Dr Abdul Aziz Azizi

Dr Abdul Aziz Azizi I want to provide medical information to my compatriots through this page and help them in case of medical problems.

دحیض په دوران کی دج**ع اضرار:1- دحیض په دروان کی ج**ع داسلام له نظره،په کوم شی کی چی دانسان لپار ضرر وی الله تعالی دهغی ...
27/10/2021

دحیض په دوران کی دج**ع اضرار:

1- دحیض په دروان کی ج**ع داسلام له نظره،
په کوم شی کی چی دانسان لپار ضرر وی الله تعالی دهغی نه منع کړی ده او په کوم شی کی چی فائده وی نو الله تعالی پری امر کړی دی دحیض په دوران کی ج**ع ډیر ضررونه لری چی ډاکټرانو ته یی تراوسه پوره معلومات نشته خو الله تعالی ترینه خپل بندګان منع کړی دی الله تعالی فرمای:( وَيَسْأَلونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذىً فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ) البقرة / 222
ژباړه: تپوس کوی له تانه ای پیغمبره په باره دحیض کی، ته ورته جواب کی وایه حیض یو مرض دی پدی حالت کی دښځو دج**ع نه ځان وژغورئ.
2- دحیض په دوران کی ج**ع دطب له نظره،
د ډاکټرانو اوسنۍ څیړنی ښایی چی دښځی سره دحیض په دوران کی ج**ع کول ډیر ضررونه لری ځنی یی په لاندی ډول دی:
* دښځی هګیو یعنی (هغه ماده چی هغی سره دسړی منی یو ځای کیږی او بیا ترینه بچی پیدا کیږی) کی التهابات(ګرمایش،سوزش) پیدا کیږی چی بیا د عقم( شنډیدو) سبب ګرځی.
*دښځی تناسلی اندام کی هغه مواد ختمیږی چی میکروب وژنی نو دمختلفو مرضونو سبب جوړیږی.
* دحیض په دوران کی په مکرر ډول ج**ع کول درحم خوله بندوی چی دعقم سبب ګرځی.
* ج**ع کول دجراثیمو دنقلیدو یوه وسیله ده او دحیض په دوران کی دښځی په تناسلی اندام کی دمیکروب ضد مواد نه وی موجود.
*دښځی په مثانه او ګردو کی التهابات پیدا کوی.
* دغه ضررونو یواځی ښځی ته ندی متوجه بلکی دسړی په تشو میتیازو کی سوزش پیدا کوی،مثانه ، هګۍ، او دمیتیازو په نلۍ کی التهابات پیدا کوی.
*د تشو میتیازو سره وینه او نو پیدا کوی.
* په مثانه کی درد پیدا کوی.
* او سړی جنسی طور کمزوری کیږی.
*دسړی په منۍ کی یو قسم میکروبی ماده ده چی دښځی رحم دهغی ضد مواد تناسلی اندام ته ورکوی اودحیض په دروان کی دغه ماده دحیض دوینی سره خاریجیږی، یعنی دښځی په تناسلی اندام کی مدافع قوت نوی موجود، نو د ډیرو مرضونو سبب شی.
* ښځه جسمی او نفسی طور هم ج**ع ته نوی جوړه ځکه دحیض په دوران کی په ملا او خیټه کی ډیر درد محسوسوی او دځنی ښځو درد دیته اړ شی چی د درد ضد ګولۍ خوری.
*ځنی ښځو ته دنیم سر درد او ګانګی(قئ) پیدا کیږی.
*دحیض په دوران کی دښځی جنسی خواهش په نش حساب وی.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
👇👇👇
👇
روغتيايي لارښوونې
☝️
☝️☝️☝️
☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️

دويني ورکولو ګټي او د ويني ورکولو اړوند معلومات! ⚕په اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6ليتر پوري وينه شتون لري کچيري يو څو...
19/10/2021

دويني ورکولو ګټي او د ويني ورکولو اړوند معلومات! ⚕

په اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6ليتر پوري وينه شتون لري کچيري يو څوک روغ صحت ولري کولای شي 500ccيا ملي ليتر وينه په ارمه سره ورکړي. کچيري ښه صحت ولري يو ليتر وينه ورکول هم تاوان نلري يو دوه هفتي به لږ کمزوري احساس کوي نور مشکيل نلري.
وينه ورکونکی بايد د ويني کومه ناروغي ونلري.
وينه ورکونکی په دولسو هفتو يادريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکولای شي.
د ويني ورکونکي عمر بايد له 18 څخه تر 65کلنو پوري وي.
ښځه هم وينه ورکولای شي خو چي د ويني ورکولو په وخت کي زنانه مريضي ونلري(حيض).
د ويني ورکولو وروسته ويني ورکوونکي ته بايد جوس شيدي کيلي ورکړل شي.
په 12 هفتو يا دريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکول د انسان بدن ته مفيده ده!
1: د ويني فشار کنټرولوي.
2: د اوسپيني کچه را ټيټوي چي زياته اوسپينه د يني د خرابوالي او دويني د حجراتو د خرابوالي سبب ګرځي.
3: د زړه او رګونو د ناروغۍ کموي.
4: وزن اداره کوي.
5: د روغتيايي خدمت ده.
6: ثواب زيات لري واي که چيري څوک د يوه انسان ژوند وژغوري لکه ټول انسانيت يي چي ژغورلی وي.

د پوستکي خارښت او درملنه یې!سکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري  ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي....
07/08/2021

د پوستکي خارښت او درملنه یې!

سکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور ...
هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوی.

نښې نښانې یې:
۱ـ کله چی دا میکروب پوستکی ته داخل شی نو شخص ته شدید خارش پیدا کیږی او دا خارش د شپی لخوا زیات وی د ورځی لخوا کم.
۲ـ په پوستکی باندی وړی وړی سری دانی را خیژی چی کله دیر وگرول شی نو وینه کوی.
۳ـ اکثرا خارش د تناسولی الی په شا او خوا وی هم په ښځو کی او هم په نارینه وو کی.
۴ـ په ماشومانو کی د پښو په تلو کی د لاسونو په ورغویو کی او په تناسولی برخو کی دیر لیدل کیږی.

د مخنیوي لارې یې:
۱ـ که چیری مو په کورنی کی کوم شخص ته خارش و نو کوشش وکری چی اطاق یی جدا کری او د سکبیس تداوی ورته شروع کری.

۲ـ کوشش وکری چی خپل لباسونه سرچپه اوتو کړی د ورځی یی لمر ته اچوی او د شپی لخوا یی ازادی هوا ته اچوی.

۳ـ کوشش وکری خپله کمپله، روجایی او توشک لمر ته واچوی.

۴ـ که په کور کی مو هر څومره وگړی په خارش اخته وی نو د تولو په یوه ورځ تداوی شروع کری.

درملنه یې:
اول باید د خارش ضد لاندی دواگانی توصیه شی ترڅو یی خارش ارام شی.
Tab cetrizin
Tab Lorotidin
Tab fexofenadin
باتور غیرت وایي پورتنی دواگانی موقتی خارش اراموی او حقیقی تداوی یی په لاندی دول ده:
Lice onil cream (Lindon)
۱پورتنی ملهمونه باید د هر شخص د پاره دری دانی استعمال شی.

د استعمال طریقه یې:
۱ـ اول باید ځان په صابون ښه ومینځی.
۲ـ یو دانه ټول ملهم له مری ښکته په تول بدن ولگوی بله شپه بل ملهم ولگوی او په دریمه شپه بل ملهم ولگوی.
۲ـ دا ملهم باید دری دانی د یو شخص د پاره استفاده شی
په بله ورځ بیا دوباره خپل ځان ومینځی او پاکی جامی واغوندی.
۳ـ که پورتنی طریقه په درسته توگه ونه کری شاید دا مرض تاسو سره تر دیر وخت پوری پاتی شی.
په‌یاد ولری که په کورنی کی مو نور کسان هم په دی ناروغی اخته وی باید هغوی هم یه یوه ورځ تداوی شی خصوصا" شځه او خاوند ځکه چی دا مرض له یو نه بل ته بیا انتقال کوی.

شکر ناروغي، عوامل او پرهېز يې!شکر هغه حالت ته ويل کيږي چې په کې په شکرې د اخته کس بدن په کافي اندازه انسولين نشي توليدول...
18/06/2021

شکر ناروغي، عوامل او پرهېز يې!

شکر هغه حالت ته ويل کيږي چې په کې په شکرې د اخته کس بدن په کافي اندازه انسولين نشي توليدولی څو د بدن اړتيا يې پوره کړي، يا د اخته کس د بدن حجرات انسولین ته لازم غبرګون نه شي ښودلی. انسولين هغه هورمون دی چې د پانکراس له غدې ترشح کيږي او له وينې څخه د بدن نورو حجراتو ته ګلوکوز انتقالوي. همداراز د بدن په ميتابولېزم يو شمېر نورې اغېزې هم لري.

مونږ او تاسې په ورځني ژوند کې داسې خواړه خورو چې په کافي اندازه ګلوکوز لرونکي دي او ګلوکوز د بدن د حجراتو د انرژۍ د توليد لپاره اړين دی. دغه ګلوکوز بيا د انسولين هورمون په وسيله له وينې څخه د بدن حجراتو ته انتقاليږي خو که چيرې انسولين نه وي او يا په سمه توګه فعاليت ترسره نه کړي نو دغه ګلوکوز همداسې په وينه کې جمع کيږي او بلاخره په وينه کې يې اندازه لوړيږي. کله چې په وينه کې ګلوکوز زيات جمع شي نو بيا انسان په شکر اخته کيږي.

د شکر ډولونه

شکر ډېر ډولونه لري خو تر ټولو عام يې لمړۍ نوع ، دويم نوع او د حمل د مهال يا (gestational diabete) شکر دی.

لمړی نوع شکر يا (Type 1 diabetes): هغه ډول شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی ځکه چې په دې کې د بدن دفاعي سيستم په وسيله د پانکراس هغه حجرات تخريبيږي چې انسولين توليدوي. کله چې د انسولين توليدونکي حجرات تخريب شول نو بيا بدن د انسولين له کمښت سره مخ کيږي چې بيا د انسولين د کمښت پر اساس په وينه کې د ګلوکوز اندازه لوړيږي او شخص په شکر اخته کيږي. په لومړي نوع شکر که څه هم کوچنيان او تنکي ځوانان ډېر اخته کيږي؛ خو کولی شي لويان هم تر بريد لاندې ونيسي. هغه کسان چې په دې نوع شکر اخته وي؛ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بايد هره ورځ انسولين واخلي.

دويم نوع شکر يا (Type 2 diabetes): دويم نوع شکر تر ټولو عام شکر دی چې پرې د اخته کس بدن انسولين نشي توليدولی يا که يې توليد کړي ورڅخه استفاده نشي کولی. که څه هم دغه ډول شکر تر ډېره په منځني او پاخه عمر لرونکي کسانو کې ليدل کيږي خو کېدلی شي چې د عمر په هر پړاو کې پرې خلک اخته شي.

د حمل پر مهال شکر يا (Gestational diabetes): هغه ډول شکر دی چې په اوميندوارو ميرمنو کې پيدا کيږي. که څه هم ډيری وختونه دغه ډول شکر له زيږون وروسته له منځه ځي، خو داسې امکان هم لري چې له لنګون وروسته هم په ميرمنو کې دويم نوع شکر راښکاره شي.

شکر ځينې نور ډولونه هم لري چې ډېر عام نه دي لکه monogenic diabetes، هغه دی چې د حجراتو په يو جن کې د تغيراتو له امله رامنځته شوی وي. او cystic fibrosis-related diabetes.

څوک په دويم نوع شکر ډېر اخته کيږي؟

هغوی چې عمرونه يې له ۴۵ کالو لوړ دي
هغوی چې په کورنۍ کې يې په ارثي توګه شکر ناوغي موجوده وي
هغوی چې وزن يې زیات وي
هغوی چې ورزش نه کوي
هغوی چې د وينې لوړ فشار لري
شکر د کومو ناروغيو د توليد سبب کيږي؟

د زړه بېلابېلې ناروغۍ، مغزي سکته، د ګردو ناروغۍ، د سترګو ناروغۍ، د غاښونو ناروغۍ، عصبي ناروغۍ، د پښو ناروغۍ

د لومړي نوع شکر نښانې له اخته کېدلو وروسته سمدستي په څو اونيو کې څرګنديږي خو د دويم نوع شکر نښانې بيا په کراره او له ډېر وخت وروسته څرګنديږي چې ممکن مياشتې او کلونه په بر کې ونيسي.

لومړی نوع شکر له څه شي پيدا کيږي؟

لومړی نوع شکر هغه مهال پيدا کيږي کله چې د بدن دفاعي سيستم په خپله بدن تر بريد لاندې ونيسي. داسې چې د ځينو وايروسونو او بکترياوو د بريد پر مهال د بدن دفاعي سيستم پانکراس غده تر بريد لاندې نيسي او په کې بېټا حجرات چې انسولين توليدوي؛ له منځه وړي. په پای کې پانکراس د انسولين د توليد وړتيا د لاسه ورکوي چې له امله يې په وينه کې د ګلوګوز اندازه لوړيږي او شخص په لومړی نوع شکر اخته کيږي.

دويم نوع شکر له شي پيدا کيږي؟

دويم نوع شکر معمول ترين شکر دی چې ډېر عوامل لري لکه د ژوند بڼې عوامل (يعنې چاغوالی، ورزش نه کول او ځينې ځانګړي درمل خوړل) او جنيټيکي عوامل لکه د جينونو موټېشن.

ځانګړي درمل خوړل لکه Niacin، diuretics or water pills، anti-seizure، د رواني ناروغيو درمل، د ايډز درمل، pentamidine، glucocorticoids او anti-rejection درمل.

د شکر مهمې نښې

۱ـ ډېره تنده او زياتې تشې متيازې کول:

کله هم داسې شوي چې تشناب ته له معمول څخه زیات ورځئ؟ کله مو فکر کړی چې د ورځې ډېره برخه په تشناب ته تګ تېروئ؟

کله چې مو په وينه کې ګلوکوز زيات شي نو په طبيعي ډول مو تشې متيازې هم زياتيږي او بيا به نو تشناب ته له معمول څخه ډېر ورځئ. همدارنګه که چيري ستاسې په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي او که يې توليد هم کړي خو حجرات يې په مقابل کې کافي غبرګون ونه ښيې؛ نو بيا مو ګردې هم ګلوکوز له وينې نشي فلتر کولی. بيا به مو ګردې د ګلوکوز د رقيق کولو لپاره له وينې څخه اوبه واخلي چې په دې سره مو مثانه ډکيږي او تشناب ته به له معمول څخه ډېر ورځئ.

۲ـ شديده لوږه:

کله مو چې په وينه کې انسولين په سمه توګه کار ونه کړي او يا هم وينه کې موجود نه وي؛ نو بيا مو د بدن حجراتو ته په کافي اندازه انرژي نه رسيږي، په دې وخت کې مو بدن غبرګون ښيې څو نوره انرژي ورته پيدا کړئ. همدا سبب دی چې بيا د لوږې احساس کوئ.

۳ـ ناڅاپي وزن زياتېدل:

کله چې د لوږې احساس وکړ او بيا مو ډېر خواړه وخوړل نو دغه خواړه مو په بدن کې د زیاتې انرژۍ توليد سبب کيږي چې دا بيا د وزن د زیاتېدلو او د خېټې شاوخوا د وازګې د جمع کېدلو سبب کيږي چې ورسره خېټه هم غټېږي.

۴ـ غېر معمول وزن کمېدل:

دغه حالت تر ډېره په لومړي نوع شکر کې رامنځته کيږي. یعنې کله مو بدن په کافي اندازه انسولين توليد نه کړي نو د بدن حجرات مو د انرژۍ له کمښت سره مخ کيږي ځکه حجرات خو انرژي له ګلوکوز څخه اخلي او کله چې له وينې څخه ګلوکوز فلتر او حجراتو ته ونه رسیږي نو بدن مو د انرژۍ د اخيستلو لپاره د بلې سرچينې په لټه کې کيږي. همدا دی چې په عضلاتو شته ګلوکوز او په بدن کې موجود شحمیات په انرژۍ تبديليږي چې په پای کې مو بدن په بشپړ ډول د انرژۍ له کمښت سره.

د کيوي ګټی🥝🥝🥝🥝په یوه څېړنه کې ثابته شوې چې کيوي د مني د فصل تر ټولو ګټوره مېوه ده؛ په کیوي کې زیاته اندازه وېټامین سي شت...
13/06/2021

د کيوي ګټی🥝🥝🥝🥝

په یوه څېړنه کې ثابته شوې چې کيوي د مني د فصل تر ټولو ګټوره مېوه ده؛ په کیوي کې زیاته اندازه وېټامین سي شته چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي.
د تغذیې د برخې څېړونکي پر دې عقیده دي چې له پوست سره د کيوي خوړل د هاضمې سيستم لپاره مناسب نه دي او د معدې د پړسوب سبب ګرځي.
د امریکا په کلفورنیا ایالات کې یوې ډلې روغتیا پالانو په خپله څېړنه کې دا په ګوته کړې چې کيوي پر ويټامین سي سربېره پروتین او هغه انزایمونه لري چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي. دوی وایي که کيوي له ډوډۍ وروسته وخوړل شي نو د خوړو په هضم کې پوره مرسته کوي.
دوی دا هم په ګوته کړې چې په کيوي کې شته انتي اکسیدونه د بېلابېلو سرطانونو په ځانګړې ډول د هاضمې د سيستم د سرطان مخنیوی کوي.
څېړنې ښودلې چې د کيوي تورې دانې چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فیبر لري، د هغو کسانو لپاره ګټورې دي چې ډېری وخت قبضیت وي. که کيوي مخکې له خوب څخه وخوړل شي د کلمو له موجي حرکاتو سره مرسته کوي.
دغې ډلې پر کيوي د خپلو څېړنو په پایله کې دا هم ثابته کړې ده چې د ورځې د دوو دانو کيوي چې د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دي، ۶۰ کالري انرژي لري، خو که له دې زیات وخوړل شي کېدای شي د معدې لپاره ستونزې پیدا کړي.
په څېړنه کې دا هم په ګوته شوې ده چې له یوه کاله د ټیټ عمر لرونکي باید له کيوي څخه ګټه وانه خلي؛ ځکه کېدای شي د لږ عمر ماشوم لپاره د کيوي خوړل حساسیت پاروونکي پرېوځي.
دغه راز د هغو کسانو لپاره هم د کيوي خوړل نه توصیه کېږي چې په کیسه صفرا کې ډبرې لري.
دا چې د ډېری مېوو خوړل له پوستکي سره توصیه کېږي، خو د دې څېړنو وروستیو پایلو دا په ګوته کړې چې له پوست سره د کيوي خوړل د معدې او هاضمې سيستم لپاره ستونزې جوړوي. ډاکترعبدالعزیز(عزیزي)

مثانه(Urinary bladder):يو کڅوړه ماننده يا پياله ماننده ساختمان دى چى ادرار دزخيره کيدو وظيفه په عاړه لرى داخليل او خالب ...
10/06/2021

مثانه(Urinary bladder):يو کڅوړه ماننده يا پياله ماننده ساختمان دى چى ادرار دزخيره کيدو وظيفه په عاړه لرى داخليل او خالب ترمنځ موقعيت لرى
1:دتشى مثانى ضخامت 5mm.
2دکى مثانى ضخامت 3mmدى .

مثانى امراض:
1:cystitis.
2:cystolithiasis.

مثانى دالتهاب اعراض او علايم :
1:Pelvic pain.
2:urinary burning.
3:renal colic.
4:n/v.

5:freq uent urination.
دمثانى التهاب اسباب :
1:infection.
2: bladder calculus.
3:urinary catheterization.
4: truma.
دمثانى التهاب په التراسوند کى :
مثانى قدامى جدار به پړسيدلى او هم ضخيم وى نسبت نورو برخو ته
2:دقدامى جدار ايکوجينيستى (Echogenicity)به يي هم زياته شوى وى
نوت : مثانه په التراسوند کى تور خيال (an echoic ).او ناروع وضعيت دمعاينى لپاره (supin posion.
داکتر عبدالعزیز (عزیزي)

08/06/2021

ديکساميتازونDexamthasone
6 ملي ګرامه د ورځې د رګ يا د خولي له لاري.
هاډروکورټيسون Hydrocortisone
50ملي ګرامه هر اته ساعته بعد
ميتايل پريډ نيزولون Methylprednisolone
20ملي ګرامه هر 12 ساعته بعد
پريډنيزولون Prednisolone
40 ملي ګرامه د ورځي .
نوټ ! بايد د 7-10 ورځو پوري استعمال سي. اما د اوږده وخت لپاره په تدريج سره کميدونکي ډوز يا Tapering dose سره کيداي سي هغو مريضانو ته استعمال سي چي د اوږده وخت لپاره د اکسيجن کمبود يا Hypoxia ولري او هغه مريضان چي د سږو په سي ټي سکن کي يي نوي فايبروسز Fibrosis شروع سوي وي.

نوټ!! سټيرويډ د کرونا په هغه مريضانو کي چي حالت يي شديد وو يعني اکسيجن او يا هم وينټليټر ته يي ضرورت درلود د6.7- 8.7 سلنه د مرګ کچه کمه کړي.
اما په هغو مريضانو کي چي شديده ناروغي نه لري يا اکسيجن ته ضرورت نه لري استعمال يي ممکن د مرګ کچه لوړه کړي ،بايد استعمال نه سي.
ديکساميتازون په هغه مريضانو کي چي بستر نوي هم ارزانه او هم په اسانۍ استعماليداي سي.
ميتايل پريډ نيزولون په هغو مريضانو کي بهتر دي چي د مينرالو کورتيکويډ د فعاليت د کمښت په سبب په شاک کي وي.
د رګ د لاري سټيرويد په هغو مريضانو کي چي حالت يي وخيم وي بهتر دي .
او د شاک او ARDS په مريضانو کي کچيري د پورته ذکر سوي ډوز نه هم په لوړ ډوز استعمال سي بهتره به وي.

ډاکټر عبدالعزیز عزیزی

اي انسانه اوس هم تکبر کوي ته په خپل اخيري انجام خبر نه يي ځان لوړ لوړ ګڼي ..ﺯما قوم،ﺯما مال،ﺯما ښايست،ﺯه ..ﺯه ..ﺯه اخيري...
02/06/2021

اي انسانه اوس هم تکبر کوي
ته په خپل اخيري انجام خبر نه يي
ځان لوړ لوړ ګڼي ..ﺯما قوم،ﺯما مال،ﺯما ښايست،ﺯه ..ﺯه ..ﺯه اخيري انجام مرګ ،خاوري کيدل رب ته ورتلل ..
صاحبه دلته غوره والې په قوميت او مال کي نه دې صرف تقوا ،ځان تقوا دار جوړ کړه
ربه موږ خپل عاجﺯه بنده ګان جوړ کړه 🤲

Address

Musa Qala

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdul Aziz Azizi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Abdul Aziz Azizi:

Share