07/07/2021
د پزې څخه د وینې راتلل يا (Epistaxis):
پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د هوا مرطوب او معتدل ساتل دې،نو ځکه په زیاته اندازه د وینې څخه برخمنه ده.
د پزې څخه د وینې راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کې زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کې وینه په خپله بندیږي خو داچې دپزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزې وینه په ډیر لنډ وخت کې خطرناک واقع کیداي شي
د پزې څخه د وینې راتلوعلتونه:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږي یو هغه چې په پزې پورې اړوند دي او بل عمومي علتونه
په پزې پورې اړوند علتونه:
۱- د پزې التهاب (Infection)
۲- د پزې ضربه یا لګیدل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوې علتونه (Idiopathic)
۴- د پزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کې د خارجي څیز موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرې عادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزې سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چې د وینې د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)
درملنه او بیړني مرسته:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،که چیرې مو پزه وینې شوه نو ژر تر ژره باید نږدې روغتون ته ځان ورسوئ، ترڅو علت یې معلوم او دقیق علاج یی وشي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندې نقاطو باندې عمل وشي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزې لاندې حصه کومه چې د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر روغتون پورې تر رسیدو تر وخته) ټینګه ونیسئ.
۲- سر په ځمکه مه ږدئ، ځکه پدې سره د سر طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه مخ طرف ته کوږ کړئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کړئ، ترڅو د مخ په حصه کې د وینې رګونه تنګ او د وینې جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لارې توف کړئ.
۵- کله چې وینه ودریږي نو د پزې د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.
۶- نږدې روغتون ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یې معلوم شی.سوله خوستی