Doctor at Home

Doctor at Home Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor at Home, Medical and health, Kabul.

Health Care and Management and Medical Information

څرنګه چي دي صفحي څخه ټول طبي او اسلامي معلومات نشر کيږي .
نو ستاسو څخه مو يوه هيله ده چي دا صفحه لایک فالو او نورو دوستانو سره يي شيئر share کړي چي تر څو نور دوستان مو ورڅخه کټه پورته کړي.

05/05/2026


🔥   ⚠️🤰Ignoring these danger signs can risk BOTH mother & baby 😳👇👉 Severe abdominal pain👉 Vaginal bleeding 🩸👉 Severe hea...
05/05/2026

🔥 ⚠️🤰

Ignoring these danger signs can risk BOTH mother & baby 😳👇

👉 Severe abdominal pain
👉 Vaginal bleeding 🩸
👉 Severe headache / blurred vision 👀
👉 Swelling of face & hands (sudden)
👉 Decreased or no baby movement 👶
👉 High fever 🤒
👉 Convulsions / fits 🚨
👉 Leaking of fluid before time 💧

29/04/2026
29/04/2026

RhoGAM

د هر کس د وینې ګروپ د دې څلورو B,AB,A,O ګروپونو څخه یو لري، او دا ګروپونه د RH په نوم یو پروټین لري چې دا ټاکي چې د یو کس د وینې ګروپ مثبت دی که منفي. هغه وینه ګروپ چې دا پروټین لري مثبت دی او که نه وي، نو منفي دی. تاسو شاید حیران شئ، دا څه توپیر لري که وینه مثبت وي یا منفي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، باید وویل شي چې که د وینې دوه ګروپونه سره یوځای شي، وینه به ټوټه شي او دا خطرناک کیدی شي او د جنین د ویجاړیدو لامل کیدی شي.

؟

د امیندوارۍ په جریان کې، د مور او جنین وینه په بشپړه توګه له یو بل څخه جلا کیږي او د جنین لپاره اړین مغذي مواد او اکسیجن د پلاسینټا له لارې تبادله کیږي او د مور او جنین وینه نه مخلوط کیږي. په پایله کې، انټي باډي د زیږون وروسته د مور په وینه کې پاتې کیږي. دا انټي باډي په راتلونکي درې میاشتنۍ کې د دوهم جنین سره د وینې حجرات له منځه وړي، چې د جنین د وینې کمښت او حتی دا ممکن د هغه د مرګ لامل هم شي

؟

په عمومي توګه، هرکله چې د مور او جنین د وینې د ګډولو امکان وي، نو د روګام امپولونه باید انجیکشن شي.
د روګام امپول باید تزریق شي.

؟

په پیل کې، امپول د امیندوارۍ د ۲۸ او ۳۲ اونیو ترمنځ انجیکشن کیږي. د امیندوارۍ څخه مخکې یا وروسته دوره کې، کله چې په مور کې وینه بهیدل، داغونه، د اوبو د کڅوړې د ماتیدو ګواښ یا درد ولیدل شي، امپول باید انجیکشن شي که چیرې سقط له ۱۳ اونیو څخه کم وي. که دا د دې وخت وروسته وي، نو لوړ خوراک ته اړتیا ده. په شدید خونریزي کې، بشپړ خوراک (۳۰۰ مایکروګرام) کافي نه دی او لوړ خوراک باید د ډاکټر تر څارنې لاندې ورکړل شي. همدارنګه، بل ځل چې دا امپول باید د زیږون وروسته په لومړیو ۷۲ ساعتونو کې انجیکشن شي.

؟

د روګام امپولونه جدي جانبي عوارض نلري، مګر ممکن د عضلاتو درد، خوب، یا تبه رامینځته کړي

   300mg ❓۱:دعـــصــبـی دردونـــو لــپاره۲:مــــرګــــۍ نــاروغـــی لپاره۳:دپـښـو دبی قراری نـاروغـی لپاره ⭕ـ ســرخوږیـ ...
30/05/2025

300mg



۱:دعـــصــبـی دردونـــو لــپاره
۲:مــــرګــــۍ نــاروغـــی لپاره
۳:دپـښـو دبی قراری نـاروغـی لپاره



ـ ســرخوږی
ـ سـرګرځـی
ـ وزن زیـاتیدل
ـ خوبوالی یا ستړیا

#احـــتــیـاط🚫

پــه حـــمـل کـــی نـــه ورکـــیـږی

#خـــــــوراک 🍷

دشـــپـی یــــوه دانــــه بـعـــد از غــــذا

  #کــــارونــــــه☘️۱:دمــعـدی ســـتونزو۲:دمــعـدی دتـیـزابـو زیاتوالـی۳:دمـعدی دردیــدنــــه۴:ګـیس او ســوء هــاضمـه 🧠...
30/05/2025


#کــــارونــــــه☘️

۱:دمــعـدی ســـتونزو
۲:دمــعـدی دتـیـزابـو زیاتوالـی
۳:دمـعدی دردیــدنــــه
۴:ګـیس او ســوء هــاضمـه

🧠

ـ تـشـویش
ـ روانـــی ســـتـونزی
ـ ژور خــفـګان
ـ دمـعـدی سـره تړلـــی عصبی ستونزی



دجــنسی خـــواهــش کـمــوالی
دښځـــودشــیــدو غیرطـبعـــی جــــریــــان

#احـــــتـــــیـــــاط🚫

پـــه حـــمـــل کـــی نــــه ورکــیـــږی

#خـــــــوراک🍷

نــیمـــه ســــهـار نـیمـــه مـــاښام
قــــــبــــل از غــــــــذا /۵۰ملی ګرام
نـــیـــمــــه خــــوړل کــــیــــږی

    ?👈 سره له دې چې په ټولیزه توګه د رواني ناروغیو د پېژندلو او درملنې په هکله د ټولنې د پوهې کچه پورته شوې مګر بدبختانه...
31/07/2024



?

👈 سره له دې چې په ټولیزه توګه د رواني ناروغیو د پېژندلو او درملنې په هکله د ټولنې د پوهې کچه پورته
شوې مګر بدبختانه لا تراوسه هم داسی تر سترګو کیږي چې یو شمیر وګړي په دې نه پوهېږي چې د رواني
اختلالاتو او د رواني ناروغانو په مقابل کې څه ډول چلند وشی. ډیری وخت د رواني ناروغیو په هکله بد
ګماني او غلطې عقیدې د دې سبب شوی چې د ناروغۍ د پرمختګ او د ناروغۍ د درملنې مخه ونیسي، دلته
یې د یو څو مثالونو یادونه کوو:

👈 یو شمیر خلکو ته په خپله رواني ناروغ د ناروغ شخص کمزوري ښکاري خو داسي نده ، بل داچې یو شمیر
خلک فکر کوي چې که چیري په رواني ناروغۍ اخته کس وغواړي په خپله کولی شی چې د ناروغۍ نښې
او علایم کنترول کړي، د رواني ناروغانو چلند د اعتبار وړ نه دی نو نشوکولی چې کړنې یې جدي ونیسو،
رواني ناروغي درملنه نه لري باید شخص په خپله د ناروغی څخه ځان را اوباسي، د رواني ناروغیو ډاکتران
هم نشی کولی چې په سمه توګه د ناروغ درملنه وکړي یوازي د ارامولو دارو ورکوي اوبس او له درملنې
سره هم ناروغ معتاد کیږي، دا ټولې هغه اکراري او ناسمې انګیرنې دي چې د یوشمیر اشخاصو او که په
ټولیز ډول ووایو یو شمیر ډاکټر صاحبان چې په نورو رشتو کې کار کوي هم په دې لیست کې را ځي چې
داسې اندونه د رواني ناروغۍ په هکله یې لري.
مګر په اصل کې د رواني ناروغیو په هکله نوي تحقیقات د دې ښودنه کوي چې پورته نظریات ټول ناسم
دي او رواني ناروغي د نورو ناروغیو په شان د تشخیص او درملنې وړ ده او مختلف ډولونه یې مختلفې
موثرې درملنې لري. رواني ناروغۍ ډول ډول سببونه لري او یوشمیر خو یې د څو اسبابو له کبله منځ ته
راځي نو کولی شو چې د ناروغي تشخیص او درملنه هم د مختلفو اسبابو په پام کی نیولو سره وکړو.
د مثال په توګه یو شمیر رواني ناروغۍ کیدای شي چې یوازې د رواني مشورې په واسطه تداوي شي مګر
یو شمیر رواني ناروغۍ بیا درملو په ته اړتیا لري خو تر ټولو مهمه خبره دلته دا ده چې ناروغ باید خپل
حالت درک کړي او بغیر له دې چې ورپیښه ستونزه اویا ناروغي کوم شرم وګڼي په لومړي قدم کې د رواني
ناروغیو له ډاکتر سره مشوره وکړي مګر له یو داسي ډاکتر سره چې کم ترکمه وکولی شی چې رواني ناروغي د عضوي ناروغیو څخه جال کړی د مثال په توګه د جاغور د غټوالي څخه را پیداشوې نښې نښانې
هم کولی شی چې رواني ناروغۍ ته ورته نښی نښانې ولري مګر د دې درملنه د رواني نارغۍ څخه ډیرتوپیر
لري او داهم مهمه ده چې ناروغ خپل حالت ډیر په روښانه توګه خپل معالج داکترسره شریک کړي تر څو
ډاکتر پوه شی چې د ناروغۍ لامل څه دی او وکولی شی د ناروغۍ د تشخیص سره سم د ناروغ درملنه وکړي.
دلته د رواني ناروغیو د یو شمیر نښو نښانو یادونه کوو که چیري یو څو ک د دې حاالتو سره مخامخ کیږي
او دا حاالت تر دوه اونیو زیات وخت په بر کې ونیسي نو کولی شی چې تر ټولو نیږدې روغتیایي مرکز ته
لاړ شي او خپله ستونزه د رواني ناروغیو له معالج ډاکټر سره شریکه کړي.

1️⃣ خپګان او نارامي چې تر دوه اونیو زیات وخت ونیسي 2️⃣ هیجاني کیدل ویره او ډار پیداکیدل
3️⃣ غیر نورمال حرکات لکه د سترګې رپول او داسي نور
4️⃣ ستونی وچوالی
5️⃣ ژر خفه کیدل
6️⃣ ژر بد ګمانه کیدل
7️⃣ په اشتها کی ستونځی لکه د ډوډی نه خواراک او یا هم 8️⃣ډیر خواړه خوړل
9️⃣ بی ځایه غوصه کیدل
🔟 سردردی
1️⃣1️⃣ د غاړی شخ والۍ
1️⃣2️⃣ نا امید ه کیدل
1️⃣3️⃣ بغیر له کوم عضوي افت څخه د زړه ضربان زیاتیدل
1️⃣4️⃣ پرته له عضوی افت څخه د سالنډی احساس
1️⃣5️⃣ زړه تنګوالی
1️⃣6️⃣ ویره او ډار په ځانګړی توګه په لویو محفلونو کی د زړه ضربان زیاتیدل خولی کیدل اوداسی نور

7️⃣7️⃣ تکراری عمل په ځانګړی توګه کله چه خپل لاسونه مینځي څو څو ځله داعمل تکرار وی داسی فکر کوی
چه لاسونه می پاک شوی ندي، په لمانځه کی وسواس کله فکر کوی چه ما څو رکعته وکړل کله فکر کوی
چه لمونځ می مکمل وکه او که نه ؟

1️⃣8️⃣ کله کله داسی هم پیښیږی چه یو ځل دروازه بنده کړی دوباره فکر کوی چه دروازه بنده شوی نده دا کړنه
څو ځلکه تکرار ه وي.
1️⃣9️⃣ ډیر ی زیاتی خبری کول
2️⃣0️⃣ په فشار سره خبری کول
2️⃣1️⃣ کله کله د ژبی بندیدو له ستونځي سره مخامخ کیږی
2️⃣2️⃣ خبری نه کول چه بیخی خبرو کولو ته زړه نه ښه کوی
2️⃣3️⃣ځانته کیناستو ته ترجیح ورکول
2️⃣4️⃣ فکری تمر کز خرابیدل یعنی کله کله داسی پیښیږی چه یوه موضوع تر پایه نه رسوی بیا بله شروع کوی
2️⃣5️⃣ کله کله ناروغ ته غلطه عقیده پیدا کیږی چه هغه عقیده هیڅ بنسټ نه لری یو شمیر ناروغانو ته داسی فکرونه
پیداکیږی چه له ویلو څخه یی ډډه کوی دوی فکر کوی که چیر ی دا فکر زه ښکاره کړم نو ګناهګار به شم
بلکه دا سم فکر نه وی دایوازی یو اجباری وسواس وی چه ناروغ نا رامه کوي اوباید له ډاکټر سره شریکه
شی اویا له یوه داسی شخص سره چه ورته ښه مشوره ورکولی شی.

2️⃣6️⃣ څارنه : ناروغ فکر کوی چه څوک ما څاری اویا زما کړنی څاری
2️⃣7️⃣ ځان ستر ښودنه : کله کله ناروغ ځان تر نورو خلکو ډیر لوړ ښی
2️⃣8️⃣ ویښیار تیا : کله کله یو شمیر ناروغان داسی فکر کوی چه زه دومره پوهه یم چه باید ولس مشر ته مشوره
ورکړم او هغه باید زما د مشورو سره سم عمل وکړي
2️⃣9️⃣مکر ر وسواس : لکه د ککړیدو څخه ویره ، ډیر شک کول د نظم او ترتیب تشویش
3️⃣0️⃣ غلط احساس چه بیرون شتون ونه لری مګر ناروغ یو څه احساسه وی
3️⃣1️⃣ د اوریدو غلط احساس کوم اواز موجود نه وی خو ناروغ یو څه اوري
3️⃣2️⃣ د خوند غلط احساس
3️⃣3️⃣ د بوي غلط احساس
3️⃣4️⃣ په سلوک کی تغیر
3️⃣5️⃣ مزاج کی تغیر لکه خفګان یا زیا ت خوشحالیدل او یا هم ډار او ویره پیدا کیدل
3️⃣6️⃣ عاطفه کی تغیر
3️⃣7️⃣ له مرګ څخه ویره
3️⃣8️⃣ د ناروغیو څخه بی ځایه ډار او ویره کله کله ناروغ جو ړ تیا ر وی خو دی یوی وړی ستونځی لپاره ډیر
زیات معاینات ترسره کوي
3️⃣9️⃣ حافظه کی تغیر
4️⃣0️⃣ په خوب کی تغیر یا به ناروغ ډیر زیات خوب کوی او یا کله کله ناروغ ته خوب نه ورځی
4️⃣1️⃣ جنسی اړیکو کی تغیر بی وخته انزال د شوق کمیدل او داسی نور

؟

تر هغی وروسته چه د روانی ناروغی سبب معلوم شو او ناروغی وپیژندل شوه نو اړینه ده چه دناروغۍ
سره سم د ناروغ درملنه په پام کی ونیول شی . لکه څرنګه چه مخکی مو ورڅخه یادونه وکړه چه روانی
ناروغی یوازی دارویی درملنه نه لری مګر کیدایشی چه یوشمیر ناروغان روحی یا اروایی درملنی ته اړتیا
ولری اویو شمیر یی د اروایی درملنی تر څنګ د درملو په واسطه درملنی ته اړتیا ولری . مګر یو ټکی تل
په پام کی باید ونیول شی چه د ژوند په مختلفو پړاوونکی کله کله ا نسانان د یو شمیر حالاتو سره مخامخ کیږی
چه داحالات ډیر پرمختللی نه وی او یا تر ډیر وخت پوری دوام نه کوی دمثال په توګه یو څوک دکورنی ا
و دخپلوانو څخه دلاسه ورکوی او یا هم له یوه داسی نا غوښتونکی حالت سره مخامخ کیږی چه د انسان
روانی حالت ته زیان رسوی چه دا یو طبیعی حالت ده او درملنی ته اړتیا نه لری چه دحالاتو په ښه کید و
سره انسان بیرته خپل لومړنی حالت ته را ګرځی مګر څه وخت چه دا ډول حاالت دوام داره شی نو بیا په
هغه وخت کی اړتیا لیدل کییږی چه ناروغ ته اساسی درملنه شروع شی . د ناروغۍ په درملنه کی بله تر
ټولو مهمه خبره داده چه باید ناروغ یوازی پرینښودل شی د ناروغ خپلوان ، نیږدی دوستان باید دومره زیات
د ناروغ سره خواخوږی شی تر څو ناروغ په دی یقین پیداکړی چه زه یوازی نه یم ا و په دی یقین پیدا کوی
چه په هرډول سختو حالاتوکی می دوستان خپلوان ا و دکورنی غړی راسره دی . چه دا حالت دناروغ په
درملنه کی پوره مرسته کوی.د ناروغی په درملنه کی بل مهم ټکی داده چه ناروغ د درملنی په ټولو اړخونو
وپوهول شی او د درملنی په هکله پوره معلومات ورکړل شی. د مثال په توګه که یو ناروغ د ژور خفګان
تر څنګ وسواسی ناروغی هم ولری نو ناروغ باید وپوهول شی چه د مشورتی درملنی ترڅنګ تاسی ته
درملو په واسطه درملنه هم اړینه ده .ناروغ باید د رملو په ګټه ، د درملنی وخت اود درملو خوراک په اندازه
و پوهول شی . ناروغ ته باید مشوره ورکړل شی چه د شپی لخوا کوشش وکړی په وخت ویده شی د شپی لخوا د چایی څښلو ، سګرټ څکلو اوداسی موادو خوړلو چه زیات کاپین ولری لکه کاکو لا او داسی نور
کاپین لرونکو خوړو څخه باید دریغ وکړی.
کله کله ناروغ ته د شپی لخوا خوب نه ورځی په دی حالت کی د هڅه وشی مخکی له دی چه بستر ته لاړ
شی کوم کتاب د مطالعه کړی او یا د هم د تودو اوبو سره غسل وکړی . سهار وختی لمانځه ته پورته کیدل
او تر لمانځه وروسته یو څه ورزش کول ډیره ګټه لری. هڅه د وشی چه ناروغ خپل د زړه درد له کوم
نیږدی دوست او یاهم د کورنی د خواخوږی غړی سره شریک کړی هر څه په زړه کی ساتل ستونزه نوره
هم زیاتوی. ناروغ باید تل خپل ځان په ګټورو بوختیا وو بوخت وساتی . قران کریم تلاوت او ژباړه باندی
ځان پوهول. خپل ځان او لباس پاک ساتل. یو ی نوی څیړنی ښودلی چه زړه د نده داده چه ټول بدن ته په
سمه توګه وینه ورسوی مګر یوازی دماغ چه له زړه څخه په پورته ساحه کی موقیعت لری زړه نه شوی
کولی چه په سمه توګه هر وخت او په هر حالت کی دماغ ته وینه ورسوی ، نو ښه داده چه په ورځ کی څو
ځله خپل بدن ته داسی حالت ورکړو چه مغز له زړه څخه په ټیټه ارتفاع کی قرار پیدا کړي تر څو په اسانه
مغز ته وینه ورسیږی چه ددی کار تر سره کولو لپاره ښه لاره چاره په لمانځه کی سجده کول دی چه دسجدی
په حالت کی دماغ لاندی او زړه پورته برخه کی واقع کیږی نو زړه کولی شی چه په اسانی او کاپی اندازی
سره مغز ته وینه ورسوی چه په دی توګه به د ژور خفګان چه یو له روانی ناروغیو څخه ده په اسانه مخنیوی
وکړای شو، دا ټولی هغه لاری چاری د چه د ناروغی په درملنه کی ارزښت لری

 نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتويیوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده ښځې چې څومره ډېر سکس (جنسي مقاربت) وکړي، هماغومره ی...
30/07/2024



نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتوي

یوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده ښځې چې څومره ډېر سکس (جنسي مقاربت) وکړي، هماغومره یې عمر اوږدېږي او صحت به یې هم ښه وي.

دغه تازه څېړنه د سایکو سکشول په ژورنال کې خپره شوې ده. څېړنه وايي‌ د ۲۰ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکي‌ ښځې چې کم سکس کوي–په یوې اوونۍ کې تر یو ځل هم کم– د بېلا بېلو عواملو له کبله ۷۰ سلنه د مرګ له خطر سره ډېرې مخامخې دي.

د امریکا د مینسوتا ایالت د والډن پوهنتون څېړونکي د ۱۴۵۴۲ ښځو، چې تر ۲۰ کلونو یې عمرونه زیات وو، د روغتیایي معلوماتو له ارزونې وروسته دې نتیجې ته ورسېدل،‌ چې په یوې اوونۍ کې تر یو ځل ډېر سکس کول ښځو ته ډېرې روغتیايي ګټې لري.

د دغې څېړنې لیکونکو لیکلي: «جنسي‌ اړیکي د زړه او رګونو د سلامتیا لپاره مهم دي، البته د زړه د درزېدو د تغیر د کموالي او وینې د بهیر د تېزوالي له کبله.»

څېړونکو موندلې ده چې کله سکس کم وشي او ژور خپګان ورسره یو ځای شي، د مرګ خطر پېښوي.

د دغې نوې څېړنې سر محققې سریکانتا بنرجي د ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، که یو کس او په خاص ډول یوه ښځه له ژور خپګان څخه کړېږي، خو په جنسي مقاربت (سکس) کې فعاله وي، د ژور خپګان له کبله د نورو په پرتله کمه ځورېږي.

ژور خپګان د نورو روغتیایي ستونزو د پیدا کېدو تر څنګ د مړینې لامل هم کېدای شي. ډاکټره بنرجي وایي چې د سکس په وخت کې په بدن کې تولید کېدونکي اندورفینونه د ژور خپګان د منفي صحي اغیزو د مخنیوي اساسي‌ عنصر دی.

اندورفینونه هغه کیمیاوي‌ مواد دي، چې د سکس، بدني تمرین، خوږې غذا د خوړلو او دا ډول نورو خوښۍ بخښونکو فعالیتونو له کبله په بدن کې تولید کېږي. دا مواد درد تسکین کوي، فشار کموي او د بدن د حس ځواک غښتلی کوي

Address

Kabul
KABUL

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor at Home posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Doctor at Home:

Share