25/05/2026
ځان ساتنه
خبرداری!!!
کانګو یا CCHF(Cremian Congo Hemorrhagic Fever)
دا چې لوی اختر په را رسیدو دې او الحمد لله مونږ ټول مسلمانان یو او په دې اختر کې یو ابراهیمی سنت پر ځاې کول دي چې هغه قرباني ده.
مګر د انسان د پیدایښت سره الله تعالی ځمکې ته مکروبونه هم خلق کړي.
دغه مکروبونه مختلف ډولونه لري او د انتقال مختلفی لارې او وسیلې لري.
چې یو شمیر مکروبونه د وایرس په نوم یادیږي ،چې متاسفانه ډیرو وایرسونو ته تر اوسه درمل هم نه دي جوړ شوي چې دغه خاص وایرس له منځه یوسي .
یوه ددغو ناروغیو کانګو یا CCHF ده چې د وایرس په واسطه رامنځته کیږي،او انتخابي درمل هم په وصفي شکل نه لري.
دغه ذکر شوی ناروغي یوه خطر ناکه،وژونکی او وینه تویوونکي ناروغي ده.
ددې ناروغې انتقال اکثرآ د حیواناتو څخه انسانانو ته کیږي د حیواناتو د کنی په واسطه او یا مستقیمآ د وینی سره د انسان ارتباط او یا له ناروغ شخص څخه نورو ته کیږي.
نو باید د قربانی په جریان کې تر اعظمي حده ځانونه له دې وژونکې ناروغې څخه د حفظ الصحوي وسایلو په واسطه وساتو او که مال دغه کنه لري نویوه ورځ مخکې یې دوا پاشي کړو چې له منځه لاړ شي.
او که خدای مه کړه له قربانی وروسته یو شخص ته دوامداره شدیده تبه،کسالت،بې اشتهایې،د ګیډی درد،د ځان درد،له مختلفو برخو د وینی راتلل(له پزی،خولی،ادرار سره....) او یا په جلد کی د تورو او سرو نښو راښکاره کیدل رامنځته شي .
نو هر څه ژر په ولایت یا مرکز کې انتاني وارد یا روغتونونو ته مراجعه وکړې چې تر څو له دې وژونکې او ساري ناروغې په وخت معالجه شې او نور خلک له تاسو اخته نه شي.