طب پوهنځی - بست پوهنتون

طب پوهنځی - بست پوهنتون په ۱۳۹۳ لمریز کال کي فعاليت يې پيل کړ او (۲۵۲) تنه د معالجوی طب په څانګه کي فارغین ور کړی دي.

د طب پوهنځی پیژندنه:

د بُست پوهنتون د طب پوهنځۍ په (۱۳۹۳) هـ ش کال کي په خپل اکاډمیـک فعالیت پیـل کـړی دی او فعلاً (۹۵۸) تنه محصلین لري چـی (۷۴۹) تنه یې نارینه او (۲۰۹) یې ښځینه دي او همدارنګه د نوموړو محصلـینو تدریـسي او عملــي چــاري د (۴۸) تنو متخصصینو، ماسټرانو او لیسانس استادانو لخوا مخته وړل کېږي.

پوهنځی تر اوسه يې درې دورې (۲۵۲) تنه د معالجوی طب په څانګه کي فارغین ور کړی دي چي (۱۹

۸) تنه نارینه او (۵۴) تنه یی انجوني دي.

طب پوهنځۍ د معالجوی طب دیپارتمنت په څنګ کي درې مرسته کونکي: پاراکلینیک، داخله او جراحي ډیپارټمنټونه لـري. د پاراکلینک او کلینــیک دورې محصلیــنو د عملــي کار لپاره د فزیالوژي، فزیک، کیمیا، بیوشمــي او هـــستوپتالوژۍ لابراتوارونه، کمپیوټر لــــب او مجهز کادري روغـــتون شتون لري.

د کلینیک دورې د محصلینو د عملي کار او ستاژ لپاره د عمومي داخله، عمومي جراحي، اورتوپـــیډي، ENT(د غوږ، پزي او ستوني)، جلدي، اطفالو، عصبي، عقلي، نسايي- ولادي، د سترګو د ناروغیو فعالي څانګــي او مجهز کادري روغتون موجود دي او په روغتون کي د ناروغیو د ښه تشخیص او درملني په هدف مجــهز طبي لابراتـــوار، د ویــني بانک ، سونوګـرافي ، راډیــوګرافي ، مجهزه عملیات خونه او فیزیوتراپي موجــود دي او په یادو څانګــو کي متخصــص او معالج ډاکتران د ناروغانو د معالجي په برخه کي او اړین تعدادمسلکي کسان د نرسینـګ او لابراتــوار په برخـه کـي ټولـــو هیوادوالــو ته د درملو پرته ټــول خــدمات وړیا وړاندي کوي او هـــره ورځ په منځـــــنۍ ډول د (250) تنو په شا وخوا کي ناروغان د روغتون د ټولو پورته یاد سوو خدماتو څخه په وړیا توګه ګټه اخلي.

د طب پوهنځي لیرلید (Vision ):

د بست پوهنتون طب پوهنځۍ غواړي، چي په نژدې راتلونکي کي د
طبي معاصرو علمي څېړنیزو معیارونو پر بنسټ د طبي علمي څېړنو او مخکښه طبي کادرونو په وړاندي کولو سره د جنوب لوېدیځي حوزې او هیواد په کچه د طب مخکښه پوهنځۍ وګرځي.

د طب پوهنځي ماموریت (Mission):

د بُست پوهنتون طب پوهنځۍ د عصري او معیاري طبي تدریسي او عملي امکاناتو په برابرولو سره ټولني ته د عصر د غوښتنو مطابق په تیوریکي او عملي مهارتونو سنبال باظرفیته فارغان او معیاري علمي څېړني وړاندي کړي تر څو په دې برخه کي ټولني ته د ریښتیني خدمت مصدر وګرځي.

د ۱۴۰۵ کال خزانی کانکور نوم لیکنه خبرتیا!بُست پوهنتون د اړينو امکاناتو، منظم درسي چاپيريال، مسلکي استادانو، مجهزو درسي ټ...
16/07/2026

د ۱۴۰۵ کال خزانی کانکور نوم لیکنه خبرتیا!

بُست پوهنتون د اړينو امکاناتو، منظم درسي چاپيريال، مسلکي استادانو، مجهزو درسي ټولګيو، لابراتوارونو، فزیکي او بريښنايي کتابتونونو، کمپيوټر ليب، نيټ کيفې، مجهز تدريسي روغتون، پراخه وړيا پارکينګ په لرلو او د ظرفيت لوړوني د تقويتي پروګرامونو په لاره اچولو سره تاسو ته د باکيفيته زده کړو تضمين وړاندې کوي.

راځئ همدا نن نوم ليکنه وکړی او خپلو هيلو ته يو ګام وړاندې ور واخلی.

عمومي کانکور: ۱۴۰۵/۰۵/۲۲
متفرقه کانکور: ۱۴۰۵/۰۶/۰۵

د يوې تحصيلي دورې پای؛د بست پوهنتون طب پوهنځی د دوولسم سمستر محصلانو خپله نظري دوره په برياليتوب سره بشپړه او ستاژ به له...
07/07/2026

د يوې تحصيلي دورې پای؛
د بست پوهنتون طب پوهنځی د دوولسم سمستر محصلانو خپله نظري دوره په برياليتوب سره بشپړه او ستاژ به له چمتوالي سره پيل کړي.
د بست پوهنتون اداره ګرانو ډاکټر صاحبانو ته مبارکي وايي او په ژوند کي د لا برياليتوب هيله ورته کوي.

د وینې ورکولو نړیواله ورځ (World Blood Donor Day) ولمانځل سوه.د بُست پوهنتون د طب پوهنځی له لوري د عامه پوهاوي او د ټولن...
14/06/2026

د وینې ورکولو نړیواله ورځ (World Blood Donor Day) ولمانځل سوه.

د بُست پوهنتون د طب پوهنځی له لوري د عامه پوهاوي او د ټولنې د روغتیايي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د جون ۱۴ مه د ويني ورکولو نړیواله ورځ په یو علمي سيمینار سره ولمانځل سوه.

ياد سيمينار د طب پوهنځی د استاد ډاکټر سید فاروق سادات لخوا د یادې ورځې په مناسبت وړاندي سو، چي پکښې د وینې ورکولو پر ارزښت، د وینې د انتقال اهمیت، د وینې د کموالي ستونزې، د وینې د خوندي ذخیرې پر اړتیا، د بېړنیو حالاتو او جراحي پېښو پر مهال د وینې د موجودیت پر حیاتي رول په هر اړخيز ډول معلومات وړاندې سول. همدا راز د وینې ورکول یوازې یو طبي عمل نه؛ بلکې یو انساني، اخلاقي او بشري مسؤلیت هم دی چي هغه د یو انسان د ژوند ژغورل دي. همدارنګه محصلینو ته د وینې ورکولو شرایط، د وینې د مختلفو ګروپونو اهمیت، د وینې ورکولو روغتیايي ګټې، او د رضاکارانه وینې ورکولو د کلتور د ترویج پر اړتيا خبرې وسوې.

د سيمینار ګډونوالو د دې ورځې د ارزښت په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د وینې ورکولو د کلتور د عامولو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په برخه کې به خپله فعاله ونډه اخلي.

هير دي نه وي چي طب پوهنځی تر دي وړاندي نوري بيلا بيلي نړیوالي ورځي لمانځلي دي.

د ( تنباکو ضد نړیواله ورځ) ولمانځل سوه.نن د بُست پوهنتون طب پوهنځی له لوري د می ۳۱ مه د تنباکو ضد نړیواله ورځ د یو علمي ...
31/05/2026

د ( تنباکو ضد نړیواله ورځ) ولمانځل سوه.

نن د بُست پوهنتون طب پوهنځی له لوري د می ۳۱ مه د تنباکو ضد نړیواله ورځ د یو علمي سيمینار په ترڅ کي ولمانځل سوه.

په یاد غونډه کي د طب پوهنځی رئيس، استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.

سيمینار د طب پوهنځی د استاد صديق الله ژمن له لوري وړاندې سو، چي پکښې د تنباکو او سګرټ څکولو د ناوړه اغېزو، د سږو او زړه ناروغۍ، سرطانونو، د تنباکو پر استعمال، ټولنیزو، اقتصادي زیانونو او مخنیوي لارو چارو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې سوه.

دا چي تنباکو هر کال د میلیونونو انسانانو د مړینې لامل ګرځي او د روغتیايي ستونزو د زیاتوالي مهم عامل ګڼل کېږي، ځوانان وهڅول سوه چی د تنباکو له استعمال څخه ځانونه وساتي او د سالم ژوند لار غوره کړي.

ديادوني وړ ده، چي طب پوهنځی تر دي وړاندي د روغتيا نړيواله ورځ هم لمانځلي وه.
No To***co Day

د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د محصلانو ترمنځ علمي سیالي ترسره سوهنن د یاد پوهنتون د معالجوي طب پوهنځی د پنځم سمستر د دوو ټ...
14/05/2026

د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د محصلانو ترمنځ علمي سیالي ترسره سوه

نن د یاد پوهنتون د معالجوي طب پوهنځی د پنځم سمستر د دوو ټولګیو ترمنځ د محصلانو د علمي ظرفیت لوړوني او سالمي سیالۍ د پیاوړتیا په موخه علمي سیالي ترسره سوه.

په یادي سیالۍ کي د طب پوهنځی استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.

دغه علمي پروګرام د فزیولوژۍ مضمون اړوند جوړ سوی وو، چي د پنځم سمستر محصلانو ته د محترم استاد ډاکټر سید بسم الله سجادي له لوري تدریسېږي.

د سیالۍ موخه د محصلانو علمي وړتیاوو ته وده ورکول، د زده‌کړي روحیه پیاوړې کول او د ګډ کار فرهنګ پراخول وو.

د پروګرام په پای کي بریالي ټولګي ته د هڅوني په موخه ډالۍ هم ورکړل سوې او د ګډونوالو له لوري د ورته علمي فعالیتونو د دوام غوښتنه وسوه.

د یادونې وړ ده چي د دغي علمي سیالۍ د تنظیم او همغږۍ چاري د طب پوهنځی د فرهنګي کمېټې له لوري ترسره سوې.

04/05/2026

د علمي ویاړونو په دوام؛

څرنګه چي علمي څېړني د‌نننۍ زماني له بنسټيزو اړتياوو او پر مختګ له عمده فکتورونو ګنل کيږي، بست پوهنتون په دي برخه کي تل هڅه کوي چي نوي څیړنو ته زمينه برابر کړي.
په ویاړ سره چي د طب پوهنځی د تکړه او بااستعداده رئيس پوهنيار ډاکټر ذبیح الله انوري د
“Assessment of Patient Satisfaction with TB Care Services in Southern Afghanistan"
تر عنوان لاندي څېړنیزه مقاله په معتبر نړيوال ژورنال Dovepress کي خپره سوه.

کولای سی چي یاده مقاله له لاندي لینک څخه ډاونلوډ او ترلاسه کړی.
https://doi.org/10.2147/PPA.S602353

03/05/2026

مقالو غوښتلو خبرتیا!

بُست علمي او څېړنیزه مجله چي د طبي او ساینسي علومو په برخه کي فعالیت لري، د ۱۴۰۵ کال د پنځم ټوک لومړۍ ګڼي لپاره له درنو لیکوالو، څېړنکو، استادانو او څېړنو له مينوالو څخه د علمي او څېړنیزو مقالو غوښته کوي، چي کولای سي په لاندي څانګو کي خپلي علمي او څېړنیزي مقالې را ولېږي.

معالجوي طب: (کلینیک او پارا کلینیک)
اقتصاد: (سوداګرۍ اداره او مالي او بانکي)
کمپيوټر ساینس: (معلوماتي ټکنالوژي او سافټویر انجنیري)

یادونه: بُست علمي او څېړنیزه مجله په کال کي دوې ګڼي خپریږي، درانه لیکوالان کولای سي پر لاندي برېښنالیک خپلي علمي مقالې را ولېږي.
✉ برېښنالیک: [email protected]
0702300728واټساپ: ✆

26/04/2026
د روغتیا نړیواله ورځ و لمانځل سوه.نن سه شنبه د بست پوهنتون طب پوهنځی د اپریل ٧مه چي د روغتیا نړیوالي ورځي په نامه نومول ...
07/04/2026

د روغتیا نړیواله ورځ و لمانځل سوه.

نن سه شنبه د بست پوهنتون طب پوهنځی د اپریل ٧مه چي د روغتیا نړیوالي ورځي په نامه نومول سوې ده، د یو سيمينار په ترڅ کي ولمانځل.

یاد سیمینار کي د طب پوهنځی رهبرۍ، کارمندانو، استادانو او محصلانو برخه اخیسې وه.

سیمینار د طب پوهنځی د استاد ښاغلي ډاکټر فرید احمد سیرت لخوا وړاندي سو، چي د روغتیا اړوند پر مهمو موضوعاتو لکه د عامي روغتیا پر ارزښت، د ناروغیو د مخنیوي او د سالم ژوند د لارو چارو په اړه پراخ او هر اړخیز معلومات وړاندي سول او همداراز ګډونوالو ته د روغتیا ساتني په تړاوو مهمي لارښوونې وسوې او په وروستیو کي د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وویل سول.

د يادوني وړ ده، چي طب پوهنځی تر دي وړاندي بيلا بيلي هغه ورځي چي روغتیا او ناروغیو سره تړلي وې لمانځلي دي.

Address

Bost University
Lashkar Gah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طب پوهنځی - بست پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to طب پوهنځی - بست پوهنتون:

Shortcuts

Share