27/07/2026
مبارک دې وي!
د ایوبي الشفاء طبي کمپلېکس مشرتابه او ټول کارکوونکي، د روغتون برحال ډاکټر صیب نورالحق هڅاند ته د افغانستان د تخصص په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون تدريسي روغتون ته د بریالي کیدو په مناسبت مبارکۍ وایي!
موږ باور لرو چې، ډاکټر صیب نورالحق هڅاند به د تخصص په دې نوي علمي پړاو کې هم د غوره مسلکي اخلاقو، علمي نوښت او اغېزمن خدمت له لارې د خپل مسلک او روغتیايي سکټور په برخه کې د کار وړ بدلونونه رامېنځته کړي.
د ایوبي الشفاء طبي کمپلېکس مشرتابه او ټول کارکوونکي ورته د لا ډېرو علمي بریاوو، روغتیا او دوامدار پرمختګ هیله کوي.