10/07/2026
د شاپور ځدران د مريضتيا اړوند !
غواړم د هغه ناروغی په هکله درسره لنډ معلومات شریک کړم چه زمونږ د کرکت ستوری اتل شاپور ژوند یی واخيست ځکه دا یوه ډیره نادره پیښیدونکی ناروغی ده.
ددی ناروغی نوم Hemophagocytic Lympho histocytosis چه مخفف یی HLH ده .
دا یوه ډیره نادره یا ډیره کم پیښیدونکی . خطرناکه . او وژونکی ناروغی ده. چه د انسان دفاعی سیستم د خپل اندازی څخه زیات فعالیږی . نارمل حالت کی کله چه د انسان بدن ته مکروب یا وایرس داخل شی د انسان بدن دفاعی سیستم فعالیږی او مکروب له منځه وړی اما پدی ناروغی کی د انسان دفاعی سیستم هر وخت او زیات فعال وی او د انسان دغه دفاعی سیستم خپله د انسان د خپل بدن حجرات او اعضاوی تر برید او حملی لاندی نیسی . چه په نتیجه کی د انسان بدن حجرات او غړی لکه سږی . جګر . ګرده . اعصاب . وینه . شدید زیانمن کیږی . د مثال په توګه کله چه د بدن دفاعی سیستم د مریض وینه تر حملی لاندی راولی نو د مریض وینه کمیږی. هم سره کرویات او هم سپین کرویات او صفحات دمویه چه مونږ او تاسو خلک په محلی ژبه ورته سپینه وینه هم وایی دا کموی . کله چه دا سپینه وینه یا platelets کم شی. نو په بدن کی په خود بخودی شکل وینی بهیدل رامنځته کیوي.چه په نتیجه کی په پوستکی کی سره سره داغونه او دانی پیدا کیږی .
همدارنګه کله چه د بدن دفاعی سیستم د جګر او پښتورګو او عصبی سیستم او تنفسی سیستونه تر برید لاندی راولی نو د جګر فعالیت خرابیږی او غټیږی. او د پښتورګو فعالیت هم خرابیږی او د دماغی سیستم حجرات هم تخربیږی . او په نتیجه کی د ناروغ شعور ګډوډ کیږی او ناروغ کوما ته ځي . او همدارنګه د سږو حجرات هم زیانمن کیږی په نتیجه کی د ناروغ سږی او تنفس خرابیږی . چه په ټوله کی ددی ټولو سیستمونو د زیانمن کیدو له وجی ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوی.
دا ناروغی لاملونه .ارثی . وایرسونه. او پرازیتونه او فنګسونه دي.
نښی نښانی یی . هر وخت او شدیده تبه . بی حالی . وزن کمیدل.کمزوری کیدل. ستړتیا . پوستکی رنګ ژیړیدل او خاسف کیدل.شعور پکی خرابیږی او همدارنګه پوستکی کی سره سره داغونه او دانی پیداکیږی.
درملنه یی. څنګه چه یوه وژونکی ناروغی ده باید جدی او ژر تر ژره تر څارنی لاندی ونیول شی .
د درملنی هدف . څرنګه چه پدی ناروغی کی د انسان دفاعی سیستم زیات او هر وخت فعال وی .باید دا د فاعی سیستم کم کړل شی یا کنترول شی .
دوهم کوم لامل چه ددی ناروغی ده هغه تداوی شی.
دریم . ناروغ ته حمایوی تداوی وشی .
پدی ناروغی کی لاندی درمل استعمالیږی.
Emapalumab.(Gamifant)
دا درمل د پیچکاری په شکل راځي . چه د یو پیچکاری قیمت یی تقریبا څلور زره امریکایی ډالره ده .چه هفته کی دوه ځله ناروغ ته کیږی او یو ناروغ ته مکمل کورس مصرف یی تقریبا څلور لکه امریکایی ډالره او تر دی زیات هم ده. تر څو چه کورس یی مکمل شی . چه دا دوا د انسان دفاعی سیستم کموی یا نهی کوی تر څو د خپل بدن حجرات تر حملی لاندی ونه نیسی.
لاندی دواګانی او پروسیجر هم د همدی ناروغی په تدوای کی کارول کیږی.
Dexametahson
Etoposide
Cyclosporine
I.V Immunuglobolin
Bone marrow transplantation