Dr Hamim

Dr Hamim Medical information

31/12/2025

په رښتیا هم د ویاړ ځای دی چې زموږ په هېواد کې داسې متخصص ډاکتران شته چې د نادرو او پېچلو ناروغیو بریالۍ درملنه کوي.
په دې وروستیو کې د آذان میډیکل کمپلکس له‌خوا د یوې مېرمنې بریالۍ جراحي ترسره شوه چې د معدې او کولمو له نادرې ناروغۍ (Trichobezoars) څخه کړېدله.

دا بریالۍ درملنه د داخله او اندوسکوپي متخصص ډاکتر نعیم حلیم او د عمومي جراحي متخصص ډاکتر روح‌الله محمدخېل په هڅو او مسلکيتوب سره ترسره شوه، چې له امله یې ناروغه په بشپړ ښه صحت له روغتون څخه رخصت شوه

میاشتنی عادت (حیض) – یو طبیعي بهیر،  ناروغيمیاشتنی عادت د هرې بالغې ښځې طبیعي بهیر دی، د دې دوران پر مهال ډېرې ښځې د بدن...
31/01/2025

میاشتنی عادت (حیض) – یو طبیعي بهیر، ناروغي

میاشتنی عادت د هرې بالغې ښځې طبیعي بهیر دی، د دې دوران پر مهال ډېرې ښځې د بدن کمزوري، ستړیا، بې‌خوبۍ، دردونو او ناراحتیو سره مخ وي. ځینې یې د ولاړېدو یا کار کولو توان هم نه لري.

دا د هر نارینه د انسانیت، شفقت او مینې نښه ده چې د خپلو خوېندو، میندو او میرمنو سره پدې ورځو کې نرمي وکړو، د هغوی احساسات درک کړو، او که امکان ولري، له هغوی سره په کارونو کې مرسته وکړو. که مرسته نه شئ کولی، لږ تر لږه باید هغوی ته سکون، آرام او نرمي ورکړو.

زموږ په ټولنه کې ډېر نارینه د دې طبیعي بهیر په هکله سم درک نه لري. ځینې نارینه پدې ورځو کې له ښځو نه سخت کار غواړي، او که هغوی د ضعف له امله انکار وکړي، هغوی ته سپکاوی کوي، حتی ځینې وختونه یې وهي هم، چې دا یو ناسم عمل دی.

د ښځو احترام زموږ د ټولنې د اخلاقو او د اسلام لارښوونه ده. راځئ، د پوهاوي کچه لوړه کړو، د ښځو احساسات درک کړو، او د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړو.

Heaveŋ ゝ

20/12/2024
Scince of medicine
28/08/2024

Scince of medicine

CBC(Complete Blood Count)Science of medicine
27/08/2024

CBC
(Complete Blood Count)

Science of medicine

27/08/2024

انځر يوه بشپړه غذايي مېوه ده چې په خپل جوړښت کې پروټین، منرالونه، شکر، کلسیم او فاسفورس لري.

د بيتاکاروتين او وېټامين سي درلودلو له امله تازه انځر د سرطان مخنيوى کوي.

په دواړه ډوله انځرو یانې تازه او وچو انځرو کې ویټامین اې او سي په پوره کچه موجود دي.

بقراط هم په څو ځايونو کې د انځر د ګټو يادونه کړې او ويلي يې دي چې د بدن د التهابي ناروغيو لپاره يوه ښه مېوه ده.

د انځرو حوړل د هډوکو د قوي‌کېدو سبب کېږي. روغتیایي کارپوهان په وینا یو انځر د انسان بدن ته د اړتیا وړ دوه سلنه فولاد پوره کوي.

انځر د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده. او پوتاشیم هغه عنصر دی، چې د وینې فشار په کنټرول کې مهم رول لوبوي.

په انځرو کې په هغه کچه کلسیم شتون لري، په کومه کچه چې په شیدو کې شتون لري. ( په ۲۲۴ ګرامه انځرو کې ۷۹ ګرامه ) کلسیم شتون لري.

انځر د وینې غوړ او لوړ یوریک اسید درلودونکو ناروغانو لپاره هم ګټور دی.

که انځر له بادامو او پستې سره یو ځای وخوړل شي حافظه پیاوړې کوي.

یادونه: انځر که په زیاته کچه وخوړل شي، نه یوازې دا چې ګټه به ونه رسوي د معدې او ینې له پاره به زیان هم ورسوي او د نس ناستی لامل کېږي.

Khama press

02/08/2023
01/08/2023

خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړی❗️
په مجردۍ کې عادتاً لوڅ فلمونه کتل او د لاس په واسطه سپرم اخراج کول ځوانان په کومو دماغې او بدني ناروغیو اخته کوي ؟
◀دماغي ناروغۍ:-
1️⃣ حافظه يې خپل ځواک د لاسه ورکوي او هره خبره يې ژر له یاده وځې.
2️⃣ د ارادي ځواک، د پريکړې ځواک، او پر خپل ځان يې باور خـتم شي. ډېر ډارن او بې زړه ځنې جوړ شي.
3️⃣ په هره کيسه او هر کار کې شرم محسوسوي. زړه يې نه غواړې چې له کورنۍ او نورو ملګرو سره ټوکې ټکالې، خندا او راشه درشه وکړې.
4️⃣ ذهن يې له شکونو او اندیښنو ډک وي. د هرچا او هرشي راتلونکى ورته تياره بريښي. کوچنۍ خبره ورته ډېره لویه ښکارې. مایوسي یې زیاته کیږي.
◀ د بدن په داخل کې نورې ناروغۍ:
① د زړه ضربان يې زيات وې. د هاضمې او معدې نظام يې خراب وې.
ينه يې ښه کار نه کوې چې له کبله يې بدن ته تازه وينه نه رسيږې .
② د پښتورګو په ناروغۍ اخته کيږې. مثانه يې کمزوري کیږې. وېښته یې تویېږي، مخ یې ګونځې پیدا کوي.
③ سپرم یا مني کمزوري کیږي چې اولاد کمزوري وي یا نه کیږي . تشویش، سر درد، بی ځایه ویره، بی خوبي، ملا لاندې برخې دردونه، ټول بدن دردونه، زر انزال او کوروالي کې کمزوري زیاته لیدل کیږي.
ساینس او نړی

26/05/2023

هغه درمل چې په مهبلی انتاناتو کې کارول کیږی
( Drugs Used in Vaginal Infections )
دا درمل په لاندی ډول دی

1 __ Blomozol | بلوموزول
2 __ Clotrimazole |کلوتریمازول
3 __ Miconazole Nitrate | مایکونازول نایټریت
4 __ Isoconazole Nitrate | ایسوکونازول نايټریت
5 __ Clycin _V | کلیسین وی
6 __ Butoconazole Nitrate | بیتوکونازول نایتریت
7 __ Lomexin Vaginal | لومیکیسین واګینل
8 __ Sulphakream _ N | سلفکریم این
9 __ Econazole Nitrate | ایکونازول نیتریت
10 _ Tergynan | ترګینن

1 __

په دی درمل کی Metronidazole شامل دی .
د مهبل د التهاب , درد او فنګس انتاناتو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږی .په ورځ کی دی يو ځلی د شپی له خوا وکارول شی .ماشومانو ته دی دا درمل نه توصیه کیږی .
دا درمل د حـــــــمل او شیدو ورکولو په مهال نه کارول کیږی .
جــــــانـــــبـــــی عوارض :
موضعی خارښت یی جانبی عوارض دی .
2 __

اســـــــتـــطــــبـــاب :
د مهبل د فنګسی انتان , خارښت , کاندیدل او ټراکومونال وجاینل انتاناتو لپاره کارول کیږی .
دوز :
یوه 500mg ګولۍ دی په ورځ یو ځلی د شپی لخوا په مهبل کی کیښودل شی . تر شپږو ورځو پوری دی هره شپه یوه ګولي کارول کیږی . له شپږو ورځو وروسته که ضرورت وی بیا دی تکرار شی .
جـــــانــــبـــی عوارض :
موضعی خارښت یا حساسیتی عکس العمل.
لاس رسی tab . Clotrimazole 500mg

3 __ Nitrate
اســــــتـــطـــبـــاب :
د مهبل د التهاب او فنګس انتاناتو لپاره کارول کبږی .
دوز :
د شپی لخوا دی 5gr کریم تر اوو ورځو پوری کارول کیږی .ماشومانو ته دی دا درمل نه کارول کیږی .
جـــــانــــبـــی عوارض :
موضعی عکس العمل یا خارښت یی جانبی عوارض دی .
لاس رسی Cream Candistat 20mg .

4 __ Nitrate

د فنګسی انتان د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
په ورځ کی یو ځلی د شپی لخوا دی د پبسری اپلیټرز په مرسته وکارول شی .

5 __ _ V

په درمل کی Clindamycin شامل دی.
د مهبل د بکتریایی انتاناتو د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
مــــــضاد
هغه ناروغان چی دی درمل سره حساسیت ولری ندی کاروی .
دوز :
یو اپلیکيټر په ورځ کی یو ځلی د شپی لخوا تر اوو ورځو پوری کارول کیږی .
جـــــانــــبــی عوارض :
د مهبل خارښت , اسهال , بدهضمی او کولايټس ( د کولمو خارښت ) که ولیدل شی درمل دی قطع کړی .

لاس رسی Cream . Clycine V 20_40mg
6 __ Nitrate

اســـــتـــطـــبــــاب :
د Vaginal Candidiasis په درملنه کی کارول کیږی .
دوز :
په ورځ یو ځلی د شپی لخوا دی یو اپلیکيټر په مرسته د دری ورځو لپاره وکارول شی .
جـــــــانـــــــبـــــی عوارض :
موضعی خارښت یی جانبی عوارض دی .
لاس رسی Cream Butoconazol 20gr .

7 __ Vaginal
په دی درمل کی فینټی کونازول نايټریت شامل دی .
دا درمل د فنګسی انتاناتو د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
دوز :
ملهم دی په ورځ کی يو ځلی د اپلیکيټر په مرسته د دریو ورځو لپاره وکارول شی .


8 __ _N
په درمل کی سلفانیلاماید شامل دی . د بکتریل انتاناتو د له منځه وړلو لپاره کارول کیږی .
یو اپلیکيټر دی سهار اوبل ماښام وکارول شی .له دی درمل سره حساس ناروغان دی نه کاروی .

9__ Nitrate
اســــــتـــــطـــــبــــاب :
د Condidal Vaginitis په درملنه کی کارول کیږی .
دوز :
په ورځ کی دی اوویل د دوو ورځو لپاره وکارول شی .
جـــــــانــــــبــــی عوارض :
ځایی خارښت یی جانبی عوارض دی .

10 __

په درمل کی Tinidazole , Nisstatine , Neomycine او پريډنیسولون شامل دی.
د هر ډول مهبلی انتاناتو لپاره کارول کیږی .

Address

Jalalabad Road, Subash Nagar
Muktsar
152026

Telephone

+93783770950

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Hamim posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Hamim:

Share

Category