Dr Nasib Rahman mazlomyar

Dr Nasib Rahman mazlomyar Dr: N.R.M

06/09/2026

تر اخیره ولوله ډیر مهم مطلب پکې موجود ده !!".... ژرقضاوت_مه_كوئ....
🙏⬇
يو ډاکټر وروسته له دې چې د یو عاجلي جراحي لپاره وغوښتل شو،په بېړه روغتون ته ننوت. خپل کالي يې بدل کړل او مستقيم د جراحۍ خونې په لورې روان شو.
په 🏠تالار کې د ناروغ هلک پلار سره مخ شو.
د ډاکټر په لېدو سره د ناروغ هلک پلار راغبرګه کړه: «ولې تاسو ډير زيات وخت ونيو ترڅو دلته راشۍ؟ تاسو نه پوهېږئ چې زما د زوی ژوند په خطر کې دی؟ آیا تاسو ددې مسووليت احساس نکوئ؟ "
ډاکټر وخندل او وويل: "زه بخښنه غواړم، زه په روغتون کې نه وم، د خبر له ترلاسه کولو وروسته څومره چې مې ژر کولى شول دلته راغلم ...... او اوس، غواړم چې تاسو کرار شئ ترڅو زه خپل کار وکړم"
د ناروغ هلک پلار غصې سره وويل: که ستا زوى اوس همدلته په دې کوټه کې پروت وى او مړ کيدلى، تاسو به کرار وى!؟
ډاکټر بيا وخندل او په ځواب کې وويل: " په مقدس کتاب کې ويل شوي:" له خاورو څخه پيداشوي يو او خاورو ته به ستنېږو، د الله په نامه. " ډاکټران نه شي کولای چې ژوند اوږد کړي. لاړ شه او د خپل زوی لپار دعا وکړه، موږ به هم د خدای په فضل " کوښښ وکړو ترڅو خپله دنده په ښه توګه ترسره کړو.
د ناروغ هلک پلار په ټيټ اواز وويل "کله چې څوک اندېښمن نه وي مشورې ورکول ورته اسان وي"
له څو ساعتونو جراحي وروسته ډاکټر د جراحي له خونې خوښ را بهر شو کړه يې ، "جزاک الله خير !، ستا زوی وژغورل شو!" او پرته له دې چې د ناروغ د پلار غبرګون وويني په ��خپله لاره روان شو او وويل. "که تاسو کومه پوښتنه لرئ، د نرس څخه ��غوښتنه وکړئ !!"
د ناروغ هلک پلار وويل "ولې دا ډاکټر دومره مغرور دى؟ هغه ولې څو دقيقې انتظار نه باسي چې زما د زوی د حالت په اړه پوښتنه ورڅخه وکړم؟ "
د نرس چې اوښکې يې په مخ راروانې وې، په ژړغوني غږ د ناروغ هلک د پلار په جواب کې وويل: " نن سهار د ډاکټر صيب زوی په يوې ترافيکي پيښه کې مړ شوى، هغه د خپل زوى په ��ښخولو وه کله چې موږ د ستا د زوی د جراحۍ خبر ورکړ. او اوس چې هغه ستا د زوی ژوند وژغوره، هغه په ځغاسته د خپل زوی د ښخولو لپاره لاړ "
(هیڅکله هم بايد په چا دومره ژر قضاوت ونکړو ... .. ځکه مونږ نه پوهيږو، چې د هغه ژوند څه ډول دی او په هغه څه تيريږي.♥

06/09/2026

*د بدن روغتیا یوازې په درملو نه ساتل کیږي ...*

*سالمه غذاء ،*
*منظم ورزش ،*
*کافي خوب ،*
*ذهني آرامتیا ...*
*او مثبت ټولنیز چلند ✔*

*د روغ ژوند اساسي ستنې دي .*

*هر څوک چې د خپل بدن او ذهن ساتنې ته پام وکړي ، د ډېرو ناروغیو له خطر څخه ځان ژغورلی شي .*

05/09/2026
05/04/2026

د یو ۷۸ کلن سړی په سعودي عربستان کې خصوصي روغتون ته هغه مهال یووړل شو چې د ستړیا له امله راپرېوت. هغه د ۲۴ ساعتونو لپاره په مصنوعي اکسیجن وساتل شو او پایېد او الحمد لله، ډېر ژر بېرته ښه شو.

کله چې ډاکټر 👨⚕️ هغه ته د اکسیجن له درکه د ۲،۰۰۰ ریالو بېل ورکړ، سړی په ژړا شو. ډاکټر په نرمه لهجه ورته وویل:
"کاکا مه ژاړه، دا بېل به دې زه پرې کړم".
خو دې بوډا سړي ځواب ورکړ:
"زه د بېل له امله نه ژاړم، زه دا پرې کولی شم.
زه ځکه ژاړم چې اوس پوه شوم، زه د الله ﷻ هوا ۷۸ کاله تنفس کوم او تر اوسه مې یو ریال هم نه دی ورکړی.
که یوازې د ۲۴ ساعتونو اکسیجن بیه ۲،۰۰۰ ریاله وي، نو د ټول عمر د اللهﷻ د نعمتونو قېمت به څومره وي؟"
ددې خبرې په اورېدو هم د ډاکټر سترګې له اوښکو ډکې شوې. 😢
نو ("که تاسو د الله [ﷻ] نعمتونه وشمېرئ، هېڅکله به یې ونه شئ شمېرلی)).

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Nasib Rahman mazlomyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category