27/07/2026
🎓 د سالارزي طبي لابراتوار د رهبري له خوا خپلو دوو ګرانو همکارانو ته د فراغت مبارکي! 🌹
نن زموږ لپاره د خوښۍ او ویاړ ورځ ده. زموږ دوه زحمتکښ، بااخلاقه او ژمن همکاران د خپلو لوړو زدهکړو له سفره په بریالیتوب فارغ شول.
ستاسو دا بریا یوازې ستاسو د کورنیو نه، بلکې د سالارزي طبي لابراتوار د ټولې کورنۍ لپاره هم د ویاړ ځای دی. ستاسو د هڅو، صداقت او نه ستړې کېدونکو کوښښونو ستاینه کوو.
الله تعالی دې تاسو ته په راتلونکي ژوند کې لا زیات علم، بریا، عزت او خدمت نصیب کړي، ترڅو خپل وطن او ولس ته لا غوره خدمت وکړئ.
د فراغت مو زر ځله مبارک شه! 🌹🎉