RahmanUllah Offcial

RahmanUllah Offcial Earn money online, YouTube, Facebook, TikTok, Digital Skills, Technology updates, Ai and the latest internet tricks.
(2)

Stay connected with us to learn something new every day!

👍 Like | ➕ Follow | 🔁 Share
👉 https://t.me/rahmanullah_official

06/07/2026

TikTok Shop Complete Course in 2026 | Full Pashto Course for Beginners & Creators

وټساپ د نوي Username فیچر اعلان وکړ!اوس وټساپ پر یوه نوي فیچر کار کوي چې له مخې به کاروونکي وکولای شي د خپل موبایل نمبر ...
30/06/2026

وټساپ د نوي Username فیچر اعلان وکړ!

اوس وټساپ پر یوه نوي فیچر کار کوي چې له مخې به کاروونکي وکولای شي د خپل موبایل نمبر پر ځای د Username له لارې له نورو سره اړیکه ونیسي.

د دې فیچر په فعالېدو سره به:
✅ د خپل شخصي موبایل نمبر شریکولو اړتیا کمه شي.
✅ د محرمیت (Privacy) کچه به نوره هم لوړه شي.
✅ خلک به یوازې ستاسو د Username له لارې تاسو پیدا او اړیکه درسره ونیسي.

اوس مهال دا فیچر د ازموینې (Testing) په پړاو کې دی او ځینې کاروونکي کولای شي خپل Username مخکې له مخکې Reserve کړي. وټساپ ویلي چې د بشپړ فعالېدو سره به ټولو کاروونکو ته دا اسانتیا وړاندې شي.

که دا فیچر عام شي‌ د وټساپ د محرمیت او امنیت لپاره به یو مهم او ګټور بدلون وي.

ماته هم په Business وټساپ کې دا اپشن اضافه شوی خپل Username مې هم جوړ کړ خو تر اوسه لا فعال شوی نه دی وټساپ خبرتیا راکوي چې کله فعال شي.

ستاسو نظر څه دی؟ ایا دا فیچر به د وټساپ کارول لا اسانه او خوندي کړي؟ 👇

24/06/2026

Telegram Channel Monetization Full Review | Collect Rewards & How to Create Telegram Channel

دا هم د ټیک ټاک شاپ عاید دی ما د AI په مرسته د لس ثانیو یوه ویډیو جوړه کړه او پکې مې یو مایکروفون د خرڅلاو لپاره پروموټ ...
23/06/2026

دا هم د ټیک ټاک شاپ عاید دی ما د AI په مرسته د لس ثانیو یوه ویډیو جوړه کړه او پکې مې یو مایکروفون د خرڅلاو لپاره پروموټ کړ‌ د ټیک ټاک شاپ څخه د دې پراډکټ قیمت او کمیشن دواړه کم وو‌خو زما ویډیو 98% فیصده ویوز له UK څخه راغلل پرون نږدې 16 کسانو دغه مایکروفون زما د ویډیو له لارې واخیست او ماته یې شاوخوا 5.69$ ډالر کمیشن راکړ ځکه چې پراډکټ زما د ویډیو له لارې خرڅ شوی و.

ټیک ټاک شاپ کې د AI په مرسته د پراډکټ لپاره سل فیصده به هغه پراډکټ ښودل کیږي ویډیو جوړول او په ټیک ټاک شاپ کې د کار کولو بشپړ معلومات او طریقه به په یوه کورس ویډیو کې شریک کړم پر همدې کورس مې کار روان دی او ټول معلومات به پکې شامل وي ان شاءالله په لنډ وخت کې به چمتو شي ترڅو ژر تر ژره یې بشپړ او خپور کړم.

دا ایمیل چې کله راشي نو رښتیا هم ډېر خوند کوي! 😍همدا اوس ماته هم دغه ایمیل راغی او دې ایمیل باندي هغه کسان ښه پوهېږي چې ...
22/06/2026

دا ایمیل چې کله راشي نو رښتیا هم ډېر خوند کوي! 😍

همدا اوس ماته هم دغه ایمیل راغی او دې ایمیل باندي هغه کسان ښه پوهېږي چې یوټیوب چینل لري او چینل یې مونیټایز شوی وي.

آیا تاسو پوهېږئ چې دا ایمیل د څه لپاره راځي او ولې دومره خوندور وي؟ 🤔

خپل ځواب حتماً په کمېنټ کې ولیکئ! 👇

په فیسبوک کې د Activity Goals هغه هدفونه دي چې تاسو یې هره هفته د خپلې فېسبوک پاڼې یا پروفایل لپاره ټاکلی شئ‌تر څو مو فع...
21/06/2026

په فیسبوک کې د Activity Goals هغه هدفونه دي چې تاسو یې هره هفته د خپلې فېسبوک پاڼې یا پروفایل لپاره ټاکلی شئ‌تر څو مو فعالیت او پایلې لا ښې شي.

✅ پوسټونه (Content):
هره هفته د 1 نه تر 30 پوسټونو کولو هدف ټاکلی شئ منظم پوسټونه ستاسو د پاڼې لیدونکي او فالوورز زیاتوي.

✅ سټورۍ (Stories):
هره هفته د 1 نه تر 30 سټوریو شریکولو هدف ټاکلی شئ سټورۍ ستاسو د لیدونکو دلچسپي او اړیکه ساتي.

✅ د لیدونکو غبرګون (Audience Reception):
دا ښيي چې خلک ستاسو پوسټونه او ریلونه څومره خوښوي څومره وخت یې ګوري، لایک، کمینټ او شریکوي هر څومره چې غبرګون ښه وي هماغومره ستاسو ویوز او فالوورز زیاتېږي.

تاسو کولی شئ دا هدفونه هر وخت بدل کړئ او د Save بټن په کېکاږلو سره یې خوندي کړئ.

د فېسبوک نوی اپډیټ د مونټایزېشن ستر فرصت!سلام دوستانو! ❤️که په وطن کې یاست او که بهر فېسبوک د کریېټرانو لپاره یو نوی او ...
19/06/2026

د فېسبوک نوی اپډیټ د مونټایزېشن ستر فرصت!

سلام دوستانو! ❤️

که په وطن کې یاست او که بهر فېسبوک د کریېټرانو لپاره یو نوی او مهم فرصت راوړی دی. اوس کولای شئ د Content Monetization Challenge له لارې د کنټينټ مونټایزېشن ترلاسه کړئ.

✅ یوازې په 28 ورځو کې 300,000 ویوز ترلاسه کړئ او د کنټينټ مونټایزېشن سټپ ته به دعوت شي یعني اوس فیسبوک د کنټينټ مونیټایزیشن لپاره یو ځانګړی شرط وټاکلو چې هغه یوازي ویوز دي او په یو میاشت کي دغه ویوز هر څوک پوره کولاي شي په آسانی سره!

په یاد ولرئ:

✔️ که په وطن کې ياست کوښښ وکړي لوکیشن لپاره وي پي ان استمعال کړئ.
✔️ هره ورځ منظم پوسټونه وکړئ
✔️ یوازې اصلي (Original) محتوا خپره کړئ
✔️ د کاپي ویډیوګانو او موادو څخه ځان وساتئ
✔️ د فېسبوک قوانین او پالیسۍ مراعات کړئ
✔️ یوه ځانګړې موضوع (Niche) انتخاب کړئ
✔️ د خلکو لپاره ارزښتمن او جالب کانټینټ جوړ کړئ

د همدي چیلینج فعالولو طریقه:

1️⃣ اول خپل فیسبوک پروفایل یا پیج خلاص کړئ
2️⃣دوهم Dashboard ته لاړ شئ
3️⃣دریم Monetize اپشن باندې کلیک وکړئ
4️⃣ څلورم Join Challenge کليک کړئ چیلنج به فعال شي په 28 ورځو کی دری لکه ویوز پوره کړي او کنټنټ مونیټایزیشن به درکړي.

که دوامداره او هوښیار کار وکړئ حتی نوی کریېټر هم کولای شي له فېسبوک څخه ښه عاید ترلاسه کړي.

که تاسو ته هم دا اپشن ښکاره شوی وي سکرین شاټ یې په کمنټ کې شریک کړئ راسره ترڅو یو بل سره ګټورې تجربې او مشورې شریکي کړو اوکه دغه اپشن نه وي درته ښکاره شوي خپل فیسبوک اپلیکشن مو اپډیټ کړي!

همدا نن پیل وکړئ کېدای شي ستاسو د آنلاین عاید سفر له همدې فرصته پیل شي!

عاجل فروش 👇منټایز پیسبوک فیج دخرس لپاره یو ملګري پيج دي هغه لپاره د خرڅ پوسټ کوم پيسو ته یی ضرورت دیافغانی پیج دی ریښتنی...
18/06/2026

عاجل فروش 👇
منټایز پیسبوک فیج دخرس لپاره
یو ملګري پيج دي هغه لپاره د خرڅ پوسټ کوم پيسو ته یی ضرورت دی
افغانی پیج دی ریښتنی فالوورز / 345K
کوالیټي / روغه✅
ریکمانډیشن / روغ✅
اخطار نه لري هرڅه یې په ضمانت
پوسټونه یې وایرل دي هر پوسټ یې وایرل کیږي.
فالورز زيات د افغانستان دی
فول وایرل فیج ده اصلي خریدار دې واتساف ته مسج وکړي! 0778786688

دا ځل یې راته داسې بېکاره ۱۱ ګروپونه راکړي چې یوازې په دوو ګروپونو کې پوسټونه اپرو شوي نورو کې نه! 😅یعنې دا ۵ ډالر یې را...
16/06/2026

دا ځل یې راته داسې بېکاره ۱۱ ګروپونه راکړي چې یوازې په دوو ګروپونو کې پوسټونه اپرو شوي نورو کې نه! 😅

یعنې دا ۵ ډالر یې راباندې نه پېرزو کېږي د دې ګروپونو اډمینان نه غواړي چې زه یې وګټم دی بونس! 😂🤣

📢 د ټیلیګرام د یوزرنیمونو حیرانوونکې بیه!ایا پوهېږئ چې په ټیلیګرام کې ځینې لنډ او ځانګړي یوزرنیمونه په لسګونو زره ډالرو ...
16/06/2026

📢 د ټیلیګرام د یوزرنیمونو حیرانوونکې بیه!

ایا پوهېږئ چې په ټیلیګرام کې ځینې لنډ او ځانګړي یوزرنیمونه په لسګونو زره ډالرو پلورل کېږي؟

د راپور له مخې یوزرنیم د ټیلیګرام بنسټګر Pavel Durov پورې اړه لري او دا یوزرنیم د Fragment پلیټفارم له لارې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۴مه په شاوخوا 20,000 TON (نږدې 33,980 ډالر) اخیستل شوی و.

دا ښيي چې نن سبا ډیجیټلي شتمنۍ لکه ځانګړي یوزرنیمونه، ډومېنونه او NFT ګانې هم د ارزښتناکو پانګونو په توګه ګڼل کېږي. لنډ، یادېدونکي او ځانګړي نومونه د برانډ جوړونې او آنلاین هویت لپاره خورا مهم دي له همدې امله خلک پرې لویې پیسې مصرفوي.

💬 ستاسو په نظر ایا یو یوزرنیم دومره ارزښت لري چې زرګونه ډالر پرې ولګول شي؟

Address

Kabul
EC3N4AB

Telephone

+93778954486

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RahmanUllah Offcial posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share