ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک

ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک Medical Specialist and Gastroenterologist
دعمومي داخله او هضمي سیستم دناروغیو کلینیک

ډاکټر محمدایوب هڅاند چې د عمومی داخله او معدې، کولمو په برخه کې یې د پاکستان په لاهور ښار کې دتخصص او ماسټرې تر کچې زده کړې کړیدي اوسمهال په خوست ښار کې خپل شخصي کلینیک لري.

دروند انسان متخصص صیب ډاکټر اشرف ځدران ناروغي انشالله دومره خطرناکه نده وضعیت یې مخ په ښه کیدو دی.هیله ده د صحت لپاره یې...
28/04/2026

دروند انسان متخصص صیب ډاکټر اشرف ځدران ناروغي انشالله دومره خطرناکه نده وضعیت یې مخ په ښه کیدو دی.
هیله ده د صحت لپاره یې ټول دوعاګانې وکړئ!

23/04/2026

په Exit Exam کې د دومره زیات شمېر ډاکټرانو ناکامیدل ستر ظلم دی.
زما دمالوماتو مطابق ازموینه دا ځل ډېره سخته او غیر معیاري وه.مثال یو سوال راغلی وه
When a patient becomes breathlessness in anterior down position is called?
نو که چا خپله سم طب لوستی وي داسې سوال به نکړي جوړ.
د ترکیې هیواد نه فارغ ۱۹۰ کسان ټول ناکامیدل څه مانا؟
ایا د ترکیې پوهنتونونه زمونږ په معیار ندي پوره؟
داسې غیر معیاري ازموینې به مو د ځوانو ډاکټرانو راتلونکي تباه کړی.
همدارنګه به مو صحي سیستم چې له مخکې ډېر خراب دې، نور پسې خراب کړي.

قبض اصلي علاج څه دی؟زیاتې اوبه څښلتار یا فایبر لرونکي خواړه لکه پالک، سابه، ګندانه.میوه جات د پوستکي سره یو ځای.غوښه، ال...
26/03/2026

قبض اصلي علاج څه دی؟
زیاتې اوبه څښل
تار یا فایبر لرونکي خواړه لکه پالک، سابه، ګندانه.
میوه جات د پوستکي سره یو ځای.
غوښه، الوګان او کیله باید کم وخوړل شي.
ورزش هم مهم دی.
که دې سره ښه نشو بیا اسپغول دومداره استعمالوی شئ
همدارنګه نورې دواګانې هم شته حو هغه باید د ډاکټر په مشوره
وخوړل شي. همدارنګه ځیني وخت د قبضیت سبب بله ناروغي وي که پورتني تدابېر نتیجه نه ورکوي بیا هم باید د ډاکټر سره مشوره وشي.

د قبضیت لپاره په دوامدار ډول دSkilax او Bisacodyl ګولیو او  څاڅکو استعمال ددې سبب ګرځي چې ستاسې کولمې پدې دواګانو عادت ش...
25/03/2026

د قبضیت لپاره په دوامدار ډول دSkilax او Bisacodyl ګولیو او څاڅکو استعمال ددې سبب ګرځي چې ستاسې کولمې پدې دواګانو عادت شي، بیا به مو اودس ماتۍ هم په پیسو شي اود پرېښودو په صورت کې به مو قبضیت له پخوا هم زیات شي.

14/11/2025

د شوګر نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي پیعام
WorldDiabeticDay #
دعامه پوهاي په خاطر یې درسره شېر کړئ

10/10/2025

نن د اکتوبر ۱۰ د ذهني روغتیا نړیواله ورځ ده
وایی چې ذهن سالم نه وي جسم به هم سالم نه وي.

‎زمونږ په هیواد کې ډېری خلک له ذهني فشار، خفګان او ستونزو سره مخ دي، خو ډېر خلک خپلې رواني ناروغۍ شرم بولي او توجه هم نه ورته کوي
‎راځئ چې د رواني ناروغیو په اړه له شرم او پټولو ډډه وکړو، یو بل سره خبرې او مرسته وکړو.
‎🕊️ ستاسو ذهن هم ستاسو د بدن په شان پاملرنې ته اړتیا لري
‎له چا سره خبرې وکړئ، استراحت وکړئ، لمونځ وکړئ یا لږ قدم ووهئ!

03/10/2025

د کرکټ هسې هم خوند نشته، ددې په ځای خوب وکړئ او د خوب داهمیت په باره کې زما مخکینی پوسټ ولولئ.

یو بالغ انسان باید په شپه او ورځ کې د ۷-۹ ساعته خوب وکړيکه څوګ له۷ ساعتو کم خوب کوي نو په مختلفو ناروغیو اخته کیدای شي ل...
03/10/2025

یو بالغ انسان باید په شپه او ورځ کې د ۷-۹ ساعته خوب وکړي
که څوګ له۷ ساعتو کم خوب کوي نو په مختلفو ناروغیو اخته کیدای شي لکه: شوګر، د ویني فشار، چاغوالی، دزړه ناروغۍ ، ډېپرشن. همدارنګه دفاعی سیستم او ذهني قوت کمزوري کیږي.
خو ماشومان باید په شپه او ورځ کې له ۹ ساعتو زیات خوب وکړي.

⸻سیماګلوټاید او ټېرزیپاټایډ Semaglutide and Tirzepatideد شکرې او وزن کمولو لپاره یو نوي او انقلابي درمل دغه درمل په اصل ...
19/09/2025



سیماګلوټاید او ټېرزیپاټایډ Semaglutide and Tirzepatideد شکرې او وزن کمولو لپاره یو نوي او انقلابي درمل

دغه درمل په اصل کې دشکر د دویم ډول یا Type 2 Diabetes د درملنې لپاره جوړ شوی. خو وروسته دوزن کمولو په تداوۍ کې په انقلابي درملو واوښتل، اوس هغه ناروغانو ته چې وزن یې زیات وي د شکر تر ناروغانو زیات توصیه کیږي.

✨ ګټې یې:
✅ د شکرې کنټرول کې مرسته کوي
✅ د وزن په تدریجي کمولو کې اغېزمن دی
✅ د زړه ناروغۍ خطر کموي همدارنګه د ګردو کمزوي او دPCOS په نوم مرض چې د ښځینه بې اولادۍ مهم سبب دې، ګټه کوي.
💉 دغه درمل معمولا په اونۍ کې یو ځل په ستنې سره ورکول
کېږي.
دغه درمل پخوا ډېر قیمت وو خو اوس یې قیمت را کم شویدی او د متوسط اقتصاد لرونکي ناروغان یې اخیستلای شي.

هغه ناروغان چې عمر یې د ۶۵کالو څخه زیات وي، سینه بندي ولري یا شکر ولري، نو هر کال د ژمي د شروع څخه مخکې د عیسوی کال لسمه...
17/09/2025

هغه ناروغان چې عمر یې د ۶۵کالو څخه زیات وي، سینه بندي ولري یا شکر ولري، نو هر کال د ژمي د شروع څخه مخکې د عیسوی کال لسمه یا یوولسمه میاشت کې د Influvac Vaccine او هرپنځه کاله بعد د Pneumccocal Vaccine ورته ضروري دي.
نوموړي واکسینونه د سینه بغل چانس راکموي، خصوصا د سینه بندی ناروغانو لپاره مهم دي، چې ناروغ بار، بار د ډاکټر تګ ته نه مجبوریږي.

د ژوند ملګري مې ډاکټر صیب راضیه دتخصص په خروجي ازموینه یا Comprehensive Exam کې دسلو څخه ۹۷نمرو په اخېستو سره کامیابه شو...
24/08/2025

د ژوند ملګري مې ډاکټر صیب راضیه دتخصص په خروجي ازموینه یا Comprehensive Exam کې دسلو څخه ۹۷نمرو په اخېستو سره کامیابه شوه،چې تر اوسه پوري د خوست په سطحه ترټولو لوړې نمرې دي.
دا کامیابي دې ډاکټر صیب راضیه، ما او زمونږ ټولې کورنۍ ته مبارک وي.

Address

High Building Lane, Drive Babri Gull Street
Khost

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:30
Tuesday 08:00 - 18:30
Wednesday 08:00 - 18:30
Thursday 08:00 - 18:30
Saturday 08:00 - 18:30
Sunday 08:00 - 18:30

Telephone

+93700799115

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category