Barak Dental Clinic

Barak Dental Clinic روغتیا شتمنی ده ـ صحت ثروت دی.

09/11/2025
09/08/2024

غاښ تعريف:
غاښ د سپين رنګه کلکو مقاومو انساجو څخه عبارت دى کوم چى الويول هډوکى په ساکت کى نصب شوى دى.
خولى جوف ته په طبعى ژبه کى oral cavity وايې ، هر انسان لرونکى د دوه ژامو دى. پاس ژامى ته aupper jaw او لاندى ژامى ته lower iaw وايې چى د پاس ژامى لپاره د maxilla کلمه استعماليږى او لاندى ژامى لپاره د mandibulla کلمه استعماليږى.

د تولد په وخت کى د خولى په جوف کى هيڅ کوم غاښ شتون نلرى ، خو وخت په تيريدو سره په مختلفو مرحلو کی مختلف غاښونه eruption يا خروج کوى .

په عمومى ډول غاښونه په دوه برخو ويشل شوى دى
لمړى primary tooth يا شيرى غاښونه
دويم adult tooth دايمى غاښونه .

کوچنيانو غاښونه عموما 20 دانى دى ، لس په پاس ژامه کى او لس په لاندى ژامه کى دى .
شيرى غاښونه په 6 مياشتنى کى په خروج پيل کوى چه تر درى کلنى پوری بشپړ کيږى يعنى 7 کلنى پورى باقى پاتى کيږى او د 7 کلنى وروسته دايمى غاښونه خروج کوى او شيرى غاښونه تول غورځيږى.

دايمى غاښونه يا Adult Tooth دايمى غاښونه تول 32 دانى دى 16 په پاس ژامه کى او 16 په لاندى ژامه کى دى.
دايمى غاښونو 7 کلنى نه تر 14 کلنى پورى خروج کوى عقل دندان ( اخير مولر ) يا دريم مولر د 17 نه شروع ان تر 30 کلنى پورى خروج کوى.

د ماشومانو غاښونه په درى ډوله دى:
1_Molar
2_Canine
3_Incisors
ماشومان پريمولر غاښونه نلرى.

دايمى غاښونه په څلور ډوله دى:
1_Incsors
2_Canine
3_Premolar
4_Molar
اناتومى له نظره غاښ درى برخو څخه جوړ دى:
1_Crown
2_Neck
3_Root
هستولوژي ساختمان له نظره په څلور ډٶله دى:
1_Enamel
2_Dentin
3_Pulp
4_Cement
د غاښونو سطحى هر غاښ پينځه سطحى لرى:
1_buccal surface
2_lingual surface
3_occlusal surface
4_incisial surface
5_platinal surface

غاښونه کسپونه لرى چه د غاښ راوتلى برخى ته کسف ويل کيږى.
قدامى کسف نلرى کانين يو يو کاسف لرى پريمولرى دوه دوه کسفونه لرى پاس ژامى او لاندى ژامى فرق کوى پاس ژامى مولرونه څلور څلور کسفونه لرى او لاندى ژامى مولرونه 5 کسفونه لرى.

❗️غاښونه دوه ډوله انساج لرى:
1 سخت انساج او 2 نرم انساج

سخت انساج 1Enamel 2_Dentin 3_Cement
نرم انساج 1 pulp دى

❗️د غاښونو دندى:
1_ د ښکلا له نظره ډير د اهميت وړ دى.
2_ د خبرو کولو دنده په غاړه لرى.
3_ دنده ژولو دنده په غاړه لرى.

❗️د غاښونو د خرابيدو عوامل څه شى دى؟
1_ نشه يې توکى. .
2_ قندى مواد .
3_ الکول او مشروبات
4_ عمر
5_ ارثيت دى
6_ ضربى
او داسى نور

❗️د خولى او غاښونو د حفظ الصحى نه مراعتول کومى ناخوالى رامنځته کوى؟
1_ ستونى امراض
2_ د وريو التهابات
3_ تنفسى ستونزى
4_ د خولى سرطان
5_ د غاښونو رژيدل ماتيدل او تويدنه
او داسى نور

❗️څه ډول د غاښونو له خرابېدو مخنيوى کوى شوو؟
لمړى تر ټولو مهمه خبره د خولى حفظ الصحى لپاره د غاښونو برش او کريم استعمال دى دوه وخته
دوهم مسوک استعمال دى
درېمه خبره په زياته اندازه د پاکو اوبو استعمال دى څلورم dental floss استعمال دى يا د غاښونو تار
پينځمه د زياتو قندى موادو څخه ډډه کول
شپږم سهار لخوا يو ګيلاس شيدو څښل
اووم د ليمو او ګرمو اوبو په واسطه غړه غړه کول

❗️د غاښونو پياوړتيا لپاره صحى خواړه:
1_ کلسيم:
دا د غاښونو اصلى برخه ده نو له همدى امله کليسم خورا اړين دى کليسم په زياته برخه په لاندى محصولاتو کى موندل کيږى شيدو کى لوبيا بادامو کى شاتو کى انګور کى سبزيجاتو کى او ميوو کى او داسى نور
2_ ويټامين ډي:
ډير ٶيټامين په جګر او کب کى موندل کيږى .
3_ فاسفورس:
زيات په شنه مڼه کى غوښه کى کى جيګر کى او داسى نور.
4_ فلواريډ:
مونږ په دوه طريقو اخلو اول د خولى له لارى دويم په دواګانو کى راځي مثال کريمونو کى او داسى نور فلورايد زيات په اوبوکی ، په ونو کى، پاڼو کى، ميوو کى، سبزيجاتو کى او مصالحو کى موندل کیږی.

د غاښو کاریس یا بوسیدګی یا Dental caresد غاښونو کاریس  د غاښونو په طب کې یو مهم مرض کڼل کیږې او په نړۍ کې تر تولو دیره ا...
02/08/2023

د غاښو کاریس یا بوسیدګی یا Dental cares
د غاښونو کاریس د غاښونو په طب کې یو مهم مرض کڼل کیږې او په نړۍ کې تر تولو دیره اخته لرونکي ناروغي ده ځنې خوش قسمته انسانان ترې سالم وی
او نور ټوله په دی ناروغی اخته کیږی دکاریس د منځ راتلولو له امله تر ټولو بد او
کړونکی شدید درد وی.دا درد په ټولیز ړول دcavity د رامنځ کیدو وروسته پیدا کیږی درد ښایی د ړیر یخ ړیر تود یاخواږه شی د خوړلووروسته رامنځ ته شی
دغاښو خرابیدل یاDental ccares پۍژندنه
اګر چی caresلپاره ړیر تعریفونه سوی دی چی ټوله یو مفهوم دی
چی کاریس یو میکروبی مرض دی، چی په هغه کی د غاښونو سخت انساج له منځه ځی او Demineralization کیږی، یا د غاښ د سختو انساجو Enamal and Dentin تخریب ته کاریس ویل کیږی،
هم دارنګه د غاښ کاریس ته په فاسده کلیمه هم ویلی شوو چی عبارت لهRotten Decay د تغزیی تاثیرات د کاریس په تولید کی په لاندی ړول مطالعه کو
۱دغذا ترکیب ۲ د غذا برابرول ۳ د غزا ړول
هغه غذا ګانی چی خوړل کیږی باید سالم وی
هغه غزاګانو خوړل چی زیات مقدار سره کاربوهایدریت carbo hydrate لری
د کاریس په منځ ته راتللو کی مهم رول لری چی ابته کیمیاوی تعملات د قندی او
نشایستوی موادو خوړلو په وخت کی منځ ته را

د کاریس دولونهkinds of Dental cares په عمومی ړول کاریس په۲ړوله دی
Complicated cares
uncamplicate

ه complcated cares یا اخطلاطی کاریس په دوه ړوله دی
1 acute
2 chronic
ه chronic په دوه ړوله د
1.Gangrenous pulpitis
2 gangrenloma pulpitis
ه gangrenous pulpitis په څور ړوله دی
1 pulpitis gangrenous A open
2 pulpitis gangrenous A close
3 pulpitis gagrenous A partial
4 pulputis gangrenou total.
ه pulpitis gangrenloma په دوه ړوله ده
1 pulp pulip
2 gingval pulip

دکاریس ایتالوجی etiology of care

دکاریس لپاره مختلف نظرونه موجود دی چی ځینی یی غیری حقیقی دی
د کاریس چینجی worm theory سومری تاریخ دغاښ د هغه چینجی چی وینه چښونکی دی

د مزاج تیوری یا humors theory پخوانی یونیانو د ټولو امراض خصوصا
کاریس لامل مزاج کڼلی وو
ه vital theory دغه تیوری ۱۸ قرن کی منځته راغلی په دی تیوری کی دغاښ دکاریس لامل په خپله غاښ ښودل شوی دی
ه chamical theoryپه کال ۱۸۱۹ کی بیان شوی په هغی یو تعداد اسیدونه د کاریس لامل ګڼل شوی دی لکه sulphoric Acidاو citric Acid

ه filamentous theory په کال ۱۸۴۳ کی بیان شوی دی چی په هغی کی دغاښ د کاریس لامل یو تعداد filamentous مایکروار ګانیزمونه ګڼل شوی
Rcidogenic or chemo parasitic theory
ددی تیوری دمخی ړد غاښ کاریس هغه اسیدونو پواسطه چی د خولی مایکرو اورګانیزم د کاربوهایدریت د خمیر څخه تولیدوی. منځ ته راځی چی نوموړی اسیدونه ابتدا کی چی کو تیزابونه د کاریس سبب ګرځی عبارت دی له
Lactic Acid. Formic Acid. Pyrovic Acid.اوbutyric Acid

چی ددی ټولو په منځ کی lactic Acid دیر مهم رول لری دlactic Acid مقدا او نوع د مایکرو ارګانیزم پوری اړه لری

ه proteolytic theory دغه تیوری د gottlib لخوا په کال ۱۹۴۴ مطرح شوو
چی تر اوس هم یو قوی تیوری د غاښونو د کاریس له نظره ددی ددی تیوری د مخی د باکتریاګانو پروتیولاتیک انزیمونه enamal surface فروتینونه چی خپل
وزن دمخی د enamal یو فیصده وزن جوړه وی او د یو ظرفی شبکی په ړول enamal surface پوښی دغه پوښ د کریستال اپاتیک په شکل وی. له منځ وړی دغه انزیم ددی باعث ګرځی .چی د کریستال اپاتیک استحکام او د enamal t نسج له منځه وړی

د غاښ پکاریس کی لومړی فکتورونه
اول د میزبان فکتور لکه لاړی
دوهم د مایکرو فلورافکتور لکه انتان
۳ دغزایی رژیم فکتور لکه carbo hydrate
د میزبان فکتورونه
غاښ د څو نقطو د نظره د کاریس سره ارتباط لری
۱ دغاښ ترکیب د غاښ د تشکیل دوره کیدای شی په دری مرحلو وویشو
۱د matrix دشکل اخستنی دوره
۲دراختلو مخ کی تکامل
۳ ه matrix. Calcification.
هغه مراحل چی په پورته ذکرشوی مراحلو کی مشکل رامنځ ته کولای شی
چی غاښ د ترکیب او ساختمان له نظره تغیر کړی او کاریس ته یی مساعد کړی
د بیلګی په دول سمتیک امراض چی د کلسیم. ویټامینD.د matrix دشکل اخیستی او د فارسفورس کمبود رامنځ ته کړی .د غاښ د hypo calcification
سبب ګرځی
علاوه دی شواهدو ښودلی ده enamal outer surfac و داخلی برخی ته دیره دکاریس په مقابل کی مقاړمه ده داځکه چی دا دوواړه اړخونه د ترکیب په لحاظ
متفاوت دی.د غاښ بهرنی برخه دیره غیری عضوی مواد لکه. کلورایړ فلورایړ جست. اوسپه اوسرب لری اوبه دیری کمی لری. حال دا چی د غاښ داخلی یا Dentin دیر کاربونایت او مګنیزم لری او هم دارنګه دغاښ خارجی برخه کم کابن لری او
درسیدو په مقابل کی مقاومه ده.

Address

Lashkar Gah

Telephone

+93703101916

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Barak Dental Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Barak Dental Clinic:

Shortcuts

Share

Category