DrMohib Habibzai دوکتور محب حبیب زی

DrMohib Habibzai دوکتور محب حبیب زی Medical � information & advices سلام خوږو دوستانو.
په دی پاڼه کی طبی اپډیټ معلومات نشریږی

د کابل غمیزه مارچ ۱۶ د ۵ اب وحشتد روغتیايي مرکزونو ویجاړول یوه غمیزه ده، هر ځای چې وي. روغتونونه باید د ژوند ژغورلو لپار...
03/17/2026

د کابل غمیزه مارچ ۱۶
د ۵ اب وحشت
د روغتیايي مرکزونو ویجاړول یوه غمیزه ده، هر ځای چې وي. روغتونونه باید د ژوند ژغورلو لپاره وي، نه دا چې هدف وګرځي.
داسې انځورونه موږ ته د جګړې انساني بیه راپه یادوي، ناروغان، او کورنۍ چې په داسې تاوتریخوالي کې ښکېل دي چې دوی یې انتخاب نه دی کړی.

The destruction of healthcare facilities is a tragedy no matter where it happens. Hospitals are meant to save lives, not become targets.

د کابل درد!تیره شپه په کابل کې پر یو روغتون باندې بمبار وشو.د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ بې ګناه ناروغان شهیدان شوي او ...
03/17/2026

د کابل درد!
تیره شپه په کابل کې پر یو روغتون باندې بمبار وشو.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ بې ګناه ناروغان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور سخت ټپیان دي.
دا یو ستر انساني ناورین او د انسانیت پر وړاندې ښکاره جنایت دی.
موږ د نړیوالو ټولنو، بشري حقونو سازمانونو او د عدالت پلویانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دې ظلم جدي پلټنه وکړي او عاملین د پاکستان بې رحمه پوځ، د عدالت مېز ته راکش کړي.
چوپ پاتې کېدل د ظلم ملاتړ دی. خپل غږ پورته کړئ.



Last night in Kabul, a rehabilitation hospital was bombed.
According to reports, around 400 innocent patients were martyred, and many more were severely injured.
This is a devastating humanitarian tragedy and a clear crime against humanity.
We strongly call on the international community, human rights organizations, and justice advocates to thoroughly investigate this atrocity and hold those ruthless Pakistani military.

03/16/2026

د انسان د بدن له حالاتو او چاپېریال سره عیارېدل.

په ساینس کې دې ته Homeostasis او Physiological Adaptation ویل کېږي. معنا دا ده چې د انسان بدن داسې جوړ شوی چې کله حالات بدلېږي، بدن هم ورو ورو ځان ورسره عیاروي.
راځئ دا موضوع په یو ساده مثال سره درته بیان کړم.
فرض کړئ یو انسان هره ورځ درې ډوډي خوري. کله چې هغه هره ورځ همدومره خوراک کوي، د هغه معده، هاضمي سیستم او د بدن انرژي مصرف د همدې اندازې سره عادت کېږي. بدن داسې تنظیم کېږي چې هماغه درې ډوډي ورته عادي شي.

اوس که همدا انسان پرېکړه وکړي چې خپل خوراک لږ کړي او درې ډوډي دوه ډوډیو ته راکمې کړي، نو په لومړیو ورځو کې به هغه ته لوږه ډېره احساس شي. ممکن بدن یې ستړی شي یا فکر وکړي چې خوراک کم شوی دی. دا ځکه چې بدن لا هم د پخواني عادت سره برابر وي.
خو که دا حالت څو ورځې یا څو اونۍ دوام وکړي، نو بدن ورو ورو ځان عیاروي. معده لږه کوچنۍ کېږي، اشتها بدلېږي، او بدن بیا د دوو ډوډیو سره هم عادت کېږي. وروسته به هغه انسان احساس کړي چې دوه روټۍ هم ورته کافي دي.
دا د انسان د بدن یوه ډېره مهمه ځانګړتیا ده.
همدا اصل یوازې د خوراک په اړه نه دی. د ژوند په ډېرو برخو کې هم بدن او ذهن د حالاتو سره عیارېږي.
مثلاً که یو څوک په سړه سیمه کې ژوند وکړي، په لومړیو کې به ډېر یخ احساس کړي. خو وروسته بدن د یخ سره د مقابلې توان زیاتوي.
او که یو څوک په ګرمه سیمه کې ژوند وکړي، بدن یې د تودوخې د کنټرول لپاره ډېرې خولې تولیدوي.
همدارنګه زموږ ذهن هم له حالاتو سره عیارېږي. که انسان ډېر ارام ژوند ولري، ذهن یې هم د ارامۍ سره عادت کېږي. خو که ستونزې او سختۍ زیاتې شي، انسان ورو ورو د هغو سره هم د مقابلې توان پیدا کوي.
نو اصلي خبره مي دا کوله چه دغه فزیالوژیک عمل دلته هم عملي کیږي، د پنجاب د بار بار تیري سره غواړي چه د افغانانو حساسیت راکم کړي لمړي ځل چه په ډیورنډ کرښه به یی یو ډز سره د ټولو افغانانو وینه په جوش راتلله اما اوس راځی د افغانستان په زړه بمونه اچوي او ګل وطن په لمبو لمبو بدلوي اما مونږ دومره بي وزله یو چه حتا د سوشل میډیا د لاري هم د خپل مظلومیت غږ اوچتولي حق نلرو.
یاربه!
په وطن او مظلوم ملت می رحم وکړي.
@داکتر حبیب زی

ST, SVT& SA
12/27/2025

ST, SVT& SA

12/18/2025

What is Dx and RX?

Address

New York, NY

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DrMohib Habibzai دوکتور محب حبیب زی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to DrMohib Habibzai دوکتور محب حبیب زی:

Shortcuts

Featured

Share

Category