21/07/2020
🍀🌷🌴 🍀🌷🍁 🌸🎄🌷 🍁🍃🌷 🌻🌺
.
د جنس(ښځینه یا نارینه )تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې، چې ورته سیکس کروموزوم ويل کېږي.
کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي چې له یو ځای کېدو څخه يې نوی موجود منځته راځي.
پۀ ښځه او نر کې دا کروموزومونه X او y پۀ نومونو یادېږي پۀ ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، د ښځې دواړو کروموزمونه X او د نارینه هغه يې دواړه د XY په نومونو نومول شویدي.
دنسل منځته راتګ یو حیرانونکي نظام ځکه دی، چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي.
که چیرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شي، دا به د لَوراند خدای ج رحمت ( لور )وي.
که چېرته بیا د پلار Y کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یوځای شي، نو دا به يې نعمت (زوی) وي؛ نو په دې توګه ویلای شو، چې د جنس ۰نجلۍ او هلک ) پۀ ټاکلو او یا منځته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري، نۀ د مور.
که چېرته دچا لور پېدا کېږي، یا يې زوی پېدا کېږي په دې کې دسړي رول تر مېرمنې زیات دی او د ښځې لاس پکې نشته.
یا پۀ بله معنا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې د مور هیڅ ګنا نشته بلګه دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.
څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې د جنس د( نر او ښځې) منځ ته راتګ د پلار لۀ کروموزومو سره تړاو لري.
ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو پۀ لرلو سره دا توان ورکړی، چې د نسل د منځ ته راوړلو وړتیا ولري، او د مځکي پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.
🌻🌷 🎄🌺 🍀🌹 🍀🌻 🌷🎃🌷 🌷🌺🌷
یا رحمن الرحیم لوی ربه!
د کوم چا چې نارینه اولاد نه وي
نېک او نارینه اولاد یې ورته نصیب کړه!
آمین یا رب العالمین
🌻🌷🍀 🍀🌺🎄 🍀🌹🌸 🍀🌴💝