06/06/2026
🤲 إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ 🤲
په ډېرې خواشينۍ سره مو د خوست ولايت د داخله ناروغيو د تکړه او بااخلاقه متخصص ډاکټر صاحب د وفات خبر ترلاسه کړ. نوموړي د يوې بد مرغه ناروغۍ سره تر مبارزې وروسته له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د زاهد د عصبي جراحي اختصاصي روغتون مشرتابه او ټول کارکوونکي د مرحوم له درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او طبي ټولنې سره په دې ستر غم کې ځانونه شريک ګڼي. الله تعالی دې مرحوم ته د خپل رحمت په سيوري کې ځای ورکړي، جنت الفردوس يي په نصيب کړې
کورنۍ ته دې الله ج جميل صبر او اجرونه ورپه برخه کړي.
روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې.