Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Sharan
  • Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست

Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست دعامې روغتیا ریاست رسمي فیسبوک پاڼهThe Only Official FB page of Paktika Public Health Directorate

په پکتیکا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د دوامداره هڅو په ترڅ کې، د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د شاوخوا څلورنی...
19/05/2026

په پکتیکا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د دوامداره هڅو په ترڅ کې، د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د شاوخوا څلورنیم لکه (۴۵۰,۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د دوه بابه روغتیایي مرکزونو د ودانیو کارونه په بشپړ ډول سرته رسېدلي دي.
دا روغتیایي مرکزونه به ډېر ژر په رسمي ډول پرانیستل شي، چې په واسطه به یې د سیمې درانه اوسېدونکي له بنسټیزو او معیاري روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شي.
د دې مرکزونو ځانګړتیاوې:
✅ په عصري وسایلو سمبال مجهزه عملیات خونه (Operation Theater)
✅ فعال د مرکز ګرمۍ (د تودوخې) سیستم
✅ د برېښنا منظم او مجهز سیستم
دا ستر ګام د سیمې د خلکو د روغتیايي حالت د ښه والي او په روغتیایي برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یو مهم او پرمختللی ګام دی.
#تعهد #روغتیا #پرمختګ

خبرتیا!د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست لاندې تش کاري بستونه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه اعلان ته سپارې، ټول په شر...
19/05/2026

خبرتیا!
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست لاندې تش کاري بستونه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه اعلان ته سپارې، ټول په شرایطو برابر کسان کولای شي چې یادو بستونو ته د لاندي ذکر شویو ادرسونو له لارې تر ټاکل شوي نیټې پوري نوملیکنه وکړي.

#یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه او تحصیلې اسناد دعامې روغتیا ریاست دکارکوونکو چارو مدیریت او یا هم د ATOAموسسې ولایتې دفتر ته وسپاري.
۱. معالجوي ډاکټرانې دوه بستونه
۲. فارمسې ټیکنیشن یو بست
۳. نرسان دوه بستونه؛ خیرکوټ ښځینه او د یوسف خیل ولسوالۍ روغتیا یې مرکز لپاره نارینه نرس.
۴. د لابراتوار ټیکنیشن دوه بستونه
۵. تغذې مشاوره یو بست
۶. ټولنې روغتیایې سوپروایزر یو بست
۷. فیزوتراپیست یو بست

#کارموندنه #خبرتیا

خبرتیا!د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست لاندې تش کاري بستونه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه اعلان ته سپارې، ټول په شر...
15/04/2026

خبرتیا!
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست لاندې تش کاري بستونه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه اعلان ته سپارې، ټول په شرایطو برابر کسان کولای شي چې یادو بستونو ته د لاندي ذکر شویو ادرسونو له لارې تر ټاکل شوي نیټې پوري نوملیکنه وکړي.

#یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه او تحصیلې اسناد دعامې روغتیا ریاست دکارکوونکو چارو مدیریت او یا هم د ATOAموسسې ولایتې دفتر ته وسپاري.
#کارموندنه #خبرتیا

په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د پکتيکا ولایتي روغتون کې شاوخوا (۵۸۵۱) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.د یادو عملیاتونو له ...
07/04/2026

په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د پکتيکا ولایتي روغتون کې شاوخوا (۵۸۵۱) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.

د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۹۲۶) ستر عملیاتونه او (۲۹۲۵) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۵۸۸۴) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۷۳۹۲۴) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

Over the past solar year 1404, approximately 5851 successful surgical operations were performed at Paktika Provincial Hospital.

Of these procedures, 2926 were major and 2925 were minor, all of which were performed by experienced doctors.

These surgical operations were carried out in accordance with professional principles and healthcare standards, demonstrating the hospital’s technical and specialized capacity.

It is noteworthy that during the same period, 15884 patients received inpatient services, while 273924 with outpatient healthcare services.

د پکتیکا ولایت دعامي روغتیاریاست دغونډو په تالار کې PHCC (ولایتي همغږي) غونډه تر سره شوه.تاریخ:۱۴۴۷/۱۰/۱۱د پکتیکا د عامې...
31/03/2026

د پکتیکا ولایت دعامي روغتیاریاست دغونډو په تالار کې PHCC (ولایتي همغږي) غونډه تر سره شوه.
تاریخ:۱۴۴۷/۱۰/۱۱
د پکتیکا د عامې روغتيا رئیس ډاکتر عبدالله جان "حقمل" په مشري مياشتنۍ ولایتي همغږي (PHCC)غونډه تر سره شوه. غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه. وروسته د عامي روغتیا رئیس ښاغلي "حقمل" د مجلس گډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د مجلس په اهمیت ارزښتناکي خبري وکړې. په ياده غونډه کي د عامې روغتيا رياست د لومړنیو روغتیایې مراقبتونو، پلټنې ارزوني، آمبولانس، ولایتې روغتون، روږدو کسانو درملني ۳۰بستریز روغتون آمرینو، عمومي مدیرانو، د مختلفو تطبيق کوونکو مؤسساتو مسٸولينو ګډون کړى و په يو لړ مهمو مسأيلو بحث وشو، د مختلفو ساحو څخه راغلي عريضي بررسي شوې او په اړوند يي هراړخيز بحثونه وشول، د مؤسساتو مسٸولينو د تيري مياشتي فعاليتونه د غونډي له ګډونوالو سره شريک کړل،
همدارنګه د عامې روغتیا ریاست له لوري د برمل ولسوالې روغتیایې ناظم ښاغلی عبدالواحد (وزیري) د دندي د ښه اجرأ کولو له امله د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو. غونډه د دعايي په ويلو سره پاى ته ورسيدله.

والسلام
د پکتیکا د عامې روغتيا رياست

Address

Paktika
Sharan

Opening Hours

09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share