29/07/2026
حبیب د غاښو کلينيک او امپلانټ سنټر
د عقل غاښ (Wisdom Tooth) ایستل
د عقل غاښونه معمولاً د ۱۷–۲۵ کلنۍ ترمنځ راخېژي. که دا غاښ سم ځای ونه لري یا نیم راووځي، نو لاندې ستونزې رامنځته کولای شي:
✅ شدید درد
✅ د ورۍ پړسوب او انتان
✅ د خولې په پرانیستلو کې ستونزه
✅ د مخ پړسوب
✅ د مخکیني غاښ خرابېدل یا فشار پرې راتلل
که ډاکټر د معاینې او ایکسرې وروسته د ایستلو سپارښتنه وکړي، نو د غاښ ایستل تر ټولو غوره درملنه د او دا غاښونه باید په معیاري کلینیکونو او مسلکي ډاکټرانو ويستل شی
د غاښ له ایستلو وروسته:
تر ۲۴ ساعتونو پورې په زور خوله مه وینځئ.
هغه طرف ته سخت شیان مه ژاړئ.
سګرټ مه څکوئ.
د ډاکټر ورکړل شوي درمل په وخت استعمال کړئ.
که شدید درد، ډېره وینه یا پړسوب دوام وکړي، ژر خپل د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
یادونه: هر عقل غاښ ایستل اړین نه وي؛ یوازې هغه وخت ایستل کېږي چې ستونزه جوړوي یا په راتلونکي کې د ستونزې احتمال ولري.
په درنښت
ډاکټر حبيب..