د ستورو کاروان

د ستورو کاروان بې پردې مو چاته مه کړې ذوالجلاله
ناکامي ته مو ډیر خلک انتظار دي !
(1)

03/08/2026

د چا له قصده ورته وايمه يارو مې
کنه زه او دومره مينه استغفرالله

Qari Mahfooz Hanafi

په مخونو به یې شوې څه کانې وي په کوم ښار کې چې نايابې اینې وي حوصله مو لا بایللې نه ده وخته اداګانې به دې پاتې څو دانې و...
03/08/2026

په مخونو به یې شوې څه کانې وي
په کوم ښار کې چې نايابې اینې وي

حوصله مو لا بایللې نه ده وخته
اداګانې به دې پاتې څو دانې وي؟

سادګي وي د محل له ناز بې‌نیازه
د څېړۍ پاڼې په ژمي کې هم شنې وي

حسوي د څړیکو چیغې او دردونه
اورېدلې چې چا تورې زولنې وي

ډېر وګړي درد را وښوول انسه
نفرتونه به د کومې خېلخانې وي؟

02/08/2026

ګلونه ټول ښکلې وي
خو کله نا کله يو ګل د يو چا انتخاب شي

Qari Mahfooz Hanafi

در سره یمه د ستړي زړګي تابهجل وهلې تنده وړمه تر سرابهد ارمان په ټنډه پروت د امید سوالهپر اوږو مې عجب بار يې بې ځوابهدرپس...
02/08/2026

در سره یمه د ستړي زړګي تابه
جل وهلې تنده وړمه تر سرابه

د ارمان په ټنډه پروت د امید سواله
پر اوږو مې عجب بار يې بې ځوابه

درپسې مې د ځوانۍ پاڼې کړې زېړې
زده کوم دې د اشنا د مخ کتابه

ته به څو پلونه را ټول کړې له دې خاورو
پر دې لار لېوني تېر دي بې حسابه

خلګـو و پېیل په تار د لمبو زړونـه
ته خبر نه شوې د مینې له ثوابه

ذاڪر اوس د خپل قامت سیوري ته ناست دی
بیلتانه يې د ژوند خونه کړه خرابه

#مُحَمَّد_هاشم_ذاکر

01/08/2026

پاټې هغه وقت رژيږي چې احساس وکړي طلا شوي دي
غرور د انسان د رژيدو سبب کيداې شي

Qari Mahfooz Hanafi

کله ناکله مي آهونه له سینې روان سيڅو آسوېلي مي له خولې یوپه بل پسي روان سيزه هم ګوښه کښېنم په چيغو چيغو وژاړمه چي پلار ن...
01/08/2026

کله ناکله مي آهونه له سینې روان سي
څو آسوېلي مي له خولې یوپه بل پسي روان سي

زه هم ګوښه کښېنم په چيغو چيغو وژاړمه
چي پلار ناهیلی د ګران زوی له هدیرې روان سي

اوس خو له هغو کلیوالو سره هم ژاړمه
د چا چي نم د پیاز له بویه تر لېمې روان سي

زړګیه زهر په ګبینوکي و دې ته وایي
قاتل چي لاندي د مقتول ترجنازې روان سي

ویاړو به هلته چي زموږ ماشومان دواړه زده کړي
له مکتب راسي او پر لور د مدرسې روان سي

ستا پر تصوير د مستغفر اوښکي هم سوې مٙيني
په تش لیدو څاڅکي تر سترګو دوه او درې روان سي

31/07/2026

حقیقت هيڅ کله د پردې تر شا نه پاتې کيږي.

Qari Mahfooz Hanafi

ورځ تر بلې ارتقا ته خو دې پام دید غازي هېواد ښکلا ته خو دې پام دینن یې توی کړلې خولې، پرون یې وینېد وطن په غم ګدا ته خو ...
31/07/2026

ورځ تر بلې ارتقا ته خو دې پام دی
د غازي هېواد ښکلا ته خو دې پام دی

نن یې توی کړلې خولې، پرون یې وینې
د وطن په غم ګدا ته خو دې پام دی

ورځ په ورځ د ابادۍ په لور روان یو
زغم یې نه‌ لري دنیا ته خو دې پام دی

مینې دار یې کړ بدل په سره انګاره
د منصور د عشق ادا ته خو دې پام دی

څه د ستړي امتحان له سره تېر شوو
د ازاد ژوندون بها ته خو دې پام دی

ربه ساته یې په اور او په اوبو کې
د مظلومې مور دعا ته خو دې پام دی

شنې درې، زمزم اوبه، حماسه یاره
د جنت وطن هوا ته خو دې پام دی

30/07/2026

مينه خپل حد کې ساته
نه شتون یې فقر
زياته يې جنون
خپل حد کې یې سکون

Qari Mahfooz Hanafi

Address

Bostan Kotal E Khairkhana
Kabul
1101

Telephone

+93766504000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ستورو کاروان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to د ستورو کاروان:

Shortcuts

Share