27/05/2026
د لوی اختر د مبارکۍ پيغام!
د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د دُراني کلینیک رهبري درنو هلمندوالو، هيوادوالو، خپلو کارمندانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوي.
خدای تعالی مو عبادتونه، دعاګاني او قربانۍ په خپل لوی دربار کي قبول او مقبول وګرځوه.
دُرانی معالجوي کلینیک به د اختر په مبارکو ورځو او شپو کي هم د خپلو درنو هيوادوالو لپاره خپلي روغتيايي چوپړتیاوي وړاندې کوي.
په درنښت
د دُراني کلینیک اداره