستکي زخمونو کې
د پښو په زخمونو کې
تر ټولو درملو غوره انتخاب دي
د معدې په زخم کې
د غاښونو میکروبونو کې
د مثانی پښتورګو رحم او جینسی غړو میکروبونو کې.
د عملیاتونو روستو او.مخکي میکروب مخنوی.پخاطر.

د میټرنیډازول درملو جانـــبی عوارضAdvers Effect👇
زړه بدوالی
سر درد
کانکه
خولی خوند خرابوالی
سرچرخي
ګنګسیت
بیخوبی
ژبی پخوالی کله کله نادر دی
بدن خکته برخی حسیت کمزوری

👇میټرونیډازول درملو استعمال احتیاطPrecation
زیاتی مودی استعمال ډډه وکړئ
ژر ژر استعمال ډډه وکړئ
حاملګۍ لومړۍ ټرایمیسټر کې باید استعمال ډډه وکړئ

👇د میټرونیډازول درمل له نورو درملو سره اړیکيDrig interactions
سیمیټډين يې تاثیر کموي
فینوټيون/ فینوباربیټول یې تاثیر زیاتوي.
✴ #نوټ: ددې درملو دوېمه برخه په راتلونکي لیکچر کې ځکه ددې کورنۍ درمل تشریح زیاته ده او یو لیکچر کې.یې راټولول ستونزمنه ده لوستونکو لپاره.

🌟 لیکوال: ډاکټر طارق.حبیب
👈لطف زموږ لیکنې له نورو ملګرو.سره شیر کړي.
او زموږ د صفحی لیکنی په خپل نوم یا د لیکوال نوم مه پاکوئ.واټساپ نمبر: 0788681836

فارمکالوژيدولسم نمبر لیکچر👇په دې لیکچر کې د د فلوروکینولون د انټي بایټيټکو یو لویه او د میکروب ضد قوي درملو کورنۍ تشریح ...
16/02/2026

فارمکالوژي
دولسم نمبر لیکچر👇
په دې لیکچر کې د د فلوروکینولون د انټي بایټيټکو یو لویه او د میکروب ضد قوي درملو کورنۍ تشریح کو.

اFluroquinolonesفلوروکینولون :
یو له قوي پراخه تاثیر ګذار درمل دي کوم د بدن سیستمیک میکروبونو لمنځه وړلو کې استعمالیږي .

ددې درملو طبقه بندي Classification
د تاثیر له مخې په لاندې ګروپونو تقسیم شوي دي.
1:ضعیف تاسیر کونکي مثبت او منفي میکروبونو باندې.
Norfloxacin
2:خه تاثیر کونکي منفي میکروب او متوسط تاثیر کونکي په مثبت میکروبونو باندې.
Ciprofloxacin
Enoxacin
lomefloxacin
levofloxacin
ofloxacin
pefloxacin
3:په ګرام مثبتو میکروبونو خه تاثیر.کونکي درمل
Gatifloxacin
moxifloxacin
sparflloxacin
Trovafloxacin
gmifloxacin
4:ددې ډلې درمل په هغه میکروبونو خه تاثیر لري کوم.چې د اکسیجن په نه موجودیت کې لویږي او فعالیت لري.
Moxifloxacin
trovafloxacin
د پورتنیو درملو تشریح👇
1:ا ciprofloxacin او ofloxacinتر ټولو قوي منفی میکروب تاثیر کونکي درمل دي دغه درمل په لاندې حالاتو کې استفاده کیږي.
جينسي ناروغیو درملنه.
سوزک.
زخمونو درملنه
د ګېډې انتاناتو درملنه
اسهالاتو .
د پوستکي زخمونو تداوۍ کې.
د پروستاټ میکروبي کیدو کې.
د بولی لارو میکروبونو.کې.
د مثانی، پښتورګو.
محرقه
انټرکس کې
د هډوکو میکروبونو او جراحی پروسیجرونو کې
د کولمو په میکروبونو.کې.

توبرکلوز ضد تاثیر هم لری.
2د ciprofolxacin/ levofloxacin/enoxacin/lomefloxacinدا درمل په ګرام منفي میکروبونو خه تاثیر کونکی درمل دي مګر په enterococi او Group ABD او virdan او.streptococci متوسط تاثیر کونکی درمل دي ددې جملی څخه بیا levofloxacin په ګرام مثبتو میکروبنو هم تاسیر کونکی درمل دی.

3د clindafloxacin/gatifloxacin/moxifloxacin دا درمل په ګرام مثبتو میکروبونو تر ټولو قوی تاثیر.کونکی درمل دی په لاندې امراضو کې استفادی وړ دي.
تنفسي سیستم میکروبونو کې.
نمونیا کې سینه بغل کی.
ټراخیاټیس یا د ټراخیا د هوایی لویو لارو میکروبونو کې.
د نورو لویو میکروبونو درملنې په صورت کې د ګرام مثبت او ګرام منفی میکروبونو په صورت کې یو ځای استفاده لکه سیپروفلکس او موګزفلکس یوخای استعمالول لکه د ګیډی میکروب هډوکو میکروب دماغي میکروب پوستکي میکروب زخمونو ..

د فلورو کینولون تاثیر میکانیزم👇
دا درمل د میکروب DNA د بندیدو سبب کیږي کله چې هم میکروبي حجراتو DNA جوویدل بند شي میکروبي حجره لمنځه وړل کیږي او دا کار د topoismeras پنوم پواسطه یو انزایم دی کوی.

د درملو جذب اطراح میتابولیزم یا فارمکوکنیټیک👇

👈کله چې دغې کورنۍ درمل وخوړل شي په خه صورت جذب رسیږي او پراخه توګه د بدن انساجو ته خپریږي.

👈کله چې هم تاسې دغه درمل اخلي باید کلشیم او مګنیمزیم لرونکي درمل لکه انټي اسید ورسره استعمال شي ځکه د تاثیر مخنوي یې کوي .

👈پورتني درمل تر ډيره د پښتورګو د لاری اطراح کیږي مګر moxifloxacinاو trvafloxacin په ځیګر کې په استقلاب رسیږي.

جانبي عوارضAvderse Effect👇
زړه بدوالي
اسهالات
سردردي
د پوستکي حساسیت
دا درمل باید 18کلنۍ خکته ورنه کړل شي
حاملګۍ کې باید استعمال نشي
او زړو خلکو کې باید احتیاط سره استعمال شی

درمل دوز 👇

Norfloxacin 400 mg / bid
Ofloxacin 200 mg and 400 mg / bid
Ciprofloxacin 250/500/750 / bid
Lomefloxacin 400 mg / OD
Sparfloxacin 400 mg / od
Levofloxacin 250/500 mg / OD
Moxifloxacin 400mg / OD
Gamifloxacin 320 mg / OD


لیکوال: ډاکټر طارق.حبیب
👈لطف زموږ لیکنې له نورو ملګرو.سره شیر کړي.
او زموږ د صفحی لیکنی په خپل نوم یا د لیکوال نوم مه پاکوئ.واټساپ نمبر: 0788681836

فارمکالوژيیولسم نمبر لیکچر👇د فارمکالوژي یو لسم نمبر لیکچر کې د Sulphonamides سلفانامایډ په اړه معلومات : دا درمل هم  ګرا...
07/02/2026

فارمکالوژي
یولسم نمبر لیکچر👇
د فارمکالوژي یو لسم نمبر لیکچر کې د Sulphonamides سلفانامایډ په اړه معلومات :
دا درمل هم ګرام منفي او هم ګرام مثبتو میکروبونو پر ضد تاثير کوي.

ددې درملو طبقه بندي Classification

1: systmeic sulphonamides:sulphadiazinesulphisoxazolesulfamethoxazolesulphadoxine
2 له نورو درملو سره یوځای سلفانامایډ👇
Coـtrimoxazole ( sulfamethaxzole+trimethoprim)
Fansidar( sulphadoxine+pyrimethamine)
3موضوعي سلفانامایډ:
Sodium sulphacetamide
silver sulphadiazine
mafenide

د سلفانامایډونو په اړه عمومي معلومات👇

سلفانامایډونه د مثبت او منفي میکروب پر وړاندې لکه نرکوډیه، سټریپټوکوکۍ،سټيفلوکوکۍ،منینجوکوکۍ،ګونوکوکۍ دا د میکروبونو طبي نومونه دي کوم چې بطني یا هاضمي سیستم تنفسي سیستم، عصبي سیستمونو ناروغیو سبب.کیږي خه تاثیر کونکي درمل دي.
همدارنګه کله چې یوځای استفاده وشي لکه د suplhamethoxazole+trimethoprim بیا د میکروب وژونکي تاثير لري لکه سلمونیلا،انټيروباکتریا،شیجیلا،هیموفیلیس انفلونزا تاثیر کونکي درمل دي.

سلفانامایډونو تاسیر میکانیزم👇

یعنې سلفانامایډ پر میکروبونو څرنګه تاثیر لمنځه وړئ
1 سلفانامایډونه: د pABA په جوړیدو سره فولید اسید جوړیدل مخنوي کوم چې میکروبونه بیا نشي کولای خپل ژوند ته دوام وده پرمختګ ورکړي.
2سلفانامایډونه همدارنګه فولید اسید او ډيهایډرو فولید اسید جوړیدل نهی کوي چې ددې سره هم باکتیریاوې وده، نمو نشي کولای.

3سلفانامایډونه: د نورو درملو سره یوځای استعمال شي لکه د ټرامیتپریم او پایرومیترم چې دا د باکتیریاوو فولید اسید او ټیتراډيهایدرو فولید تبدیلدو مخنوی کوی د ډيهایډرو فولیټريډيکټز انزایم پواسطه کوم چې بکتریا نشی کولی DNAاو RNaاو هسته جوړه کړي چې ددې جوړیدل نهي باکتریا خپله لمنځه ځئ.
Aminobenzioc acid inhibit by sulphonamide
Dihidyrofolic acid inhibit by tetrahydrofolate acid inhibit by trimethoprime.

د درملو جذب اطراح میتابولیزم یا فارمکوکنیټیک👇

1:سلفانامایډونه د هاضمي سیستم له لارې په چټکۍ سره جذبیږي.
2:سلفانامایډونه: په ځيګر کې استقلاب یا میتابولیزم رسیږي او غیری فعال شکل سره بیا د پښتورګو.له لارې اطراح کیږي.
3:سلفانامایډونه:عصبي سیستم دماغو ته او همدارنګه پلاسنینټا ته هم تیریږي.
4:سلفانامایډونه باید د پښتورګو ناروغانو ته په پوره دوز ورنکړل شي یعنې کم دوز ورکړل شی.

کلینیکي استعمالclinical uses👇

1: تنـــــفسي سیــستم میکروب: سلفانامایډونه د تنفسی لارو میکروب لمنځه وړلو کې لکه نمونیا کې ورکولای شي په لاندې دوز سره
15.20 mg / kg / daily trimethoprime
75.100 mg / kg daily sulphomethoxazole
په دوه دوزونو سره ورکول کیږي خولی د لاری .
شدید حالاتو کې coـtrimexazole Ds( trimethoprime160/sulfhamethoxazole800.mg ). یو وخت په ورځ کې د تنفسی سیستم ناروغیو هیمفلیس انفلونزا،نمونیا،ورکولای شو.

2 د بولي لارو میکروبونو په تداوۍ کې urinary tract infection👇
د کولیفارم باکتریاوو لمنځه وړلو.کې خه درمل دي دغه باکتریا اکثره وخت د بولی لارو میکروب کیدو سبب.کیږي کولای شو co trimixazile ډبل دوه وخته ورکړو د یوې هفتې لپاره.
په نارینو کې د پروستاټ په میکروبي کیدو کې بایدco trimixazole د 10 نه تر 14 ورځو لپاره باید استفاده وشي.
3: د ټوکسو په لمنځه وړلو کې باید حامله میندو کې باید استفاده وشي sulfadiazine1 g ااو pyrimehtamine 75 mg ورکول د شپږو الا نهه میاشتو لپاره ورسره فولید اسید 10 ملی ګرامه ماشوم د مړینی او ولادی سوی اشکالو څخه ژغوری.

4: د ملریا ضد تاثیر لري
Sulphadoxine+pyrimethamine( fansidar)
یو یو دوز او یو وخت لپاره ورځ کې باید دری ورځو لپاره استفاده وشي.
5 :سوزېدنه کې: burn کې silver sulphadiazine and mefenide موضوعی استفاده کیږي.

جانبي عوارضAvderse Effect👇

کانګه
زړه بدوالی
سرچرخي
ضعیفي
حساسیت
ګیډی درد
اسهال.

لیکوال: ډاکټر طارق.حبیب
👈لطف زموږ لیکنې له نورو ملګرو.سره شیر کړي.
او زموږ د صفحی لیکنی په خپل نوم یا د لیکوال نوم مه پاکوئ.واټساپ نمبر: 0788681836

Address

Kabul

Telephone

+93788681836

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DrTariq habibدوکتور طارق حبیب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share