10/09/2026
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لهٔ لوری د کتاب او مطالعې فرهنک د ترویج او د زدهکوونکو او د علم مینهوالو د مطالعې هڅونې پهٔ موخه یو ارزښتمن او د ستاینې وړ فرهنگي نوښت دی.
#قادري انستیتیوت د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه فرهنگي گام ستایي او د کتاب لوستنې، مطالعې او علمي فرهنگ د پیاوړتیا پهٔ برخه کې یې د پام وړ اقدام بولي.
#قادري انستیتیوت هیله لري، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لهٔ لوري به پهٔ راتلونکې کې هم د کتاب، مطالعې، زدهکړې او فرهنگي ودې د پیاوړتیا پهٔ برخه کې دېته ورته نور ارزښتمن او اغېزمن پروگرامونه ترسره شي.
#یادونه: نن پنجشنبه، د دغه درې ورځني کتابتون وروستۍ ورځ ده. که مو لا هم گډون نهٔ وي کړئ، نو نن هم فرصت شته، چې د خپلې خوښې کتابونو اخېستو کې د ۳۰ سلنې تخفیف تر څنگ به د کتابونو لهٔ نندارې او د زدهکوونکو لهٔ پراخې علاقې او گډون څخه برخمن شئ.
C