08/09/2026
امریکايي څېړونکو د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته نوي فعال ویروسونه ډیزاین کړي چې په لابراتوار کې د تکثیر وړتیا لري.
د ستانفورډ پوهنتون څېړونکو جوړ شوي ۱۶ ویروسونه یوازې د بکتریاوو د له منځه وړلو لپاره کارولي او وایي، دا پرمختګ ښایي د انټي بیوټیک پر وړاندې د مقاومت لرونکو ناروغیو د درملنې لپاره نوې لارې پرانیزي.
څېړونکو د Evo1 او Evo2 مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو په مرسته د ویروسونو جنیټیک جوړښتونه طرحه کړل، چې له ۳۰۲ ازمویل شویو طرحو څخه ۱۶ یې د ای کولای (E. coli) بکتریاوو پر ضد اغېزمن ثابت شول.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ټکنالوژۍ ناوړه کارونه کولی شي د بیولوژیکي امنیت اندېښنې زیاتې کړي، ځکه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ژوندیو سیستمونو ډیزاین د ساینس نوی او حساس پړاو بلل کېږي.