26/07/2026
زه ډېر کم وخت تلویزیون ګورم، خو کله چې ۱۵–۳۰ دقیقې فرصت ولرم، ډېری وخت د افغان یوټیوبرانو او محتوا جوړوونکو پروګرامونه ګورم. د دې څو لاملونه دي: غواړم د دوی د ویوز او عاید ملاتړ وکړم، خو تر ټولو مهمه دا چې د دغو پروګرامونو په لیدلو سره راته د وطن یو ښکلی احساس راژوندی کېږي. 🇦🇫
نن مې د یوه افغان یوټیوبر پروګرام کاته. کوربه له یوه ځوان څخه، چې انګور یې پلورل، وپوښتل:
"هېوادوالو، په ځانګړي ډول ځوانانو ته دې پیغام څه دی"؟
د هغه ځواب ډېر ساده، خو خورا پیاوړی وه:
"خلک باید کار وکړي. که ۱۰ یا ۲۰ روپۍ هم ګټئ، کار وکړئ".
هېڅ حلال کار له بل کار څخه کم نه دی. ډېر ځوانان خپل وخت ضایع کوي. که زده کړې کوئ او که نه، زده کړي سره هم باید کار وکړئ، حلاله روزي وګټئ او خپل وخت بېځایه تېر نه کړئ.
د دې ځوان پیغام دفکر وړدي.
موږ ډېر ځله وایو: «الله روزي ورکوونکی دی.» بېشکه، الله سبحانه وتعالی الرزّاق دی. خو پر الله توکل دا معنا نه لري چې انسان دې بېکاره کښېني او د روزۍ انتظار دې وباسي.
رسول الله ﷺ موږ ته ښوولي چې که موږ پر الله داسې توکل وکړو لکه څنګه چې د توکل حق دی، الله به موږ ته هم داسې روزي راکړي لکه مرغانو ته چې یې ورکوي: سهار له خپلو ځالو په تشو ګېډو وځي او ماښام په مړو ګېډو بېرته راګرځي.
دلته یو ډېر مهم درس دی:
مرغه په خپله ځاله کې ناست نه وي، وځي، هڅه کوي، لټون کوي او بیا الله روزي ورکوي.
په حلال کار کې عزت دی. که محصل یې، فارغ یې، مسلکي کس یې، دوکاندار یې، بزګر یې، موټرچلوونکی یې، مزدور یې او یا د سړک پر غاړه مېوه پلورې زه درباندي ویاړ یم او هېڅ حلال او باعزته کار باید سپک ونه ګڼل شي.
کار وکړئ، زده کړه وکړئ، حلاله روزي وګټئ او تل هڅه وکړئ. پر الله توکل وکړئ، خو خپله هڅه مه پرېږدئ.
ځینې وخت تر ټولو لوی درسونه په پوهنتونونو کې نه وي او نه په کتابونو کې؛ بلکې د افغانستان په کوڅو او بازارونو کې له هغو عادي او زحمتکښو خلکو زده کېږي، چې د ژوند لپاره په عزت او حلاله توګه مبارزه کوي. 🇦🇫 ځوانه کار وکړه.
I rarely find time to watch TV, but when I get 15–30 minutes, I often watch Afghan YouTubers and content creators. I do it for several reasons: to support their views and income, but perhaps most importantly, because watching these programmes gives me a small feeling of home. 🇦🇫
Today, while watching one of these programmes, the host asked a young man selling grapes:
“What is your message to your fellow countrymen, especially young people?”
His response was simple, but powerful:
“People should work. Even if you earn only 10 or 20 rupees, work".
No honest job is beneath another. Too many young people waste their time. Whether you are studying or not, you should work, earn and make something of your time.
That message was powerful.
We often hear people say, “Allah is the Provider.” Indeed, He is — Ar-Razzaq (الرزّاق). But trusting Allah does not mean sitting idle and waiting for provision.
The Prophet ﷺ taught us that if we truly relied upon Allah, He would provide for us as He provides for the birds: they leave in the morning hungry and return in the evening full.
Notice something important: the bird leaves its nest. It goes out. It searches. It makes the effort.
There is dignity in honest work. Whether you are a student, graduate, professional, shopkeeper, farmer, driver, labourer or selling fruit on the roadside no halal and honest work should be looked down upon.
Work. Learn. Earn honestly. Keep moving forward. Trust Allah but make the effort.
Sometimes the most powerful lessons do not come from lecture halls or books. They come from ordinary people working hard on the streets of Afghanistan. 🇦🇫