Dr fared ahmad

Dr fared ahmad Información de contacto, mapa y direcciones, formulario de contacto, horario de apertura, servicios, puntuaciones, fotos, videos y anuncios de Dr fared ahmad, Médico, Helmand, Las Palmas de Gran Canaria.

17/06/2020

د عامې روغتیا وزرات؛ خصوصي روغتونونو ته د کرونا د تشخیص اجازه ورکوو

12/06/2020

د روغتیا نړیوال سازمان؛ په کرونا د هوا بدلون اغیز لا هم څرګند نه دی
د روغتیا نړیوال سازمان د بیړني برنامې اجرائیوي مشر مایک ریان وړمه ورځ وویل، تر دې دمه دا بشپړ څرګنده نه ده چې د ځمکې په نیمایي سویلي اړخ کې به د ژمي راتګ په کرونا ویروس څه ډول اغیز وکړي.

مایک ریان د رسنیز کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل، «اوسمهال په دې اړه موږ نه پوهیږو او نه داسې معلومات لرو چې ویروس به ډیر خطرناک وي یا به ډير لیږدول کیږي یا نه»، هغه زیاتوي، د دوبي/اوړي په راتلو سره د ځمکې په نیمایي شمالي برخه کې هم څرګنده نه ده چې ویروس به څه اغیز وکړي.

ریان زیاته کړه چې موږ د موسم په بدلون یا د هوا په تودوخه تکیه نشو کولی چې د وبا خپریدو په اړه ځواب ووایي.

لکه څرنګه چې کرونا وبا له تېرو دریو میاشتو راهیسې په نړیواله کچه خپره شوه، لا هم په یخو او ګرمو هېوادونو او سیمو کې خپریږي او هره ورځ لسګونه زره کسان پر دغه ناروغۍ اخته کیږي.

ګڼ شمېر څیړنو او راپورونو څرګنده کړې چې د لمر تودوخه او ژورې وړانګې پر کرونا ویروس اغیز کوي او په وژلو کې یې اغیزمن ثابتیږي، په دې اړه ګڼو مبصرینو او پوهانو هم څرګندونې وکړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه واضح موقف نه لري او لا یې هم له وخت وړاندې بولي.

د کرونا ویروس چې د تېر کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه په چین کې خپور شو تر دې دمه د ۴۲۰زرو زیاتو کسانو د مړینې لامل شوی او په ۱۹۶ هېوادونو او سیمو کې یې ۷.۵ ملیونه کسان نیولې دي.

27/05/2020

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې دوولس نیم زرو ته ورسېد

27/05/2020

پنټاګون: د افغان ځواکونو نیمايي برخه په کرونا وبا اخته سوی دی.
له امریکا څخه چاپېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت په استناد خبر ورکړی، چې د افغان ځواکونو نیمايي برخه پر کرونا وبا اخته شوي دي.

د امریکا یو شمېر پوځي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، د همدې ستونزې له کبله د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ګډ پوځي عملیات او د ښوونې او روزنې بهیر درېدلی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکايي پوځیانو ډيری فعالیتونه په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځ کې د «داعش» ډلې پر وړاندې پوځي عملیات ځنډېدلي؛ خو هوايي بریدونه لا هم دوام لري.

نیویارک ټایمز وايي، د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې، امریکايي پوځیان په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پوځي اډو په تړلو بوخت دي؛ خو د کرونا وبا خپرېدو له امله اړ شوي چې خپل ځانګړي عملیات هم ودروي.

که څه هم د افغانستان ددفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ډیر کم شمېر پوځیان او منسوبین یې په کرونا وبا اخته دي او د «پنټاګون» راپور یې رد کړی دی.

ددفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کرونا وبا له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه یې وار له مخه په ټولو پوځي مرکزونو کې احتیاطي تدابیر نیولي او په خبره یې همدا لامل دی چې کرونا وبا په افغان ځواکونو کې په هغې کچه نه ده خپره شوې، څومره چې د امریکا دفاع وزارت یې رسنیو ته اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د میوند قول اردو د درېیمې لوا قومندان داود ناصري د کرونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باید وویل شي چې تر دا مهاله په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو څخه اووښتی دی، له دې ډلې څخه ۲۲۷ مړه او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور بیا بیرته ورڅخه رغیدلي دي.

27/05/2020

بلخ کې ۷۰ تنه روغتیا پالان په کرونا اخته سوی دی.

Dirección

Helmand
Las Palmas De Gran Canaria
0700522

Teléfono

+93748060782

Página web

Notificaciones

Sé el primero en enterarse y déjanos enviarle un correo electrónico cuando Dr fared ahmad publique noticias y promociones. Su dirección de correo electrónico no se utilizará para ningún otro fin, y puede darse de baja en cualquier momento.

Atajos

Compartir

Categoría