29/03/2026
د هوږې په فصل کې یو له هغو ناروغیو څخه چې ډېر زیان اړولی شي د سورخي یا زنګ ناروغي ده. دا یوه قارچي ستونزه ده چې د بوټي پاڼې اغېزمنوي او د هغې طبیعي وده او قوت کمزوری کوي. کله چې دا ناروغي رامنځته شي، د پاڼو پر سطحه وړې نارنجي یا سور رنګه نښې څرګندیږي چې ورو ورو پراخیږي او د پاڼو دواړو خواوو ته خپرېږي. له دې سره پاڼې ژیړې کېږي، خپل شین رنګ له لاسه ورکوي او په تدریج سره وچېږي. دا حالت د دې سبب ګرځي چې بوټی په سمه توګه غذایي مواد تولید نه کړي، چې په پایله کې د بوټي وده ټکنۍ کېږي او حاصل په ښکاره ډول کمیږي. که دا ستونزه پر وخت ونه پېژندل شي او کنټرول نه شي، کولی شي د ټول فصل کیفیت او اندازه دواړه اغېزمن کړي. که تاسو په خپلو کروندو کې داسې بدلونونه وینئ، نو دا ښایي د همدې ناروغۍ نښه وي او باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي
د پوره درملنې لپاره تر ټولو غوره درمل (فیضي کیپټن وکاروئ او تکرار یې 6 ورځې پس ختمآ وکړئ تر څو ناروغي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي