08/07/2026
د سروري طبي کمپلېکس د متخصص ټیم په بېړني اقدام د ماشوم ژوند وژغورل شو
یو ماشوم چې د باقلي او غنمو د دانو د تنفسي لارو کې د بندېدو له امله له شدیدې ساه بندۍ او د اکسیجن د کچې له خطرناک کمښت سره مخ شوی و، سروري طبي کمپلېکس ته تر لېږد وروسته سمدستي د برونکوسکوپي تر بېړني پروسیجر لاندې ونیول شو.
د سروري طبي کمپلېکس متخصص ټیم په بریالیتوب سره د برونکوسکوپي پروسیجر ترسره کړ او د باقلي او غنمو دانې یې په بشپړه توګه د ماشوم له تنفسي لارو وایستلې. له نېکه مرغه، ماشوم اوس په بشپړ ډول ښه روغتیایي وضعیت لري.
پر وخت تشخیص، چټک اقدام او د درملنې د ټیم تخصص، یو ځل بیا د یوه ماشوم ژوند وژغوره.
د اړیکې شمېرې: 0777145050 – 0788783333
پته: د سلیم کاروان څلورلارې او پخوانۍ تایمني څلورلارې ترمنځ، د هوايي پل ترڅنګ، کابل – افغانستان
#برونکوسکوپي #افغانستان
Send a message to learn more